د امرالدین « سرحد » لیکنه
د نشر نیټه : ۲۹ اپریل ۲۰۱۲ میلادی
رنګ د
زمانی
رنګ دزمانی ځانته ښکلا لری هر چاته جلا جلا مانا لری ځینې ورته ګوری څې صبا شي شپه ډاریې له تیارو ده څې بلا لری ځینې کړي څیړني هم په شپه او ورځ دوي ته دا توپیرهم مخ او شا لری یو ورته کړی فکر دبدولون په لور بل ورته بیا هیله د صبا لری هر څه په بدلون کښې دی زمان سره ژوند هم سرچینه او انتها لری کله څې ښیګڼي کړی هر چا سره پوخ عاقل عمل دی پوه آشنا لری اوس د زمانی بدلون چټک بریښې دی کښې پوه انسان دی څې بقا لری *****