د او ښکې تذبيح وطنه تل د اوښکو په تذبو د يادوم ملنګ غوندې په کلي او بانډو د يادوم ته مور يي ته عزت يي ته مې ژوند يي باور وکړه ستا خاوره مې رانجه شه په ليمو د يادوم بيکوره شي بيموره شيي يتم شي او سوالګر شي دردونه شي بيشماره په سلګو د يادوم د زړه بړاس مې راباسمه د خوږ احساس په ژبه که ځان مې لږ تسل کړم په شعرو د يادوم د سولی په ارمان به په مونږ خاوری وی امباری تقديره خفه نشې په ګيلو د يادوم ارمان او د هجران په مينځ کې ګير حفيظ مليار يم نفس چې مې په تن وي تر هغو د يادوم *****
عبدالحفيظ « مليار ــ ساپی » ويانا د اتريش ښار
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.de stratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال