|
د مولانا
داکتر محمد سعید « سعید افغانیَِ » لیکنه
|
دا څـه حال دی ؟
دا پـو
ښتنه د چا څـخه و کــړم ؟
څـوک به د دی پو ښتنی واقـعی
او حقیقی ځـواب و وایـــی ؟
و یره ددی ځـواب نه شی ویلی !
سیاست خـو
انحرافی ځـواب وایـی !
ارتجاع د خلکو دوکه کول
غــواړی !
اپــر چونستان د خپلو نـاوړو استفادو دپاره د هیـڅ کومی
مــبدی خـیال نه ساتی و د چــوکی نوکر نه شی کـــولی چه د
ملی دردونـــو د لیری کولو دپاره خــدمت و کـــړی .
اجینت
خــو د وطن ټول مــوجودیت تباه کـــوی !
د جاهــلو او لیونو څــخه هیله
خطــا ده !
استعماراواستغلال
په همدی خوښ دی چه خلک په دام کښی ګیر کړی !
د روشنفکری اطـلاق او نـوم مغشوش شــوی ښکاری او
یو څـو کاذب شخصیتونه د قـدرت واګـی په لاس کښی لـری .
د ملت
پرستی دعوی له هر چا څخه زیاتی ملی خاینان کوی او
واقعی وطن او ملی غو ښتونکی یو دبل پسی په تورونو
تورن کیږی ، په مشکلاتو مواجه ، له صحنو څخه وتلی او ویسنل کیږی چه په
تدریجي رنځ او مرګ رنځــور او مــری .
نــو په داسی نــاوړی شرایطو کښی به څـوک
ددی پو ښتنی چـه : دا څــه حال دی ؟ ریښتنی ځـواب وویلـي شــي !!!
که څـوک و وایی چه کار نشته او په میـلونو وطنوال
خپل ګران وطن په ډیر بد حال پر یږ دی او په
خارجی وطنو کښی اکثر د چټلیو د پاکولو مزدوری او د شرم او عــار
ژوند کوي .
نو په
مقابل کښي ورته ویل کیږی چه د تا په چا څه ؛ او که نه د خلکو
افکار پـاروی !!
که ووایــی : دا دومـره خـارجی مرستی څـه شـوی ؟
وایی
: ستا په سیاست کښی کار نشته دی او نه چا د خیرات چیری حساب غو ښتی
دی! په
هغـــه راغلی او په هــــوغه لاړی. اوس لا دا دخارجی ډبلو ملیستیا و بــوج د
ملـت د بودجـی په سر دی !!
ما
وویــــل : د ملت بودجــه یعنـی څــه ؟
ده
وویــــل : دا چه یوازی د ملت په نوم یادیږ او ملت پکښی د نظر
یی او هیڅ ډول تصرف کـــولو حـق نه لـری ، او یـوازی د استبدادی قـدرت دبقــا د
پاره خد مت کـوی .
که و وایــی : د لته کار، د کار خلکو ته نه سپارل کــیږی
؟
وایـی
: شخصی عقده لریاو که نه احمد او محمود خو که لیسانسه
نه دی ، شـپږم پاس او دولسم پاس خودی او له بلی خـوا
زمونږ سویه د ډاکټر د نظریـو تحمـل نه شی کـولی !
که و وایـــی : د وطــن اقتصادی وضع په دا ډول ښه
کــیدی نه شی ؟
وایــــی
: انتـــظار و یستل په کار دی ، او بی شرطـــه قیده او
تحلیل څـــخه تسلیمید و تــه ضــرورت دی . او کـه نه د چنګــیز
او هـــلاکو لــه لاسه به پــو پنا شی !!!
هـــو
! دی دلــته د شلــم قــرن چنګیز او هـــلاکو
دی .
که و وایی : دا دقدرت خاوند خو په
ښکاره ډول د خپل قدرت څخه ناوړی استفاده کوی .
وایـی
: ته د دی حق نه لـری چه په لو یا نو با ندی اعتراض و کړی . اطـاعت ! اطـاعت ! حتی د
ړونــد او کــوڼ اطــاعت ! لاس په سینه او سر
په رکــوع ؛ اطـاعت ! اطـاعت ! او که نه ؛ دا ډبلــی
او ستا سر !!!
که و وایـــی : د خلکو د دعوو ګـراف جګ شوی
دی ، ظلمونه او تجـاوز، مرګ ، ژوبـله ، چـور او دهشـت له انـدازی څـخه زیـات
دی . نو
وایــــی : نه خیر داسی نه ده !!
او
یو څـه داسی ځـــوابونه به درته و تراشی چه
په رڼــا ورځ به لمــر په دوو ګــو تو پټ
کـــړی او پــه زړه کښی به دننــه د یــو داسی نظــریی
د ښکاره کــوونکو او اصلاح غــو ښتونکــو د محــوه کیدو په د سیسو
غـــور کـــوی !!
که و وایـــی : دلته له یــوه خوا د تعلیم او تربی
په نوم خلک غو لول کیږی او له بلی خوا د
واقــعی پوهـی او پو هانــو په ضد
مجادله روانه ده .
وایــــی
: داسی راز افشا کول خطر لری !!
که و وایـــی : تشخیص ، انتصاب ، لیارښو دنه او
کنترول خطــا دی ؛ ملی اداره او تنظیم نشته ، ښه او
بـد ، دوست او دښمن مغشوش شـوی دی.
وایـــــی
: ستا په دی کښی حــق نشته ، خیـر خــیرت دی !!
که و وایـــی : دا قوانین خو دملت
د طبیعی رموزو سره موافقت نه لری ،ځنګلی بڼه یی زیاته ،
د وحشت ، نا معـقولیت او د ړونـد استبداد خواص پکښی ډیـــر دی .
وایــــی
: څه مو چه خوښه ده هغه کوو ، او تر څو چه مو دا کوتک او ډنده
په لاس کښی ده ، چلوو به یی !!
که و وایـــی : پـــو ښــتنه مــــړه ده .
وایـــــی : ښه ده چه مـړه ده
، او که نه مونږ به یی کارته نه و و پریښی !!
یعنی هغه کارته چه دوی یی د عمومی
تباهــی لپاره کــول غواړی ، ښه نو په داسی
شرایطو کښی چاره څه ده ؟ اوواقعی د وطن او وطنوالو
د ژوند د ښه کیدو عاشقان څه وکړی؟
چیری لاړشی د چا څخه مرسته و
غواړی؟
څــو مره انتـظار وباسی ؟ یـــو ډارن غـــږ کـــړ : چـوپ
! چـوپ !
بس
په چوپه خوله ، د عمومی تباهی او د مرګ
انتظار دی ؛ او ی ا د کوم غیبی ملی او عاطفوی قدرت په و سیلی
مثبت تحول او بدلون !
ما
و ویــل : نه نه مـه ډاریــږی ؛ زه به
په پـــوره جرآت خپل مسوولیت پورته
کــــوم او وایــــم :
هـله
خپل تاریخی مسوولیت ته پـام و کړی، او د ژو نـد د
رسالت په خوا متوجه شـي .
د هر پو ه وطنوال فریضه
ده چه نور نو په یـوازی بی عمله مترقی نومونو د تباه کوونکو عناصرو په دوکـــو ونه
غــو لیږی او د دی مخربی و ضعی د بدلـون لپاره ، په عمومی
عملی اقـــدام او قــیام پــیل و کـــړی .
سعید افغاني
د ۱۳۵۶ هجری شمسی کال ــ کابل
|