د امرالدین « سرحد » لیکنه د نشر نیټه : ۷ـ ۸ ـ ۲۰۱۱ میلادی
روژه له مغفرته ډکه راغله روژه دپخلایني اوبښني موده روژه به ماته کړودخیرپه میوو څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو **** په خوله روژه سترګی له اوښکوډکی ځینی له جنګه باروي نن کډي دوي ماتوي روژه په خپلواوښکو څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو **** ځینې نصیب کی لری وچه ډوډی ځینې روژه نن ماتوي په سلګۍ دچا دکورغړی شهید په ډزو څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو **** ځینې په اوښکوهم روژه ماتوي په ادیره کې خپل شهید خښوي شهید خوماته کړه روژه په وینو څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو **** له مغفرته ډکه راغله روژه دپخلایني اوبښني موده روژه به ماته کړودخیرپه میوو څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو **** دروژی سوله که څوک ومنی نن دا به ښه ورځ وي دروژی په ګډون دپاک الله دربارته وکړي رجوع څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو
امرالدین « سرحد »
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.de stratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال