|
د مولانا محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه |
استقامت
لکه
ونه مستقیم په خپل مکان یم
که
خزان راباندی راشې که بهار
«
رحمان بابا »
استقامت
په ژوند کښې او متانت په کارونو کښې د موفقیت راز دی .
استقامت
په ژوند او متانت په کارنو کښې دیته وایې چه سړی د
مشکلاتو او د زمانې د حوادثو په مقابل کښې بې حوصله نشي ، بلکه باید
د دفاع دپاره ټول وقایوي او مصالحوي وسایل
د نظر لاندی نیولي او عاقلانه و عادلانه مجادله
وکړی .
خزان
او بهار د حوادثو په مسیر کښې اکثر نا ګریزه جریان دی !!
هو
.. آفرین په هغو چه په دې ناګریزه جریان کښې
، حوصله د لاسه نه ورکوی او په میړانه قدم په
قدم اصلاحات راولې او اجتماعي عدالت ته
احترام لرې
سعید افغانی
|