د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام   صفحه سعیدافغانی مضامین سعید افغاني صفحه اصلی


     مولانا سعید افغانی            

 د مولانا ډاکټر محمد سعید « سعید افغاني »  لیکنه

 

سلګې !!!

 

سلګې ... سلګې ... بیا هم سلګې !!!

دا د مرګ سلګې ، دا د مظلوم او بیچاره انسان د ځانکندن سلګې !!!

اف !!! هغه ولې  زخمې  شو؟

په هغه باندې  دا پرهارونه چا کـﭕـښودل ؟

هغه  په وچو شونډو مري !

هغه مري خو ډیر  تږی دی ، او څوک نشته دی  چې  په خوله کښې  یې اوبه واڅوي .

دهغه مرګ د ډیرې مایوسی مرګ دی، په زړه کښې يې  ډیر آرمانونه شته دي .

دهغه ټول آرمانونه د خاورو سره برابر شول .

دهغه غوښتنې مرغان او څیرونکي حیوانات خوري ،  قبرنه لري چې  د ګلانو ګیډی ورباندې کیښودل شي ، او نه یې  کومه مناره او جنډه په سر ولاړه ده چې احترام او سلام ورته وړاندی  شي  او لکه د ده دځان او وجود په شان يې نوم هم ورک شو،  او د یو ګمنام سپاهي  په نوم یادیږي.

هو : دلته يې  و جود او نوم نشته دې !!!  

مګر؛  دا ځلي  په رمزي  ډول د غیرت او میړانې څخه تعبیر کوي .

وایي : هغه ښه غو ښتلې ځوان ؤ ، روان تندې ، پنډې مټې او ښایسته هیکل او قامت يې در لوده ، هغه په خټه افغان او د دې خاوری ځوې وه .

هغه د پښتنې  او افغاني  مور په شدو لوی شوې ؤ .

هغه  د دې لپاره نه وه لوی شوی چې  په برچو ،  ګولی او بم و مري.

هغه زړه او ضمیر در لوده او دښې تربیې استعداد  ورسره پیاوړې ؤ.

هغه د مور په غیږ او دپلار په ناز لوی شوی ؤ .

هغه  د دې وطن اولاد او تولید ؤ .

اف !!! هغه چا مړ کړه ؛  او ولې  مړ شو ؟

افسوس !!!

د هغه په پرهارونو پټې  کښې نه ښودل شوه !

 په مړینې يې  چا ونه ژړل !

ادکې موریې  سرته ولاړه نه وه !

 پلار او دوستان یې  په مرګ خبر نشول !

ظالمو وطنوالو  ورباندې زړه ونه  سوزیده !

 پرستاري یې  ونه شوه !

آرمان ؛  د هغه پیاوړي ځوان خوله او تن  د وطن  په خاورو سپیره په خپلو وینو ککړله پرهارونو ، سوږمو او خولي يې  ډیرې وینی لاړی ، سترګې يې  د زړه په سرو وینو او ګلابی اوښکو  ډکی او د وطن په کلمه يې  سا او آخرنې  سلګې  ورکړه. انا لله و انا الیه راجعون .

وایې :   د ده  د مرګ په وخت کښې  یو تن سخت زخمې  چې د ده په څنګ کښې پروت ؤ او  ورسره د مرستې توان يې  نه درلوده ،  له ده څخه  داسې اوریدل : 

اې  زما خوږې  مورې ؛  ګرانه پلاره ، ورونو او دوستانو:

زما مرګ د وطن  د خدمت په لیاره کښې  ؤ .

زما نیت او اراده پاکه  وه .

ما غوښتل چې  د وطن  د آزادې او استقلال  په لیاره کښې  سر ورکړم .

زه ظالم نه  وم او نه یم ؛  خود ظالم  د لاسه په داسې  بې  رحمې  مرګ  مرم ....

هو :  زه  مرم ...  او زما  د مرګ آخرنې  دقیقې او ثانیې  دي.

زما روح الوزې او د دایمی  پرواز لپاره ځان  برابروي

زه په  داسې حالت کښې  هم ډیر خوښ یم او دا  قوې هیله لرم  چې زما له پاکو وینو به  داسې  ګلان او  زمریان  پيدا شي چې  زما او د ټولو وطنوالو پاکې هیلې  به  ښې تر سره کړې.

زه  مسوؤل نه یم !!! 

زه ګناه ګار نه یم ،  او نه را سره د بل چا په  حق باندې  د تیرې خیال ؤ ....

بلکه زه د خپل  وطن ،  د خپل حق  په لیاره کښې د غلیم له لاسه مړ شوم ...  خو زما باور دی چې په دغه لیاره کښې به  د مطلب  د پوره کیدو پورې ډیر سرونه  ژار او قربان  شي .

