اختره راشه
اختره راشه په ژوندون مې راشه
روژه په خوله يم انتظار د لرم د راتلو لار د څارم ړوند نشمه کاشکې زر رايشې چې تلوار د لرم شر ميږه مه خير که ناوخته هم ده مونږ افغانان د حوسيلی خاوند يو ګيله له دوسته کيږی ښه پوهيږی ملامت نه يو د ګيلی خاوند يو زمونږ په وران کلي کې وګرځه لږ د خوشحالۍ يوه فضا جوړه کړه اوښکی يي پاکې کړه په خپلو لاسو په وچو شوڼډو يي مسکا جوړه کړه دا په ټوپک چې چا ايمان راوړی ټوپک ترې واخله او قلم ورکړه په اديرو کې شهيدان چې لري دا زخمې زړونو ته مرحم ورکړه ټول مرور ورونه پخلا کړه سره ملي وحدت نه يي دنيا جوړه کړه د محبت په ټال يي وځنګوه چاته مجنون چاته ليلا جوړه کړه د روژه ماتې خرما لاس کې لرم ژر شه د سولې اذانونه وکړه حفيظ مليار دی لاس په لپه درته لږ مو نظر په ارمانونو وکړه
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چېخپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.destratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال