زما مورې
ته ثواب ته برکت يي زما مورې ته قيبله ته مې جنت يي زما موری بيخوبي او زحمتونه د ګاللي ته مرحم ته شفقت يي زما مورې په خپل عمر ته غمخوره د اولاد يي ته وفا ته محبت يي زما مورې ارمانونه اميدونه د په زړه دي ته دعا او ته رحمت يي زما مورې ارمانجن ستا د خدمت حفيظ مليار يم ته مې پت ته مې عزت يي زما مورې ****
عبدالحفيظ « مليار ــ ساپی »
ويانا د اتريش ښار
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.de stratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال