د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات هـدف ارگان اعـلاناتمرکزاستراتیژیکورزششخصیت های فرهنگی ارشیف کتباسلام   صفحه سعیدافغانیصفحه اصلی
مولوی غلام سرور منظور  

لیکونکي : مـولوی غلام  سرور  « منظور »

د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱  میلادی

      

 

ارواښاد مولانا سعید افغاني،او دهغه ټولنیزشخصیت !

                                                      

مرحوم مولانا  دوکتور سعید افغاني  څپل لو مړنی  زده کړی د خپل  پلار مرحوم  مولوی عبدالمجید  څخه چه  د لغمان  د ولایت په تیر ګړیو کې  او سیده  او هلته یی امامت او تدریس کاوه،  زده کړل .

دی په لو مړیو کلونو کې  د دیني  علومو طالب و چی  د کلی او ښار  د نورو طالبانو سره یی یو ځای «  تفسیر ، حدیث ، فقیه ، حدیث اصولو و ...  »   مطالعه او زده کړل .  بیا د عربی  دارالعلوم شاګرد  شو ، چی په «  ۱۳۲۵هـ ـ ش »  کال کې    د کابل  د عربی دارالعلوم   څخه فارغ شو ،  او سمدستی  په همدی  مدرسې  کښی  ، مدرس « استاد »  شو .

ډیر وخت لانه  و تیر شوی چی  د ننګرهار د ولایت ،   د نجم المدارس د مدرسی د مدیر په حیث مقرر شو .  ده  د ننګرهار  د ولایت په نجم المدارس کی هماغو مره  د قدر وړ کار نامی  پریښې  دی ،  چی نن سبا  پری  د مدرسې  زده کوونکی  لاڅه ؛   چې  د ننګرهار د ولایت  ټول  دینی عالمان او ټو لنیز شخصیتو نه یی  ستاینه  کوی .

ده خپلی  لو مړنی لیکنی  په اجتماعي ،  اخلاقي او دیني  موضوکانو  په باره کې   شروع  کړیدی . ده دویښ ځلمیانو د نهضت  غریتوب  په مستقیمه توګه حاصل  نکړه ،   مګر؛  د ویښ ځلمیانو د نهضت پلوی یی  به کلکه تعقیب  کړی  ده .                                                                                   

ده  د استبداد ، ظلم ، رشوت ، سود خوری ، بی عدالتي  ،   ورانکاري ، فسادونـو او نور و و مظالمو پر ضد یی  ټینګه  ملاټړی  وه ،  او مهمه دا چی  د ځوانانو په  مظاهرو او میتنګونو کی یی  ویــناوی کړیدی او مقالی یی  لیکلي  دی .

واقعیت  دا دی چې   د روحـــانیت پــه  مقام  کې   داسی  اشخاص لکه  د سعیدافغاني  ، په څـیر مـونز ډیر کم  پیژنو .  ځکه دې  هــم عــالم  و هــم روحاني  ؛   هــم مـلا و  او هــم خطیب  ؛  هـــم سیاست مـدارو او هـــم پخپله  لیاره کې  ریښتني ؛  هــم  په فلسفه کې  وارد و او هم  په الهیاتــو کې ؛  ده هـم  په دیني  علــوم  کې  لاس  درلـوده  او هــم  په  اجتماعي علـوموکي ؛  دې  هــم محقـق  وو  او هــم  ژورنالیست !

لنډه  دا چی  خپل  رول یی  د یوه واقعــي  افغان  او واقعـــي   مسلمان  په حیث  ټولنه کی   ولوباوه . په نړیواله سطه کی هم پیشقدم و . ده په بین المللی کنفرانسونو کی څو څو ځله ګډون  کړی  او خپلی علمي  مقالی یی  لوستلی  دی .

د مولانا ډاکتر سعید افغاني  « ۳۲»  ټوګه  کتابونه او رسالی د مختلفو  عنوانو لاندی  نشر ته  سپارل شویدی.  د دغه مرحوم څخه یو شمیر لیکني پاتی او نشر ته آماده پرتی دی ، او هیله  ده چی هغه هم یو پر بل پسی له چاپه  را ووزی .

څه شی چې  زما په نظر ډیر د یادوني  وړ دی هغه دا چی : مولانا صاحب د  کورني  او بهرني  سولی ته ډیر ه زیاته  توجه در لوده ،  ده د سولي  د ټینګښت په خاطر  ډیری زیاتی مقالي ، موعظي ، دیني مضامین ، کتابونه او رسالی  لیکلي  دی ،  چی هر یو یی  د ډیر زیات ارزښت  لرونکي  دی .

ډاکتر صاحب عالم  وو ،   او عالمان ور باندی  ډیر  سخت ګران  وه ،  او  عالمانو ته به یی  همیشه   داسې  خطاب  کاوه :  «  چی سوله تبلیغ  کړی ، ورور ګلوی تبلیغ  کړی ، د انسان  انسانی  کرامت  تبلیغ کړی ، فقر ، فلاکت ،  دربدری ، بی عدالتي ،  لوږه ،  بی کوري  او اجتماعي  مظالم  چې  اصلآ  د اسلام مبین دین یی په کلکه غند نه کوی،   د اسلام له  نظره و  څیړی او اضرار یی  ټولو  مسلمانو او زیارایستونکو  هیواد والو ته ،  روښانه کړی .»

دی پدی عقیده و چـې :  مــلا امام ، خطیب او نور دیني  او مــذهبي   مسوولین  د نورو هیواد والو په وړاندی  ډیر درانده  مسوولیتونه  لری ، را پیدا شوی  ستونزی باید  عالمان  او روحانیون  په مبتکر رانه  توګه تشریح  او توضیح  کړی .

که د  مولانا  مرحوم  سعید افغاني  ژوند  د کوچنیوالی  څخه تر مـرګه  پوری  و څیړل  شی ،  نو باور دی چی  کتابونه  به تری  ډک شی .                                                                                 

اما ؛  بیاهــم  هغه څه نه  وی  څیړل  شوی  چی  د ده  سره په  زړه کی  وو ...   مونږ  د ه ته  د لوی خدای « ج » په  در بارکی  د  مغفرت او بخښنی  دوعا  کوو .

   مــولوی غلام سرور « منظور »

 

گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است