د واقعي
ملي رهبر هڅې او هیلې !
وایــــی
: وړوکی وم ځوان شوم ، د رشد او پوخ والي مرتبې ته
ورسیدلم ، او دا دی اوس زوړ او
سپین ږیری یم۰
وایــــی :
نوکر شوم او دنوکري په درجو کښې ښکته او پورته لاړم ! ولوبیدم
، و څرخیدم ، وتپیدم ، متقاعد شوم ،
او دا دی اوس په دغه حالت مواجه یم۰
وایـــــی : اول نه پوهیدم ، او بیا څه پوه شوم ! او د ډیرو ولیدو او کتو، تحولاتو
او تطوراتو څخه وروسته د قام
ولس او وطن د دردونو سره مخامخ شوم
. په دغه سلسله کښې زما
هڅه په هڅو بدله شوه او په دغه
لیاره کښې د ډیرو خنډونو ، موانعو او مشکلاتو
سره لاس په ګریوان ، مجادلې اومجاهدې ته حاضر شوم۰
وایــــی :
ډ یرڅه مې ولیدل ، وکتل او وتلل، ډیرې خبرې ، وعدې ،
وعیدونه ، د امید وارئ او ما یوسئ
خبری او داستانونه مې واوریدل ،
د بې ایمانئ او ایمان دارئ
صحنې مې
ولیدلې ، دوه رنګي ، غلطي ، دوکې مې
زیاتې په مخ راغلې
او د ناروا استفادې و خاوندانو تحریکونو و تخنولم ، وې پارولم ، وې لرزولم ،
وې غولولم او کله یې په سلهاؤ پرابلمونو
اخته هم کړم ، خو دا دی اوس لیاهم په دغه موجوده مدار حرکت کوم۰
وايـــی :
له کوم وخته چې زه د خلکو او
وطن د دردو سره
مواجه شوی یم ، د الاندې ارمانونه را سره
دي۰
الف : زه په هر قیمت چې کیږي باید د خپلو خلکو ژوند ښه کړم او دنوي دنیا د غوښتنې په اساس او اقتضا ، د دوی د ژوند سیر او حرکت ګړندی او
پیاوړ ی کړم۰
ب : د دوی علمي، صحي او اقتصادي محتوی باید
ښه په زړه پورې شي۰
ج : د دوی د محرو میتونو ، تنګسو او مشکلاتو
دلرې کیدو او حل د پاره اساسي چاره باید
پیدا شي۰
د : د دوی عمومي ذهنیت ، روحیه او رویه باید د
ملي ، قامي او وطني اصلاحاتو د راوستو لپاره اماده او برابره شي۰
هـ :
دوی ټول باید د فعالې مرستې ،
تعاون او تساند په مبادیو حرکت وکړي ، امید واره او سیږي او هریو باید د وطن
راتلونکې اجتماعي پر مخ تګونه د خپل ځان لپاره پت او سعادت و ګڼي او د وطن د اعتلا او ارتقا
د پاره ټول په پوره عشق ، شوق او
جذبې کاراو خدمت وکړي۰
و :
خلک باید د عالي ملي
او بشري مقدسو افکارو او حرکاتو سره
مواجه او د وطن د
سړیو او خلکو افکار باید د ملیت او بشریت په ذهنیت کښې خمیره او پاخه شي ؛ تر څو د خپلې جایزې خودی په زور د ځان ، قام او وطن
د پاخه مدنیت د انکشاف دپیدا کیدو لپاره قوي حرکت
وکړي او دښو خدمتونو مصدر
وګرځي۰
ز : د دی
وطن شاړې او میرې باید ابادې شي ، د دې وطن معدنونه باید د استفادې وړوګرځي ، د دې وطن دځمکې
په سر او د ځمکې د لاندې اوبو
څخه دې کافي ګټه په لاس راشي او دا مکان په اندازه دې خپل ټول امکانیات په کار ، حرکت او تولید راوستی
شي، فابریکې دې ډیرې ، دکار زمینې دې
زیاتې ، د کار اجر او مزد دې د عدالت په اساس بی له تفاوته ورکړی شي۰
متوازن تعلیم ، متوازن اقتصاد ، متوازن صحي
پاملرنه باید د وطن
په هره برخه کښې
د پام او اهتمام لاندې ونیولی شي او انکشاف پیدا کړي او بی د نژادي او قبیلوي توپیر او
خانداني امتیازه ؛ ټول په ګډه باید دخپل
لوی وطن د پت او پر مخ
تګ د پاره جدي فعالیت په ځان
فرض او واجب و ګڼي۰
ح : ټول باید د معقول او مفید قانون له لیارې تنظیم او اداره
شي او په دغه برخه کښې قوانین باید د طبیعي رموزو د خواستو پام او راز ولري۰
ط :
یو داسې ذهنیت او حالت راوستو لپاره ملي اجتماعي ضرورت دی
کوم چې په کښې د
خلکو د هیلو او څیړنو د لیارې پاخه افکار او نظریات تعمیل او تطبیق شي او د
خلکو حکومت ؛ د خلکو د
واقعي او حقیقي نمایندګانو
له لیارې خپل د قدرت
واګې په لاس کښې واخلي۰
دکتور محمد سعید « سعید افغاني »
د ۱۳۵۷ هجري شمسي ـ کال ـ کابل