د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات هـدف ارگان اعـلاناتمرکزاستراتیژیکورزششخصیت های فرهنگی ارشیف کتباسلام   صفحه سعیدافغانیصفحه اصلی
پروفیسور عبدالله بختانی خدمتګار لیکونکې :  پروفیسور عبدالله  بختانې « خدمتگار »
 
                

                           سولې او تفاهــم د لیارې مبلغ                          
دوکتور محمد سعید « سعید افغاني »

دوکتور سعید افغاني زمونږ دهیواد  مشهور عالم، لیکوال ، مولف، استاد او اجتماعي  شخصیت وو ، چه تل یی  د سولې ، ترقې ، ورورې ، برابرې او تفاهم  لپاره مبارزه کوله . د دی نومیالي  پوه دروند  نوم هم  په وطن  کښې او هم  د نړی په نورو هیوادنو کښې  خپور او مشهور دې .

 

زیږیدنه ، کورني  او لومړنې زده کړې :

د لغمان د عمر زیو د خیر آباد په کلې کښې ، یو دیني عالم او مشهور مدرس  مولوی عبدالمجید « ساپی » ژوند کاوه  چه د خپل  وخت له مشهورو مدرسانو څخه و ،  او د ډیرو دیني  عالمانو استاد وو.

د دوی  په کاله کښی په « ۱۳۰۰ هجري شمسي » کال  یو ماشوم  وزیږید او « محمد سعید »  و نومل شو .

دی ماشوم د خپل وړوکتوب په دوره کښې  د خپل کلې  له ماشومانو سره د خیر آباد  په  خاوره خاپورې  کولې . پلاریې لوی مدرس او د تیګړو د ښار د جامع جومات خطیب او امام و .  دهغه وخت له رسم او رواج سره سم مدرسانو به ددیني علومو طالبانو ته درسونه  ویل .

د درسونو نصاب  معلوم و . د  تفسیر ، حدیث ، فقهي ، دحدیث اسول ، دفقهي  اصول ، صرف، نحو ،  بدیع ، بیان ، معانې ، تجوید ، منطق او فلسفې باندی شامل و . ځینو متبحرو عالمانو به د دغو ټولو موضوع  ګانو  کاوه ، ځینې به په یوه څانګه کښې مشغول وو چه د هغه  وخت  په اصطلاح  د هماغه  څانګې عالم  یا  ملا  بلل  کیده ، لکه  د  فقهي  ملا ، د  حدیث ، یا تفسیر یا  صرف ، یا نحو ، یا منطق ...  ملا  او داسې  نور .

د خط ، حساب او نظم « ادبیات » لپاره بیل درسونه وو  او استادان یی « ناظمان »  بلل  کیدل .

دوی  سره ، د دیني علمونو طالبانو ،  چه د هیواد  له ګوټ  ګوټ  نه راتلل  او د هغه کلي  او شا و خوا کلیو د خلکو په مرسته ، خیراتونو او صدقو ژوند کاوه . 

محمد سعید ، د خپل  پلار د  درس په  حلقه  کښي  خپلي  لومـړني  زده  کړي  وکړی .  د  دیني موضوع ګانو ، او د صرف ، نحو ، منطق او معانی مبادې یی  هلته  ولوستل او هملته  ښایسته  ښه  ملا  شو .

د عربی دارالعلوم  شاګرد :

وروسته بیا محمد سعید د کابل  د عربي دارالعلوم په پنځم ټولګې کښې « د شرح ملاجامي » او نورو کتابونو تر از موینې  وروسته  شامل او په « ۱۳۲۵ هـ  ش »   کال د دغي  مدرسي  له دولسم  ټولګي  نه فارغ  شو.

د کـار پیل :                                                                                             

کله چه د مولوی  محمد سعید  په سر ، د مولوي  توب  پکړی و تړل شوه ،  سمدستې  د  کابل د عربي  دارالعلوم د استاد په حیث وټاکل  شو . بیا د  ننګرهار  د نجم المدارس د  مدیر  « سر مدرس »  په حیث  مقرر  شو   .

 یوڅه موده د پوهني  د وزارت د مسلکی تدریساتو غړی  شو  چه  ددیني  مدرسو او نورو ښو ونځیو او لیسو ددیني درسي  مضمونونو په چارو بوخت و .  بیا بیرته  د  نجـم المدارس  مدیر  او وروسته  د حبیبیې  د  لیسې  ښوونکی شو .

