د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام   صفحه سعیدافغانی مضامین سعید افغاني صفحه اصلی

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

 

دعشق او محبت دیــن

 

د اسـلام مقدس دیـن د عشـق ، محبت او جـذبی  دیــن دی .

د دغــه دیــن  اساس او بنسټ یـو تـربــله  د مینی ،  ګـذاری ، مرسته ،  تعاون ،  ښو اخلاقو ، عفـو ، صلی ، صداقت او اخلاق  په مبادیو  درول شوی  دی.

څنګه چه د اسلام اساسی  لیار ښوونی  د عمومی  منافعو د تامین  راز لری ، همـدا شــان حقیقت  دا دی  چه جـذبی  پیمانی د اسلام  په  اولــه دوره کښی حضرت محمد صلی اله علیه وسلم او د ده رښتیـنو ملــګرو  د خلــکو پــه  زړونــو کښی  د عشــق او محبت  جــذبات او د اخــلاقی مبـادیو د علمی تقوی در سونه واچـــول .

کــوم  وخت چه  سړی د سیرت  احادیثو او اسلامی تاریخ  او دشرعی عــلومو اصلی  تلقیات  د مطالعی او دقت لاندی  ونیسی دا وخت سړی پو هیږی  چه د اسلام پخــوانیو رهبرانو څه غو ښتل .

ارمــان ؛ ارمـــان ؛  ډیر  تاسف  دی چه  د اسلام  دغه  رنګه لارښونی د زمانی  په  مسیر او تحول  کښی دیو رنګه داسی عناصرو دلوبو کولو مورد  وګرځیدلی  کــوم چه د هــغوی سره  واقعآ هیڅ د اسلام د مقدس دین بوی هم  نه احساس  کیـــده .

دغو پلید و عناصر و د اسلام  په نامه د لعنت نه ډک   کارونه  و کړی ، د اسلام  څخه ئی   ناوړی استفادی  و کړی او  د اسلام  په نامه ئی  په زرګونو معصوم  انسانان  تیر و یستل .

دغو عناصرو په  داسی حال  کښی  چه  قسم  په خدای يی   له ظاهری  دلسوزی او عذر بل نور هیڅ  د اسلام  څخه  کوم  معلومات  نه درلودل ، دخلکو توجه ئی  ځانته  واړوله  او په هیلو او پلمو ئی د مسلمانانو  د مدنیت  قافله په  قرنو قرنو  بیرته  و غورځوله ، چه  حتی  ډ یر کسان  د اسلام  په دین  باندی  بدګمانه  شول  .

 که مونږ واقعآ  د اسلام اساسی لیار ښونی او د اسلام  واقعــی  رهبرانو سلوک په پوره  عمیق ډول   د مطــالعی  لاندی و نیسو ، هغــه وخت په دی پو هیږو چه د اسلام  مقدس دیــن تر کومه انــدازی د  بشرد  دایمی  سعادت  متکفل  او تر کومه  حده  دغه مقدس  دین  د عشق ، محبت ، اخلاق او جذبی  
دین دی ،  چه واقعی عمل  په صورت کښی دروغی او سلامتیا  ضامن او انسانی روابط  تقویه  کوی.

 سعید افغانی

د ۱۳۵۵ هجری شمسی کال ـ  کابل

   

 





ارشیف کتاب  طبیب بگو مرض من چه و چاره ام چیست ؟
قسمت هشتم قسمت هفتم قسمت ششم قسمت پنجم قسمت چهارم قسمت سوم قسمت دوم قسمت اول

بازگشت
گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است