|
نوشته : مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » |
زړګیه !
په
تا کې ډیر پټ اسرار شته دي .
ته د زیاتو شیانو څخه متاثر شوی یې .
ستا
د هیلو او غوښتنو په مقابل کښې ډیر خنډونه پيدا شوی دې.
ته بی موجبه زوریدلې ، لرزیدلې او کړیدلې یی !!!
ستا
زوریدل !
ستا لرزیدل
!
ستا کړیدل
!
که ګناه نه
وه ؛ نو ثواب ویل ورته په کوم دلیل ؟
ته ښه
پوهیږې اجتماعي منافعې څه دي؛ او عمومي مصالح
څه ته وایې ؟
مګر؛ افسوس !
دا دواړه سپیڅیلې ارمانونه، لکه د ستا پشان د ناجایزې
استفاده یې مورد ګرځیدلې دي.
زړګیه !
خپلې
هڅې دی لږې کړه .
و
بښه چه د خپل له حده مې تجاوز
وکړ !!!
زه نه وایم چه ښې
هڅې د حساب څخه واچوه .
نه ؛ دا زما مقصد نه
دې !
زما مقصد دادې ؛ چه بې وخته
او بې سوده د طغیانو څخه ځان خلاص کړه .
سعید
افغاني
د
۱۳۵۵ هجري شمسي کال ـ کابل
|