پيدا نه وای
خوب مې وای دا ستا په ليچو يا خو بې له تا نه وای يا که ته زما نه وای نو بيا د زه پيدا نه وای زه د وای ملنګ د مات کچکول سره دا ستا د در ای زما وطنه خو له تا ځينی جدا نه وای مينه ورور ولي وای محبت وای جنګ او شور نه وای مرګ نه وای لمبی نه وای غوغا او وا ويلا نه وای مونږ که د توپک په ځای تعليم ته مخه کړيوای دا سې در په دره خوار او زار به په دنيا نه وای ځاله د مرغيو غوندې ټول بچي د والوتل کاشکې بې وطنه تيت پرکه په هر خوا نه وی زه حفيظ مليار په محبت کې پيغور نه منم زه به مجنون نه وای نو داته که مې ليلا نه وای
عبدالحفيظ « مليار ــ ساپی » ويانا د اتريش ښار
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.de stratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال