د داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
مـــرګ
اکثر
خلک د مرګ څـخه ډاریـــږي ، مګــر زه د ژونــد
څخه زیات ډاریـږم ، ډاریږم چه خطا نشم بی ځایه قــدم
کیږنه ږدم ، دچــا د بی مـوجبه تکلیف موجب ونه ګرځم ، د ژوند
رسالت را څخه .خطا نشي او د بی عدالتې او بی انصافې مرتکب
نشم
مرګ
حــق دی ، ضرور هــرچاته رسیږی اود خلاصون چاره ورڅخه
نشته .
سړی نه پوهیږی چه چیرته به مــرې ، په څه به مرې، څنګه به مرې
؛ خو چه شرافت منـدانه مـرګ وی هر چیرته
چی وی او په هــر شواخــون چه کیږی پروانشته
، د مرګ څخه دومره ډاره چه د سړی د ژوند د فعالیت مخه
ونیسې ، او د حق او حقانیت او د عـدل او منصفانه قضاوت په لیاره کښې
فلـج پاتی شي داسی ویره د سړی د بی ایمانی
څخه تعبیرکوی او داسی ژوند د مرګ په .حساب باید شمارشي
د
ژوند د جوړولو کار پوره ایمان او میړانه غواړی
چه د ایمان او میړانې په صورت
کی کیدای شي چه دمرګ سلګی هم په آسانه
تیرشي .
داسی
ژ وند چه د ژوند د لاښه کیدو او سعادت د تا مینیدود پاره
نه وی په ژوند کولو نه ارزی ، او نه داسی
ژوند ته باید ژونــد وویلی شي ، خو د ژوند لاښه کــیدو او سعادت
د تامینیدو د .پاره باید لازم وسایل او
شرایط برابر او ټکول شوی پروګرام جوړ شي
مرګ
د بدن او روح علاقه شکوي ، خو د روح سره
د ښو اوبدو اعمـالوعلاقه او ارتباط نه شکیږي .
ډیرزیاد
په کار دی چه په دی پوه شو چه څنګه ژوند باید جــوړ شي ، ځکه ډیر ژوندي
په ډیر و عادی شیانو مشغول او مصروف دی ،
مونږ ګـورو چه د کارنظام د اکثروخلکو خطاء دی، او په خطاء کښی دخطاء مرتکب
ګــرځی او په خطائی کښی´ اکثر کله د تشکر او تقدیرهیله هـم لری ، ډیر
خلک ډیرلالهنده اوپه ډیرو کارونو کښې مصروف اومشغول وی خو که ښه دقت وشي ټول خطاء او د خلکو دګتو دپاره
په درد نه خوری ، اساسی او بنیادی ترتیب ئی خطاء او په یوی خطائی
کښیې د نورو ډیر وخطاء ، مرتکب ګرځې نو په دی اساس؛ مـرګ، مـرګ او بیا هـم مـرګ
!!
دهغه چا د پاره چـه د معصومو
انسانانو د مرګ موجبات برابر وی .
داکتر
محمد سعید « سعید افغاني »
د ۱۳۵۲هجری شمسی کال ـ کابل
|