 |
د مولانا محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
نشر نیټه : ۷ ـ جون ۲۰۱۲ م ـ کال
|
هوا او هوس
همه با هوا و هوس ساختی
د می با مصالح نه پرداختی
د هوا او هوس بی جلبه هڅه یو
داسی ساري مرض دی چه د مزمن کیدو په حالت کښی اجتماعات تباه کوی.
زمونږ ځوانان، پاخه ، زاړه ، نر او ښځی ټول باید دیته پوره پام
ولری چه د هوا او هوس هڅی له هغی انداری څخه ځان و ساتی ،
کوم چه د بی نظمي او د جامعی د تباهی موجب کیږي،
له بلی خوا د هوا او هوس بی جلبه
حرکت د سړی شخصیت ټیټوي او اکثر خلک د رسوائي سره مخامخ کوي
وائي :
د یو لوی شخصیت د ګوتی په غمي کی لیکل شوی:
«من غلب عقله هواه افتضح
»
څوک چه په عقل باندی د هوا او
هوس ناوړه تاثیرات غلبه پیدا کړي ، رسواکیږی!!!
بلی : خصوصي رسوائيٍ ، عمومي
رسوائي، اجتماعي رسوائي، سیاسي رسوائي ، تاریخي رسوائي ،
دینوي رسوائي ، اخروي رسوائی او په زړونو کښی ورڅخه کرکه او نفرت !!!
سعید افغاني
۱۲ـ۶ ـ ۱۳۵۴ هجری شمسي ـ کابل
www.said-afghani.org
|