|
دسولي او تفاهم د لیارې مبلغ
دوکتور مولوی محمد سعید«
سعید افغانی»
وفات
سر
محقق عبدالله بختانی خدمتګار د خپل کتاب « دسولي او
تفاهم د لیارې مبلغ دوکتور مولوی محمد
سعید« سعید افغانی» » د « وفات » تر نامه ، داسي لیکلي دي :

د «
۱۳۶۳ » د
حوت په اوومه ، د « ۱۹۸۵ » د فبروری ۲۵ مه ، د افغانستان د طبی
عــلو مو اکادمی په روغتون کښی ، د
دوکتور مولوی محمد سعید « سعید افغانی » مهربان ، خواخوږي او تپاند زړه
ودرید . په سبايی په کابل کښی ، د جابر انصار علیه الرحمهّ
مزار تر څنګ دشهدای صالحین په هدیره کښی په در ناوی
خاورو ته و سپارل شو .
د
جنازی په مراسمو کښی د کابل د ښار علماءو ، روحانیونو، لیکوالو، استادانو ، شاګردانو، د اسلامی شئونو، د علمأو او روحانیونو دشورا ،
دعلومود اکادمی او دلیکوالو داتحادیی غړو ، د او په سلګونو دوستانو او علاقه
مندانو برخه اخستی وه .
او
د دی ستر ضایعه په مناسبت زمونږ دهیواد او
دوستو هیوادونو مذهبی او روحانی ټولنو ، د پښتو ،
دری او عربی ژبو د لیکوال ، مولف او خطیب ، دینی عالم او اجتماعی
شخصیت په مړینه د خواشینی او تسلیت پیغامونه استولی دی .
ضمنآ محترم سر محقق عبدالله بختانی خدمتګار د خپل
کتاب به یل کتاب کي چه « ویرنې » نومیږی،
په « ۲۸ » پاڼي کي داسي لیکلي دي :
دوکتور
مولوی محمد سعید سعید افغانی مشهور ستر دینې عالم ، معلم ، دپښتو ، دري او عربي
ژبو لیکوال او مولف او اجتماعی شخصیت ، زما ډیر نژدې او صمیمي دوست و .
د
تاریخ دغه قطعه یي ما لیکی ده او
ددکتور سعید افغانی د شناختی د مرمرو په ډبره کنیدل شوی
ده :
دوکتور سعید افغاني
په لــوستلو ، لــــو لـــــو لـــــو او لیکـــلـو
دپـو هنی د ډ یــو ی لانــــــدی کــــارونــه
فضــیلت او شـــرافــته سره تــــــیر شــول
په( دوکتورسعید افغانی ) دری شپیته کلونه
« دوکتور سعید افغانی » د ابجد په
حساب « ۱۹۲۲»
کیږی ، چه دا د هغه د زیژبدنې میلادي کال دی . هغه «
دری شپیته کلونه » ژوند تیر کړي دي چه
د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د ژوندانه له
کلونو سره برابر دی . چه پر « ۱۹۲۲ » باندی « ۶۳ » واچوو بیا نو « ۱۹۸۵ » تري جوړیږي او دایې د وفات میلادي کال
دی .
لیکونکی
: سر محقق عبدالله بختانی خدمتګار
کابل ـ د ۱۳۶۵ هجري شمسي کال ـ د حوت اومه
|