د امرالدین « سرحد » لیکنه د نشر نیټه : ۱۰ جون ۲۰۱۲ میلادی
د زړي ببئ ژړا
راشه ګوره دی کلا ته د زړي ببئ ژړا ته دړي وړي یې دروازي دي دری کړکئ په وینو سري دي **** ماتری وپوښتل زړی نه حال ته ووایه کردی نه په ژړا یې راته وويل حال بیان کړم درته څه خیل؟ **** ډزي وشوي دپوځیانو غږشولوړدبهرنیانو دروازه یې کړله ماته په خپل سرراغلل کلا ته **** ماشومان ټول په ژړا شول دوه اورپکي په خندا شول مشرځوی یې راټپی کړ زمونږ سپینږیری یې بندی کړ **** زمونږ جامي یې وشندلي په خپل مینځ کښې څه ویلي مونږ له ډاره په خوله چپ و لاس تړلي په ملا کړوپ و **** بهرنی اوس په خپل سر دی بی سری دایو خطر دی قام په قام مونږ جنګوي څه څې غواړي هغه کړي
****
امرالدین « سرحد »
د جون ۱۰ مه ، د ۲۰۱۲ میلادی ـ کال
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.de stratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال