ژړا او اوښکې
ژړا
ضرورعوامل لری ! ژړا عوامل
په زړه او فکرباندي حملې راوړی او د خپلې استیلا په اثر دبدن
څه رئیسه مراکز نیسی ، فشار ورباندې راولي او پدی مجادلې کښی کثیف حرارت تولیدیږی ،
دا حرارت په خپلو څپو کښې د زړه او مغز و
په عروقو ، شراینو او پردو
کښې دود وهلی بخار
جوړوي او د دردناکو هیجاناتو په اثرکله آهونه او سیلی پیدا کوی او د اوښکو سیلاب ورڅخه جوړیږي .
دسترګو
پرزي ورانوی ، سوزوی ئی او د نورو مراکزئی خرابوی ، په مخ اوښکې بهوی او کله ګریوان او ګریوانونه هم لمدوی
او د ویرونواو واویلاؤ موجب کیږ ی او آخر ضرور په خپل تلاطم کښی د
خلاصون د چاری فکر او نظر زیږوی ، روزی ئی او د رشد مرتبی ته رسیږي او حتمآ د تحولاتو او تطوراتو موجب ګرځي
.
د
ژړا عوامل :
د
ژړا عوامل پوره د حساب او کتاب لاندی نشي را تللی
او نه کیدای شي چه د هر چا د زړه او فکر دردونه او نارامی
په پوره کم او کیف رسم او ثبت شي .
افسوس
!!
دا
بیچاره انسان چه د مجادلې لیاره ورباندی حصره شي نو اکثره دبی اسری توب او نامیدی په حالت کښي په ژړا او اوښکو تویولو پیل و کړی ، دردئی ځوروي ، تاثیرات ئی لړځوی ،غمونو پسی اخستی دی ، چاره ورسره نشته ،مرسته
ورسره نه کیـږی ، څوک ئی دلاسه او تسل نه کوی او
یا د تسل او دلاسه له مرحلي څـخه ئي در دونه او
تاثیرات زیات شوی دي .
افسوس
!!
د
دی بی وسعی انسان په زړه او فکر کښي ډیر څه ګرځي ، زړه
ئی ډک دی ، حوصله ئی نشته ده ، لیاره او ګدر ورڅخه خطا دی ، او دننه ناوړه نفسی انفعالات ئی ځوروی نو دیته قهرآ مجبوره دی
چه ولی شي ، وژاړي او اوښکی
توي کړی او کله د ده دارڼی او ښکي دوینو ګلابی رنګ هم آخلي .
افسوس
!!
د
انسان ژوند کله د ژوند په قیمت نه ارزی .
اف
.... داسی ژوند خو خوند نه لری ځکه چی دا د ځورولو او
کړولو
ژوند دی ، او د افاتو ، بلیاتو او مصیبتونو د نوم وړ ښکاري
.
دا
ژوندئی په مړو حساب دی چی څه ئی د لاسه نه دی پوره ، څه نشی کولی
او د ځان د خلاصون چاره ور سره نشته ده نو په مړو
سترګو ژاړی او د زړه او فکر د تاو اوتب دلاسه اوښکي تویوي .
دا
د اوښکو څاڅکي هسی عادی څاڅکي نه دی !
دا
څاڅکي هسی په مفته نه توئیږي ؛ دا څاڅکي بی تا ثیره نه دی نو ارومرو به خپل مثبت او منفی تا ثیر اچوي .
دا
ژړا او اوښکي که ژړونکي ځوروي نو حتمآ خپل لیدونکی پاروي او
په عاطفوی احساساتو ئی راولي .
دا
ژړا او اوښکي د زړه او
فکر داور د سختو لمبو د بخار نښه ده چی حتمآ به د اعتدال په
صورت کښی پخول او د افراط په صورت کښې سوزول کوی .
ته
! هـــو ته ؛ پدی باور وکړه که درته ونه
وایم چی وژاړه دا به هم ایمانآ او وجدانآ و نه وایم چی
مه ژاړه ، ځکه چی زه پو
هیږم چی ته بی موجبه نه ژاړی او ستا ژړا موجبات هم ناروا ندی، نو حتمآ ژاړی !!!!
زه
هم که نور څه نشم کولی ؛ ضروربه در سره ژاړم او په دی باور لرم که نور صالح عناصر هم څه
ونشي کړی ، در سره به و ژاړی چي په نتیجه کښې دوی ټولو اوښکو څخه سخت طوفانی
سیلاب جوړ شي او د ژړا اسباب او عوامل به له
مینځه یوسي .
ژړا
ه که ژاړې
!
ژاړم
که ژاړم
!
ژاړې که ژاړې !
خو د ژړا سره
سره باید فلج او بی حرکته پاتی نشو ،
تر څو د خوښي او خندا
فرصت او موقع په لاس راشي .
سعید
افغاني ، د ۱۳۶۵ هجري شمسي کال
کابل ــ خیرخانه مینه
|