د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی


 د  عبدالحفيظ  «  مليار ــ  ساپی »  لیکنه
د نشر نیټه :     ۲۵ جنوری   ۲۰۱۲ـ  کال
                                          
                                                                       

 

ځلوريزه
 

سپرلی شو ونې شنې شوې دښتې شنې شوې
بلبلان په چيغو سر شول او نغمې شوې
ای حفيظ  ملياره کاشکې حجران نه وای

تانه پاتې د  نوروځ هغه ميلې  شوې

ای ساقي

ای ساقي شراب د نشته کنډولی به د زه څه کړم
چې ګلان هغه کې نه وي دا سپرلی به د زه څه کړم
روغ بدن مې ستا ونه ليد ای حفيظ ملياره ولې
پرهارونو ځينې ډک دی دا زړګی به د زه څه کړم

مالياره

مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړونه خوشحال کړه
موسم د سپرلي دی مونږ د سيالو سره سيال کړه
غاټول ګلونه راوړه چمنون رنګيني کړه

وږمې د سحر راوړه هرې خواته يي خورې کړه
د پيغلو له ټيکريو شاړې دښتې زمونږ شنې کړه
قالينې پکښې پرش کړه له غاټول يي تکې سرې کړه

د پيغلو په مسکا کې د ګدر جوړې ميلې کړه
عطرونو د ګلانو ځينې جوړې فوارې کړه
د ګلشن بلبل خفه دی په نغمو يي چغهار کړه
مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړون خوشحال کړه

ماليا ره زمونږ پيغلې د نارنج ګلونه غواړي
مجنون د ليلا غاړې ته د ګل هارونه غواړي
دا د ښتې له شپونکي نه د شپيلۍ غږونه غواړي
يتيم د مور او پلار د غيږې تير وختونه غواړي
زخمي زخمي ګلونه د زخمو ټپونه غواړي
مطرب د رباب جشن ته د عشق شعرون غواړي

حفيظ مليار در جار شه راته خوښ مو نوی کال کړه
مالياره ګلان راوړه د ا زخمي زړونه خوشحال کړه

عبدالحفيظ  «  مليار ــ  ساپی »
           ويانا د اتريش ښار          

گرانـو وطنوالواو درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com


د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است