لیکوال سعید افغاني :

دی لا د عربي دارالعلوم  شاګرد  و چه  قلم یی  په لاس واخست  او ورځپا ڼو او  جریدو ته یې  مقالې لیکې ، په دغه وخت کښی یی  ځانته « افغاني » تخلص ټا کلی و . په دی صورت نوم یی « سعید افغاني »  او د مدرسی تر فراغت وروسته « مولوی سعید افغاني »  شو . 

د دی وخت لیکنی د ده لو مړني  او د شاګردی  د وخت لیکني  دی چه  د اجتماعي ، اخلاقي او دیني  موضوع ګانو په باره کښې دي .

په نجم المدارس کښې ادب پالنه :

مولوی محمد سعید افغاني ، لس کاله د نجم المدارس  د مدرسی مدیریت کړی او د ننګرهار د اد بي  شاعرانه ويښ چاپیر یال د هډی په تاریخي  کلي  کښی او سیدلی دی ،  چیرته  چه د هیواد  د مشهور عـالم  مولانا نجم الدین اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار دی .

مولوی سعید افغاني  د مدرسی  شاګردان  لیکوالي ،  شعراو ادب  ته هم  تشویقول  او هغـوی  روزل .  د  د ه  په  توجه او پالنه به د ننګرهار د ورځپاڼي  او مجلــي  پاڼي د نجم المدارس  د شاګـــردانو او استادانو  په مقالو او شعـرونو  ډکیدلی . 

په دغه وخت  کښی مولوی سعید افغاني  د ( النجم ) په نامه ، د مدرسی لپاره ،  په  پښتو ژبه ، یوه  اوه  نیزه قلمي جریده  هم  چلوله  چه مسوؤلیت یی  د ده  په غاړه و .                    

د دی جریدی  لو مــړی  ګڼه  د(  ۱۳۳۷ هجري شمسي ) کال  د میزان په ۳۰ مه  خپره  شوی  ده  . دا  ګڼه  او ځیني  نوری ګڼی یی هم  دا اوس  زمونږ  په لاس کښی  دی او د قلمي  جریدو ډیر ه ښه  بیلګه ده .

په نجم المدارس کښی د مولوی سعید افغاني د مدیریت وخت هغو کلونو پوری ارتباط لری چه د ویښ زلمیانو ډله  خوره شوی وه ،مګر ؛ د هغو مرام لا د لیکوالی په ډګر کښی او د لیکوالو په ذهن او ضمیر  باندی نفوذ او تسلط درلود .                                                                 

د پښتنو  او بلو څو  ورونو  دملي آزادی د سرنوشت د ټاکلو  موضوع  د ورځې موضوع  وه .  د ننګرهار  په ادبي  چاپیریال ، د ننګرهار په  ورځپاڼه او مجله  کښی  او د  نجم المدارس  په  
مدرسه  کښی  د غو خبرو څرګند  ځای  درلود .

د مولوی سعید افغاني  په  برکت  په  نوموړی  مدرسه کښی  د لیکوالی کار ښه رونق  ومون ، به دغو وختونو کښی  زه هــم  د ننګرهار د مجلي  مدیر او د  ورخپاڼي  مرستیال وم  او په نجم المدارس کښی می  د ادب ، شاعری او لیکوالې  له انکشاف سره مرسته   کوله .

زما ښه په یاد دی چه  په ملایانو کښی چه  به چه خط زده  کاوه ، نو د ځینو طالبانو  او ملایانو له خوا به  د « مهمل » په نامه یا دیده او « دعلم طالب »  به نه بلل کیده .

د دغسی کسانو په  باب به تل  دو ویل : « ورک یی کــړه ، مهمل سړی دی ، خط  یادوی ... »  دا د پردو ، په نیر بیا د انګریزی  استعمار او امپر یالیزم دپټو  سازمانوو شفاهی زهر ښندلو ، بد تبلیغ او غلط پروپاګند تاثیر وچه زمونز مذهبي  دیني  عالمان به یی له خط او کتابت  او په دی وسیله ملی ادب او اولسی سیاست نه لیری ساتل . همدارنګه د خط او لیکوالی نه زده کول ، د دی سبب کیدل چه ددینی عالمانو فعالیت ، کار اومشغولیت  یوازی په تدریس ، موعظو او امامت  او کله لا په  دم او دعاء  چف او کف  منحصر شی .

