د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی


                                                           

نازکمیر «  زهیر بلخی »

                                                                                                                
   

د اماني خپلواکي د دوه نویمې کلیزې 

په درنښت کې

 

درنو او ګرانو افغانانو !

په دې توګه تاسو هر یو کشراو مشر ته د افغانستان د استقلال د حصول د ۹۲ کلیزې په مناسبت خپل تاوده احساسات او مبارکي رسوم. په عین کې د هغې سترې ملي معرکې شهیدانو او غازیانو ته درود او سلام لېږم.

محترمو افغانانو!

د دې  لیکنې  سره  هغه یو ملي امانت  چې  د استقلال د محصل اعلیحضرت غازي امان الله خان  په اتلو ګوتو لیکل شوی فرمان په   «  ۱۲ جوزا ۱۳۰۶ هجری شمسی »  دۍ، تاسو درانه حضور ته مخ ته کوم. 

کله چې غازي اعلیحضرت امان الله خان پخه اراده وکړه، چې د غاصبو انګریزانو څخه  د خپل ټاټوبي   بشپړه آزادي تر لاسه کړي ، د ملت سره د مشورې  لپاره یې  د افغانستان  هر ګوډ ته   د فرمانونو په ذریعه د خپلې فیصلې په باب قومي مشرانو ته رجوع وکړه.

 د ملت مشرانو هم د خپل ځوان باچا دا هوډ نیک وباله او سم د لاسه یې د خپلې همکارﺉ اعلان وکړ. په دې معنی چې د هیواد میشته ټولو قومونو د خپل ملي اتل خدمت ته ملا وتړله.  

زما مشر نیکه  مرحوم شایسته میرصاحب چې د شمال د بلخ ولایت د لویو مالدارانو څخه وه.، خپل یو شمیر یوولس ډزي او پنځه ډزي ټوپک سره د مهماتو د امانی دولت په واک کې ورکړل. همدا راز یو شمیر جنګیالي یې هم د غزاء لپاره حاضر کړل.

امانی دولت وسله قبوله کړله  لیکن  جنګیالي یې د اشد ضرورت تر محال  پورې  معطل کړل . غازي اعلیحضرت امان الله خان د استقلال د  حصول څخه هغه قومي  مشران چې د غزاء پر محال یې وطن پالنه ښودلې وه همیشه نازول.

ګرانو هیواد والو!

زه په دې لیکنه کې  ستاسو پاملرنه  د غازي امان الله خان  د فرمان محتوا ته  ورجلبوم.،  چې  هغه غازي باچا په خپل ملت او د افغانستان په ترقي او آبادﺉ مین وه. د همدغه لوړ احساس په درلودو یې زما نیکه ته د پلامینې کابل څخه یو آس چې پخپله غازي اعلیحضرت د آس بیلګې په فرمان کې ورپه ګوته کړي، زما نیکه ته د سوغات په توګه او په ضمن کې د  دې آس  د نسل د ډېرولو لپاره ورلیږلۍ وه. زمونږ د کورنۍ سره نور هم خورا مهم تاریخي اسناد موجود ول، لیکن د جګړې د ناورین په پیل او دوام سره هغوی ضایع شول.  

لیکن دغه اماني فرمان ما قاصر  بنده  په خپلو اسنادو   کې پټ ساتلۍ   وه ،  چې اوس یې  خپلواکي پالوونکو افغانانو ته تقدیم  کوم.

ضرور ګڼم  په ګوته کړم.   چې هر  لوستونکۍ   د دې تاریخي  فرمان   په اطمینان  سره   دا حقیقت محسوسوي  چې غازي اعلیحضرت  امان الله خان   یو افغان  دوسته او لوړ ملي   شخصیت  او   د افغانستان د پرمختک یو لیونۍ مین کس وه...!!

زما په یاد دي  چې  د نوموړي آس  په نسل کې د غويي  د کودتا تر وقوع ۱۳۵۷ هجري کال پورې خورا با کیفیته ښکلي آسونه راووتل.  وروستۍ  اولاد د دې آس په کال ۱۳۵۹ هجری کال کله چې مونږ خپل پلارني وطن بلخ څخه مجبورا هجرت کاوه یو چا ته مو وربخشش کړ.

زما شهید پلار پخوانۍ ښاروال، ریس سلطان میر خان دا د اماني آس نسل ته پوره پاملرنه کوله. زما په یاد دي چې د غوایي د کودتا څخه پس یوه ورځ ما خپل مرحوم پلار ولید چې په هغه اماني آس یې لاس راکش کړ او ورته یې وویل:

د هغې  ورځې  لپاره مې چې  ساتلۍ   وې . هغه  ورځ ( جهاد )  دغه  ده راغله...؟!.

په درناوی
 

نازکمیر «  زهیر »

آسترلیا ـ  ۱۹ اګست ۲۰۱۱ میلادی ـ کال 


گرانـو وطنوالواو درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com


د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است