پام غلطوم تا هيروی نشم هسې ځان مشغلوم پام غلطومه ګلې پام غلطوم سره د اننګې دي سرې د سترګې سرې د شوڼډې دې ځکه د ګلپاڼو دا سرې شوڼډې ښکلوم پام غلطومه ګلې پام غلطوم زما دزړګي بام ته د سپوږمۍ غوندې ختلې وې ستا د دا سپين مخ شغلې به څنګه هيروم پام غلطومه ګرانې پام غلطوم بيابه وړکتوب او زلميتوب را باندې رانشي ځکه مې ګريوان په تړمو اوښکو اوبوم پام غلطومه ګلې پام غلطوم ژوند خو هغه ژوند دی چې وصال دچا په برخه وي زه حفيظ مليار يي لا هجران کې تيرم پام غلطومه ګلې پام غلطوم
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.de stratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال