د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام   صفحه سعیدافغانی مضامین سعید افغاني صفحه اصلی


   
د استاد او معـلم مقام

منلی  حقیقت  دی  چه حقیقی استاد او معلم  د سړیو  د  جوړولو  ماشین  دی ،  داسی ماشین چه  که   د دغه  ماشین پرزی  ښی  ستری  صیقل  او یو تربله سره  په  موزون  ډول  جوړ شی  نو  ورڅخه  د جامعی  د احتیاج او ضرورت سره سم ښه صالح عناصر راوتی  شی ؛  نو په  دی اساس ډیره مهمه موضوع  داده  چه  باید  پوره  دقت  وشی  چه  زمونږ  مهم ضرورت   او  احتیاج   څه  ؟  او  په څه  ډول کولی  شو  چه  لائـق  او با کفایته  استادان او معلمان پیدا  او په  کارئی  واچوو ؛   تر څووکړی  شو چه دخپلو ملی او محیطی استعدادونو څخه  په کافی اندازه استفاده  لاس  ته  راوړو  !!!

زما په فکر دغه کار او وظیفه هم د استاد او معلم  ده ،  او یو با کفایته معلم کوی شی چه د استدلال د لیاری همدغه شانی زمینی برابری کړی.

زه په خپله د معقول او با تجربه  استاد  په  مخکښی د  کار خنډونه  هیڅ نه  وینم ، اوکه خنډونه  چیری پیدا شی  په دی باور او عقیده  لرم  چه حقیقی استاذان  کوی شی  چه د  کار شوا خون  پیدا  او خندونه  لری کړی.

زه وایم هغه څوک چه نه پوهیږی ، استاد ئی   پوه  کوی شی  ؛  او که استاد ئی  نشی  پوه  کولی ،   واضحه  ده  چه  استاد  د دی استعداد  نه لری چه  هرڅوک  پوه کړی او  یا د هرچانه  دهغه د استعداد په تناسب کار واخلی .

زه په خپله  څنګه  چه استاد پیژنم  هغه ته  ولوکه  هغه  د استادی  په چوکی  ناست هم  نه  وی  ،  د احترام  لاسونه  په سر او سینه  ږدم . مګر زه  پو هیږم  چه  زما  احترام  دهغه  د پاره هغه په دی ډاډه  کوی  نشی  چه ګوندی زه او زما امثال  ورته  احترام   وړاندی  کوی ،  بلکه هغه  په  دی  پو هیږی چه دده زیار او زحمت او رنجونه ددی د پاره نه دی چه ګوندی  بس څوک دی ، دی  و ستی .

زه  باورلرم  چه دیوی جامعی حقیقی استاد خپله د استادی وظیفه  ډیره درنه  ګڼی  او  خپل ځان  په جامعه  کښی  تر هغه  وخته  مسوول  ګڼی  تر څو دیوی  جامعی ټول او یا اکثره مشکلات  حل شی .

یو واقعی استاد شپه او ورځ  په دی  تالاش او تپش کښی  دی چه دخپل قام او ولس بلکه  د ټول  بشر د سعادت او ارامی  وسایل  برابر او خپل ماحوال په دی پوه کړی چه د ژوند کولو لیاره داده .

باور و کړی چه یو واقعی استاد په هرڅه کښی  د عمومی  منافعو لحاظ زیات ساتی او د ژوند  تر آخر رمقه  پوری  د خپل  ایمانی  او  وجدانی مسوولیت په اساس څرخیږی .

واقع او حقیقت دا دی چه د استاد او معلم مقام  د پیغمبرانو ،  فلاسفه ؤ او  نوابغو مقام دی چه جوامع او مدنیتونه په  پښو دروی .

زه  باور لرم  چه  درسیدلی  استاد  شاګردان   به  خپل  استاد  زیارونه هیڅ  نه  هیروی  بلکه  دا کوښښ  به ساتی  چه دخپلو  استادانو ارمانونه  ښه تر سره کړی  نو په دی اساس  شک نشته  چه   معقول  شاګردان  به داستاد انو احترام د دی  دپاره کوی  چه  د هغوی  درسونه  به  د خپلی ټولنی د پر مختګ  د پاره  یو ازنی لیار ګڼی  او داسی زمینی  به  زیاتی براور وی  چه  دخپل  وطن  د ثروتی  منابعو څخه ښه  پوره استفاده په لاس  راشی  .

                   

دوکتور محمد سعید  « سعید افغانی  » 

            د کابل عالی دارالمعلمین  پخوانی  استاد ،   د  ۱۳۴۸ هجری شمسی  کال 








بازگشت
ارشیف کتاب  طبیب بگو مرض من چه و چاره ام چیست ؟
قسمت هشتم قسمت هفتم قسمت ششم قسمت پنجم قسمت چهارم قسمت سوم قسمت دوم قسمت اول

گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است