د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام   صفحه سعیدافغانی مضامین سعید افغاني صفحه اصلی

د دوکتور  محمد سعید « سعید افغاني »  لیکنه
نشر  نیټه  :   ۱۰ ـ  ۱۰  ـ ۲۰۱۰  م  ـ  کال
 

 

د پردی؛ آخوا  او دی خوا

  

د پر دې ،  دې خوا ؛  د قدرت  ، د خلکو د  ژوند  هڅې ، فعالیت او نڅا لیدله  کیږي او  د ژړا ، تاثر ، تجاوز ، بې نظمي  صحنې   نشته  دي ۰

ګل او بلبل ؛  دواړه ښه په نظر راځي او د ښکلا  میدانونه  سمبال  شوي  دي ۰

ساز، آواز ، خوږې  نغمې او سندرې ،  د حسن او جمال قوارې مجسمې  جلب او جذب راولي ۰

دلته جلا او تجلآ، راز او نیاز ؛  زما په زړه او فکر باندې  شور او ولولې  راوستې  دي ۰

دلته زما په زړه کښې د ګلو ډیرې غوټۍ وغوړیدلې ، خوښ  شوم  او د ځان نه سره مې  وویلې : چې شکر اوس نو د امید وارۍ  کاروان مخ  په  وړاندې روان  دی ۰

 خو لږ وروسته چې ځیر شوم ،  د خوب  او خیال صحنه را ته ښکاره  شوه   او د لــرې یوه  پرده په نظر راغله .دا پرده هم ډیره ښکلې پرده وه ،  زری ګلان یې  در لودل  او شنه بخملي ځمکه یې وه ۰  

زه ورو ورو  د پردې   په خوا  روان  شوم!  

 ډیر افسوس :  چې د پردی آخوا   سخت شور او زوږ مې  په غوږ راغی  ، غوښتل مې  چې  د پردی آخوا  د نیا و ګورم او د پردې  آخوا بیچاره ګانو سره مرسته و کړم  او یا د صلې  اوعاطفې  خلک د مرستې  د پاره و غواړم۰

همدا وجه وه چې پردې  ته ورنژدی شوم ، لاسونـــه مې  ورنژدې  کړل چـــې  پرده واړوم  خو پرده په کلکو ګل میخو  میخونوکلکه وه ، آخوادې خوا مې  وکتل  اودپردې د اړولو خیال را سره قوي وه ،  دا پرده  ډیره عریضه او طویله وه۰

 په پرده کښې مې چې څومره د سترګو نور دپردې دا خوا حال معلومولو  د پاره خرچ کړه  پوره کافي حالا  او احوال را ته روښانه نشو ، ډیر ځنډ ودریدم  او زیات  انتظار مې وویسته  !!  آخر په دې فکر  شوم  چې ارو مرو  باید  د پردې آخوا  پوره حال ځانته معلوم کړم۰

 خو افسوس :  چې یو قوي محافظ  راغی  راته یې  وویلې :  اوس دا کار د کیدو نه دی ؛  ما ورته وویل  ته څنګه فکر کوې  چې د پردې آخوا پوره حال څڼګه دی ؟
 

ده راته وویل!  ډیر خراب حال دی ،  او دا  دلته چې څه ګوری  صرف نمونوي دي!

۰ دلته عوام فریبه صحنې دي  او د پردي آخوا عمومي حالت نهایت تباه کن دی

 ماورته وویل :  تر څو دا پرده وي ؟

ده وویل  :  د پردې  آخوا سخت  فشار روان دی۰ 

خو ګمان کوم ؛  چې  ډیر ځغرده به دا طلسمي  پرده له مینځه لاړه شي   او آخر به عمومي سرنوشت د پردې آخوا  او دې  خوا ،  خلکو د پاره  جوړه شي۰

زه  نور د یوه  مصلحت د پاره  چپ او غلی  شوم !  او د امید وارۍ  په هڅه  تر اوسه انتظار پایم !!  رښتیا ! دا  لکه چې یو خوب  وه ....  

 

سعید افغاني

                                 د  ۳ـ ۱۰ ـ ۱۳۵۴  هجري شمسي کال ـ کابل                               

 


 

 




ارشیف کتاب  طبیب بگو مرض من چه و چاره ام چیست ؟
قسمت هشتم قسمت هفتم قسمت ششم قسمت پنجم قسمت چهارم قسمت سوم قسمت دوم قسمت اول

بازگشت
گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است