د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام   صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

 

د ســولی او تفـاهم د لیاری  مبلغ
دوکتور محمد سعید  «  سعید افغانی »
 

څیړندوی  عبدالله  بختانی  خدمتګار  زمونږ  د وطن  مشهور  لیکوال ، مولف او فرهنګی شخصیت  دی   چه  هغه  د دوکتور سعید افغانی  د لنډ  پیژندنه  په باره  کښي  ،  یو کتاب  چه «  د سولی  او تفاهم  د لیاري مبلغ  دوکتور سعید افغانی  )  نو میږی ، لیکې  دی .

د ا  کتاب  د علامه سعید افغانی د دوهم  تلین  په   یاړ،  په  کال ۱۳۶۵ هجری شمسی  کښی   په  کابل کښی  چاپ  ته رسیدلی   دی .   

 محترم بختانی  خدمتګار صاحب ؛ په دی  کتاب  کښی د علامه سعید افغانی لنډ  ژونـد  ته  په  مختلفو عرصو کښی   نظر اچولی  چه  عمده  مطالبې   په دی  ډول  دي  .

ــ زیږیدنه ،  کورنی او لومړی زده کړی  ــ   د عربی دارالعلوم شاګرد   ـــ د کار پیل  ـــ  لیکوال سعید افغانی    ــ   د ويښ زلمو په لار  ـــ  په نجم المدارس کښی  ادب پالنه  ـــ   اخلاق   ــ   زده کره ،  په مصر کښی کار او لیکنی ـــ  د ژونـد بلـه مرحله ـــ شعـر اوادب ــ  لیکنی ــ وفات   ــ  شخصیت  بزرګ عالم شهیر ــ مبــارزه صلح و زندګی ــ   د پرنسیب خاوند  ــ  د وفات د تاریخ قطعه ــ د وفـات د تاریخ  بله قطعه ـــ د غــم  شدید احساس ـ  لنډیزــ لیکوال په لیکنو کښی اوداسی  نور مطالب  ...  

د کتاب  په مقدمه  کښې  محترم  بختانی خدمتګار ، داسی  لیکي  دي : 

دوکتور سعید افغانی زمــونږ د هیــواد مشهور عـالم ، لیکوال ، مولف ، استاد او اجتماعي  شخصیت و چه تل یی   د سولی ، تــرقی ،  وروری ، برابری  او تفــاهم  لپـاره  مبارزه  کوله .

د دې  نومیالي  پوه دروند  نوم  هم په وطن کښې  او هم  د نړی په نورو هیوادونو  کښې  خپور او مشهور دی .

د ده د علمې او اجتماعې  شخصیت په درناوی ، د مړیني  د دوهم تلین په مــوقع  کښی  یې  لنډه  پیژندنه  وړاندې  کوو ،  په دې  هیله  چه  د فرصت  په  مساعدت ،  یو وخت  وکولې  شوو  چه مفصله بیوګرافی  یی  ولیکلې   شوو .

محترم  عبدالله  خدمتگار بختانی  په اتلسمه پاڼې کې  «  د ژوند بله مرحله »  داسی لیکلي دي :

 ( د هیواد  په سیاسی  فعالتونو  کښې  له  غور او مطالعی   وروسته ،  دوکتور سعید افغانی  د  کابل  پوهنتون  د استادانو او شاګردانو  د دموکراتیک  هلو ځلو  پر خوا  ودرید .   د  همدی  لامله  نومړی  یو ځل  د  کابل  پولی تخنیک د استادانو  د استازی په ټوګه ، د  کابل  پوهنتون  د استاذانو  د اتحادیی  غړی  شو او  بل  ځل  د  دغی اتحادیی د عالی شورا په مرستیالی  انتخاب شو او  په میړانه  به یی  د استاذانو او شاګردانو او بالوسیله  د هیواد  د خلکو د دموکراتیک حقونو او غوښتنو  دفاع  کوله .  

په  دې  ډول  دوکتور سعید افغانی  په  دی  مرحله  کښی  هم  دیو عالم ، استاد  او  مولف  په  ټوګه  د  تدریس ،  تالیف او لیکنو  کار کاوه او  هم  د یوه با   درده  با  احساسه  وطنپال  په  ډول  د ملي دموکراتیک  نهضت په ګټه  د پوهنتون په سیاسی او صنفی فعالیتونو کښی مثبت  رول لو باوه و... ) 

 

  د سولی مبارز

         




گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است