د امرالدین « سرحد » لیکنه د نشر نیټه : ۳ـ ۱۰ ـ ۲۰۱۱ میلادی
تورپیکۍ
کوچیان تیر شول له کابله تور پیکۍ به وینم کله کوچۍ پیغلي مخکې تللي په نری غږ یې ویلي پښتني خوږي سندري لکه سپیني مرغلري کډي راغلي له ذابله تور پیکۍ به وینم کله کډي باردی په اوښانو اوږد مزل دی دکوچیانو دری څلور واړه جونګیان دي رمه ساتي دری یې سپیان دي نه ستړیږي له مزله تور پیکۍ به وینم کله په صورت پښتنه ښکلی پت اوننګ ته ملا تړلی ملالۍ دوي دوطن دي دوي دښمني ددښمن دي ستایو دا مینه ترتلله تور پیکۍ به وینم کله دا دغرو ښکلی لمني ښکلی بریښی کیږدۍ پلني رمي څری شنه شنیلي کښې دا د منې په ګرمي کښې کوچۍ راغلي له ګدره تورپیکۍ به وینم کله
امرالدین « سرحد »
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چېخپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.destratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال