|
د مولانا محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
نشر نیټه : ۲۱ ـ مارچ ۲۰۱۲ م ـ کال
|
زورور
ډیر زورور دی.
زیات قدرت او توان
لری.
مال ، هستي ، سره او سپین ئی هم
زیات دي.
قوم او قبیل اولادونه ، ځایونه او ځمکی ئی هم ډیری دي.
ډیر مغرور او بی انصافه دی .
هرڅه ئی چي زړه غواړي
،
کوي ئی .
د چا په زوریدلو نه زوریږي او نه په دی کښې چورت وهي چې خلک ولی
بی موجبه وزوریږي.
اکثر د خلکو له حال او احوال څخه
واقفیت نه لري او نه ئی
په دی خوا پام لیدل کیږي، حتی لیا نه
داسی زوریدل منې .
د ځانی خوښي ، صحنو او خبرو پسی ئی دوه غوږونه او دوه سترګی
څلور دي څو چې همدومره چې د ده فکر په کښی لږ شانې ستومانه شې د اوریدو او لیدو د
پاره ئی حاضریدی نشې .
ساعت تیری دپاره زیاته هڅه لري ، د خوراک او څښاک دپاره ښه سرشته برابروي او د
توان څخه ئی هم پوره ده
.
اشتها
ئی ښه او صحت ئی جوړ دی .
د ښکار شوق لري او وسایل دتګ او راتګ ئی ښه دي.
متاسفانه
هرڅه
لري خو انسان نه دی او نه د انسانیت زړه او
عاطفه په کښی لیدله کیږی!
افسوس نصیحت نه اوري او نه د
وخت د ایجاباتو پروا لری !
واقعآ
څومره چی دی د ټولنې او اجتماع څخه لرې دی، هغو مره اجتماع اوټولنه
هم له ده
څخه لری ده !
په ډیر جرئت باید ولیکم او ووایم :
وطن دوستان او
دوطن خدمتګاران باید د دغه شانی عناصر و په
مقابل کښې نه ستومانیدونکې
مجادله جاري وساتي .
سعید افغاني
۱۳۵۰ هجری شمسي ـ کابل
www.said-afghani.org
|