د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

د  امرالدین «  سرحد »  لیکنه
د نشر نیټه :   ۲ اگست 
 ۲۰۱۲ میلادی

   



لنډئ
 

مینه د تا د نغری اوردی
 له کاڼوډک دیګی پې کیږده پوخ به شینه
 رښتني مینه څې پخه شی
 پاخه انارغوندی غومبري تک سره شینه
 آسمان نن څنګه روڼ ښکاره شو
 وایې دمینی سري سپرغئ ستوروته ځینه
 مخ دی ټیکري لاندي ښکاره شو
 لکه رڼه سپوږمئ له وریځو جلا شینه
 نصیب همدا شو زما د سترګو
 لږڅه اوبه شوي اوس دصبرملا تړینه
 نوکریځي ولی شوي قیمته
 دوه پروني مینان نن واده کوینه
 توپک مې راکړه ځم سنګر ته
 دوطن ننګ په مونږه فرض،ادایې کړمه
 ګراني الله باندی دی سپارم
په وطن جنګ دی دښمن کورراورانوینه
 پټي خبري راز دمینی
 ساته یې زړه کښې رمز دمینی خوند کوینه
یو موټی خاوره څی تا راکړه
 دتور،سره اوشنه بیرغ لاندی يې ساتمه
 
۲۹-۷-۲۰۱۲
 *****


 
لنډی

(لیک ته ځواب )


 سترګي مې څاري څلور لاري
 دیار دنوي بري نوي لیک راځینه
 سلام درلیږم څې ته جوړ یې
 نننی لیک ستا دبری نن خلاصومه
 ما وتا کسم په خدای و کړی
ستا دراتګ مخی ته مینه به دروړمه
 کلام دخدای زما قوت شو
 مینه ساتم ستا دبری تمه کومه
 دوطن مینه ګډه مینه
 په ګډ سنګر کښې دافغان مینه ساتمه
 په نارینتوب ولاړه یاره
 خدای خومې یودی څې تر شا نشی مینه
 سنګرڅې ساتې زه پې ویاړم
 ستا میړنتوب دی،څې همزولي مې ستاینه
 په دښمن غبرګ ورځه مینه
 دسنګرنیمه برخه زه درته ساتمه
 بری دی خدای درته نصیب کړی
 دتوراوربل په سربه یې ویاړزه ګرځومه
 دښمن که تا ژرپه ګونډوکړ
 خپل خامکي تټر کښې نوم درته لیکمه
سنګردی ور نکړی پردي ته
 ستا دبری په تمه تل به ناسته یمه
 نن مې په سترګو کښې تاویږي
 لکه تیاره کښې څی څراغ روښانه شینه
 مینه همدا ده بله نشی
 څې دپاک نیت په مینه وسپړي ګلونه
 ستادبری دبڼ غوټئ شم
 ستا دویاړونو غیږ کښې پاڼي ،پاڼي شمه
****

۲۹ ـ ۷ ـ ۲۰۱۲

امرالدین « سرحد»
 


گرانـو وطنوالواو درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com


د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است