د امرالدین « سرحد » لیکنه
د نشر نیټه : ۱۲ جون ۲۰۱۲ میلادی
تنکئ مینه يې په تخنا کړه
سترګي ستا لکه جامونه
پکښې بریښي پټ رمزونه
تنګئ مینه یې په تخنا کړه
ویښوي کوګل کښې زړونه
****
رنګ دمیني سره غومبري
توراوربل لاندی
خالونه
خامکي ټیکري نه لاندي
میني بل کړل سره
اورونه
****
دنداسه باندی ښه ښکاري
موسکا شونډي سپین غاښونه
شنه بنګړي په سپین مړوند
ښکلي بریښي تری لاسونه
****
په ټټريې مدام زوړند
لونګین داني بویونه
موري یې خوشاله په خوشالئ کښې
ورته جوړ کړل
تاویزونه
****
د پاک نیت ښکلا وي ښکلې
خوشاله ساتي خپه زړونه
لاس دی راکړه ای سرحده
پریږده پوه شي
مین زړونه
****
امرالدین « سرحد »
مسکو- ۱۲ــ ۶ ـ ۲۰۱۲
|