هــو :  و اورئ  او بیا  ټوله  دنیا  ورباندې  خبره کړئ  چې  زه  مرم  ، خو زما  دا  مرګ  د  نامردی مرګ نه دی !!! 

زه خپله سا او آخري سلګې  په داسې حال کښې  د لاسه ورکوم  چې دراتلونکې عادلانه  قضاوت هیله را سره  قوي ده.

زه د دې قضاوت هیله هیڅ  نه لرم چې زه  ولې  مړ شوم ؛  او نه  د کوم  برائت  د اخستلو پروا لرم ، ځکه چې  زما لپاره  همد مره بس دي چې  خپل ایمان  او وجدان ته  خجالت  نه شوم .

بلکه زما هیله د هغه عادلانه  قضاوت  څخه دا دې   چې  د ټول  وطن  د موجوده  جنجالونو د ښه حل په باره کښې  واقعي  حکم  صادره شي ؛ ترڅو  د عبرت  وړشي  ، او په هغه  جا نفرین  ووايي   کوم چې  په نا معقولو حرکتونويې  وطن  او خلک  تباه  کړل  و ........

زه دا حق لرم  چې  ووایم :

د ا انسان ولې ؛ په بل انسان باندې ظلم  کوي ؟

دا انسان  ولې ؛ په خپل خیر او شر ښه نه پوهیږي ؟

د ا انسان ولې ؛ حق  ته  باطل  او با طل  ته  حق  وائي ؟

رحمان بابا وائې :

که څوک تله د انصاف په لاس کښې در کړي
خـــپل  ټټــو او دبل آس  بــه  بــرابـر کـــړي

افسوس !!  چې  په برابریدولو هم  قانع  نه دې .  

حقیقت دادې چې دا انسان  په دې شلم  قرن  کښې هم  د وحشت او بربریت  له  مفکورو څخه  نه دې خلاص  شوې .

دا انسان د نورو په  حقوقو تجاوز کوې ، او خپل تجاوز ته  عدالت هم وائي .

دا انسان  لیا تر اوسه  د څیرونکو حیواناتو  څخه هم  بد خوې او خصلت  لري، نه  مړیـږې ، بس  نه وائي ،  په خپلې هوا او هوس کښې  ډوب دی ......

افسوس !!  نن دا انسان  خپل ټول  قدرت او طاقت په دې کښې  صرفوې چې خپل انسان  ورور څیرې کړي ، او بیا په خپل  شیطاني  بد عمل  وویاړي ، حتې  دا  چه په ښکاره  ډول  باطل  ته  حق او  حق  ته  باطل وایی ؛ او په  ډیر مهارت  کوشش  کوې چې  جائز دلایل  هم  ورته  برابره کړي.

ښه !!  نو په داسې  شرایطو کښې  چاره  څه ده ؟  او څه باید  وکړو؟

زما په نظر :  یو ګـډ  وطني  تفاهم  ته  ضرورت  دې؛  چې  دا موجوده جنجالونه د مفاهمې  د لیاري، ښه په معقول  ډول  وسیړي ،  او بیا  د حل  لپاره یې  مشترک ګامونه  پورته  شي !!!  

خو دا چي  څوک به  دا  کار  وکړې شي ؟ 

هــو :  زه باور لرم  چې  دا پاک عزم ، او قوي اراده ؛ د  وطن  صالحو وطنوالو  ایماني  او  وجداني  تفاهم او معقول  وطني  حرکت  ته په  جدي  ډول  ضرورت  لري  او بس .  

افسوس !!

په اوس وخت کښې  له هـر خوا  د مایوسې  حالت  قوي  دې .

مګر ؛ زه  باورلرم  که چیرې د وطن ځامن په ریښتني  ډول اتفاق  و پاک نیت او عمل باندې کار پیل کړي، دا راتلونکي   شرایط  به  دغه شانې   ټول  موانع  او عوائق  له  مینځه  حل  شي  او  په هغه چا  به لعنت ووائي ، کوم چې  د وطن او د وطن د ځامنو د تباه  کولو په لیاره کښې ئې هاند ویستلو .

هـو :  په  دې  وطن  ډیرې  شخړې او تباهی  را غلې ؛  او د دې وطن  ځامن تر اوسه  پوری  کړیږي او سلګې  باسي  !! 

دا ولې ؟  او ترڅو ؟

ښکاره  واقعیت  دا دې  چې :  د ظلم  او زور زیاتې  کا سه ، اخر نسکوره  کیږي  او بله  دا چي   په بې عدالتې  کلي  او کورونه  نه  جوړیږي !

سعید افغاني 

۱۱ـ ۹ ـ ۱۳۵۹ هجري شمسي - کابل




بازگشت
ارشیف کتاب  طبیب بگو مرض من چه و چاره ام چیست ؟
قسمت هشتم قسمت هفتم قسمت ششم قسمت پنجم قسمت چهارم قسمت سوم قسمت دوم قسمت اول

گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است