د لیکنی او تالیف مهم  او اساسی علـمي  کار تری  پاته شي  او دیني  يو هنې  زیات  او منظم  پر مخ تګ  او انکشاف ونه کړی .

په دغسی  ټولنو او وختونو کښی د مولوی سعید افغاني  په شان خدمتونه سرته  رسولی  دی .  نو موړی  به  هڅه  کوله چه  د مدرسی د طالبانو تر مینځ  د  شعر او ادب کار او سرګرمی  زیاته  شې .  لیکني  وشی ، او  د مدرسی  په جریره او  دننګرهار  په مجله او ورڅپاڼه  کښی  خپري شی .  کنفرانسونه  جوړ شی ...

پخپله ده به هم د ننګرهار ورځپاني او مجلی ته  ډیري ښی  مقالې لیکلي . په  دغو مقالو  کښی « ننګرهارته یوه کتنه »  دیادولو وړ ده . بله مقاله یی د « لغمان » د تاریخي  پیښو او اوسني وضعی په باره کښی ده چې ماهم ور باندی تبصره  لیکلي  وه ،  همدا رنګه  د ننګرهار  ددیني عالمانو  د پيژندنې  په لړ کښی  د ده  یوه په  زړه پورې تحقیقي مقاله خپره شوی  ده . په دی مقاله کښې  دهغه وخت  د ننګرهار  د ولایت « اوسنی  ننګرهار ،  کونړ  او لغمان  ولایتونه »  دیني عالمان معرفی  شوی  دی .    

اخــلاق :                                                                                          

کله چه مولوی سعید افغاني د حبیبی د لیسی ښوونکی و . دلته یی هم د « اخلاق » په  نامه  د نوموړی  لیسی لپاره اوه  نیزه قلمی جریده لیکله . هغه به د « النجم » او « اخلاق » د جریدو زیاتره مضمونونه پخپله  لیکل او نوری لیکني به یی هم له نظره  تیریدلی .

که مونږ  د دغو  دواړو جریدو نومونو ته ځیر شوو ، نو له هغو نه هم دهغو د مسوؤل مدیر او موسس د نظر دقت څرګند یږی.  په « النجم » کښې  دهـدی اخوندزاده  صاحب مولانا نجم الدین  د نامه او شخصیت یاد  تازه  کیده  او په  « اخلاق »  کښې د کابل  ښار په چاپیریال  د لیسې د زده کوونکو ځوانانو اخلاقي  روزنې  او پالنې ته  د مولوی  صاحب  توجه او عنایت  ثابتیږې.

شعر او ادب :

دوکتور سعید افغاني  له شعر او ادب سره ډیره مینه او علاقه لرله . په نجم المدارس کښی یی  د شعر او ادب پاللو لپاره کار کړی دی .                                                                     

په ساده ، روانو ، عام فهمو او خوږو الفاظو یی لیکني کړی دی . دا د لیکني یو ښه معیار دی . لو ستونکی پری ښه پو هیږی او ډیره استفاده تری کوی .

نوموړی د ادبي نثر یو شمیر پارچی هم  لیکلي دی . په هغو کښی یی  اجتماعي  موضوع  ګاني د ادبي نثر په شکل په انتقادی لهجه ځای کړی دی . د نو موړی دغه ډول پآرچی ما د« هیواد » په ورځپاڼه  کښی خپری کړی دی .

د شعر په باره کښی به زه له ده سره خپل یو پخوانی صحبت رانقل کړم :

« .. مونز دغه خاطری یاد ولی  . د « شعر » خبره منځ  ته راغله ، مولوی  صاحب  موسکی  شو .  راته یی وویل : ستا دهغه وخت دیو غزل  کسر می تر اوسه یاد دی  چه تا ویلي  دی :

دمینی په جواری کښی بختانی نه یی زړه ویوړ

هستی چه یی  له ويش زلمي  ګټله دا ویده  وه

 

دا غزل زما ډیر خوښ  شوی او د هغه په  پیروی  ماهم یو شعر  ویلی دی ...  شعر زما  ډیر خوښیږی زه هم  له شعر ویلو سره علاقه لرم . په  خپله  می هم کله کله  اشعار ویلي دی ...»

دا د ډیرو کالو دمخه خبری او خاطری دی .

