|
تشخیص او معالجه
زه پـوره یقـین لــرم که
چـیرې د وطــن د ابادی له پاره ؛
اجتماعي امراض پـه « عالمانه ، منطقي ، صداقت او ایماندارې» ظوابطو په اساس، د کار پوه اومتخصوصو له خوا « تشخیص » شی ، او بیا د معالجی د پاره یی هر « درد او مرض » ته لازمه نسخه او
مشخصه ادویه ورکړی شې ، نو په ډ یرکم وقت کی
به دا امراض علاج
؛ او د سعادت او نیکبختې
، موجب به وګرځی .
او که چیری دا امراض ، دقیق تشخیص نشي او په
عــلاج کښې مختلفی ستونزی او بهانی قلمداد شي ؛ نو بیا
ورڅخه مزمن مرض جوړیږی ، چه په داسی حالت کښی
ټولـوته سرایت کوی او د
تباهې او هلاکت شرایط برابروی .
نو په داسی شرایطو کښی د ټولو علماو ، پوهانو او د وطن صالحی بچیانو ؛ ایماني او وجداني وجیبه
ده ، تر څو د « تشخیص اومعالجه » په وسیله ، د راتلونکو مزمن خطراتو ، مخه
ونیسی .
دوکتور محمد
سعید « سعید افغاني »
د ۱۳۵۰ هجري شمسي کال
ــ کابل ـ افغانستان
|