زه  نه پوهیزم  چه اوس  د ده هغه  شعر یا نور شعرونه  به  چیرته وی ؟ خو دومره پو هیږم  چه د ده په اجتماعي ، دیني او سیاسي لیکنو کښی ادبي  خوږ والی او فصاحت شته او دا د ده علاقه له ادب او معیاری ژبي  سره  ښیې .

د ژوند بله  مـرحله :

کله چه دوکتو سعید افغاني  په کال  « ۱۳۴۷هـ  ش»  د مصر نه  هیواد  ته راغی ،  نو  دلته د اصلي ، مصنوعي او تصنفي سیاسي  ډلو یو درب و . اخبارونه  چالیدل،  مظاهري او میتنګونه کیدل  زنده باد  او مرده باد ناری وهل کیدلي .. سلطنت  د ټولو څارنه  کوله .  هغه به یی  کوله چه او به  خړی او ماهیان و نیسي  یا اختلافات واچوی او حکومت وکړی . په پټه او ښکاره به یی د ارتجاع  ګروپونو ملاتړ کاوه .

دوکتور سعید افغاني دیو رسیدلي پاخه تعلیمیافته په حیث ، د روښان په نامه عالي دارالمعلمین کښی د تاریخ د استاد په توګه  مقرر شو . په دی وظیفه کښی یی و کولی شو و چه  د هیواد  په تاریخ  کښی خپله  مطالعه نور هم  پراخه او ژوره کړی .                                           

د شپږ سوو مخونو په شاو خوا کښی یی خپل  یادښتونه را ټول  کړی او « د افغانستان تاریخ »  په نامه چاپ ته تیار کړی دی .

د هیواد  په سیاسی  فعالیتونو  کښی له  غـور او مطالعی   وروسته ،   دوکتور سعید افغاني  د  کابل  پوهنتون  د استادانو او شاګردانو د دموکراتیک  هلو ځلو پر خوا  ودرید .  د همدی لامله  نومړی  یو ځل د کابل  پولی تخنیک د استادانو د استازی په ټوګه ، د کابل  پوهنتون د استاذانو  د اتحادیی  غړی  شو او  بل  ځل  د  دغی اتحادیی د عالی شورا په مرستیالی انتخاب شو او په میړانه به یی  د استاذانو او شاګردانو  او بالوسیله  د هیواد  د خلکو  د  دموکراتیک  حقونو او غوښتنو  دفاع  کوله .  

په  دی ډول  دوکتور سعید افغاني  په دی مرحله کښی هم  دیو عالم ، استاد او مولف  په  ټوګه  د  تدریس ، تالیف او لیکنو کار کاوه او هم د یوه با  درده  با احساسه  وطنپال  په ډول  د ملی دموکراتیک  نهضت په ګټه د پوهنتون په سیاسی او صنفی فعالیتونو کښی مثبت  رول لوباوه .

د سلطنت د سقوط نه وروسته د سردار محمد داود په جمهوریت په وقت  کښی ،  د دکتور سعید افغاني ،  په  ستره محکمه کښی په قضایی او علمی  چارو او مطالعاتو بوخت و .                

په همدی کلونو کښی ، دوهم ځل لپاره  د خدای کورته ولاړ . هغه د لومړی  ځل د حج  فریضه ، په هډی کښی د اوسیدو په وخت ،  په ځای کړی وه .

لیکنـي :                                                                                           

دوکتور مولوی سعید افغاني ، د خپلی لیکوالی په څلو یښت کلنه  دوره کښی ، په پښتو ، دری او عربي  ژبو ګڼ  شمیر مقالی لیکي دی ،  پخپله ده ،  دخپلو کتابو  شمیر « وه دیرش»  او مقالو شمیر له  « یونیم  زورونه »  زیات تخمین  کړی دی .  

دغه مقالي د هیواد په  خپرونو : ننګرهـار ، اصلاح ، انیس ، هـیواد او پامیر  په  ورځپاڼو ، ننګرهـار ، کابل ، عرفان ، پيام حق او قضا مجلو ،  د افغانستان او مصر په راډیو ګانو ، په مذهبي ، فلسفي ، اجتماعي ، سیاسي او تاریخي موضوع  ګانو باندی خپری  شوی دی .

وفـات :

د « ۱۳۶۳ »  د حوت  په اوومه ، د « ۱۹۸۵ » د فبروری  ۲۵ مه ،  د افغانستان  د  طبی عـلو مو اکــادمی   په  روغتون   کښی  ،  د  دوکتور  مـولوی  محمد سعید « سعید افغاني »  مهربان ، خواخوږي  او تپاند  زړه  ودرید . 

 په سبايی په  کابل کښی ،  د جابر انصار علیه الرحمهّ  مزار تر څنګ دشهدای صالحین  په  هدیره کښی په در ناوی  خاورو ته و سپارل شو .

د جنازی په مراسمو کښی  دولتی شخصیتونو ، د کابل  د ښار علماء و ، روحانیونو،  لیکوالو،  استادانو ، شاګردانو،  د اسلامی  شئونو،  د علمأو او روحانیونو  دشورا، د علومود اکادمی او دلیکوالو داتحادیی غړو، او په سلګونو دوستانو او علاقه مندانو برخه اخستی  وه .

او د دی ستر ضایعه په مناسبت زمونږ دهیواد او دوستو هیوادونو  مذهبی او روحانی  ټولنو ،  د پښتو ، دری  او عربی ژبو  د لیکوال ، مولف او خطیب ، دینی عالم  او اجتماعی شخصیت په مړینه د خواشینی  او تسلیت  پیغامونه  استولی  دی  .

 دوفات د تاریخ  قطعه :                                                                            

دغه قطعه ما لیکی ده  او د دوکتور سعید افغاني  د شناختی د مرمرو په ډبره کنیدل شوی ده :

په لــوستلو  ، لــــو لــو لــو  او لیکـــلـو ــ   د پـو هنــی  د  ډ یــو ی  لانــدی  کـــارونــه     فضــیلت  او شــرافــته  سره تـــیر شــول ــ   په( دوکتورسعید افغاني ) دری شپیته کلونه

« دوکتور سعید افغانی »  د ابجد په حساب « ۱۹۲۲»  کیږی ، چه دا د نوموړی د تولد  میلادي  کال  دی . هغه « دری  شپیته کلونه  »  ژوند تیر کړي  دي  چه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم  د ژوندانه له  کلونو  سره برابر دی . 

 چه پر « ۱۹۲۲ »  باندی « ۶۳ »  واچوو بیا نو  « ۱۹۸۵ » تري  جوړیږي  او دایې  د وفات  میلادي کال  دی .

لنډیـز :                                                                                               

په دوکتور سعید افغاني  باندی ، د هغه  د ژوندانه کلونه ، په  لوستلو ، تدریس کولو ، لیکلو ، تالیف ،  موعظو او خطابو  تیر شو ،  هغه به  دسولي ، امنیت ،  تفاهم ، دوستي ،  وروري ، برابري ، اجتماعي  عدالت او انساني کرامت لپاره په  دم ، قدم او قلم مبارزه کوله .

دی پسی و چه د هیواد ملایان ، د علم طالبان او نورو خلک د نوی  ژوندانه  په  مترقي  لارو چــارو پوه او منور ځوانان  او روښانفکره زلمیان د دیـن له  مبادیو  سره آشنا شي  او د ملی فرهنګ او دیني اخلاقو رعایت وکړی .

هغه یو ملي  ، مترقي ، مذهبي شخصیت و چه تل د خلکو او اولس د ضرورت غوښتنو د ملاتړ  په لیکو کښی دریدلي دی . په زلمیتوب کښی یی د ویښ زلمیانو له هدفونو څخه روحیه اخستی او دهغو ننګه یی کړی ده .  په سفر کښی یی  د خپل  هیواد  تاریخي  او فرهنګي  ویاړنی  نورو اولسونو ته معرفي  کړی دی .

د ژوندانه  د پو خوالې  په عمر یی  د هیواد د خلکو د ملی  دموکراتیک  غور زنګ  ملاتړ کړی دی او د دین  د حقیقتونو د ځرګندولو په  ذریعه یی  هغه  ارتجاعي   دسیسي افشا ء  او  شنډی کړی چه زمونږ د خلکو ، وطن او نهضت په ضد وی .

   
      د ژوند  د پای په کلونو کښی یی  د سراسری سولي او امنیت او ملي  روغي  جوړي  د تامین            لپاره یی  هڅه کوله ،  په هیــواد او نړی  کښی یی  سوله  او تفاهــم  غوښت او  کاریی   ورته          کاوه ...                                     
               
                      خدای  دی یی  وبخښي                           

            
عبدالله بختاني « خدمتګار »      
   
گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است