د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

د رفيع لله  « روشن » لیکنه
دنشر نیټه : ۲۶ـ ۵ ـ ۲۰۱۱ میلاد ی

                                                

 

دمورځانګړې دعا

سهاروختي مې موبايل وشرنګېد،ډېر بد تاثير يې راباندې وکړ،خوکله چې مې راپورته کړ، اونمبرمې پکې وليد چې دکور څخه وه، اول مې زړه ښه شو، خوژريې  بېرته  فيصله بدله کړه ،ومې ويل:خيرکړې خدايه !چې کومه پېښه نه وي شوې، زړه نازړه مې داوکې نټۍ کېکاږله په لړزاندولاسونومې  موبايل غوږته پورته کړ،چې له هغې طرفه راباندې اواز وشو،زويه اورې؟

مورجانه مې وه،سلام عليکم مورجانې دامې ورته وويل،هغې هم روغبړ راسره وکړزما دصحت په اړه يې وپوښتلم،له اطمنان ورکولووروسته ماهم دکورنۍ دټولوغړيودروغ ناروغ پوښتنه  ترې وکړه،ډاډيې راکړ چې ټول دخداى پاک په فضل او احسان سره روغ او جوړ دي، هغې وويل :

 زويه مصروف خونه وې،ما ورته وويل نه ،بېرته يې راغبرګه کړه چې که مصروف يې بل وخت درسره خبرې کوم،ډېر مې ياد شوى يې،ماورته وويل مورې ولې مې په دې خبروباندې ګنکار کوې،خداى دې هرهغه کار په اور اوسوځوي چې له تا اوستاله خبروښه وي.

خبرې وکړه راسره،هغې وويل:

کله کورته راځي؟ماوويل چې دقيق معلومات نشته،ويې ويل ښه سمه ده هسې نن مې ډېر زيات په زړه راوګرځېدې نو ځکه مې پوښتنه وکړه ،ماورته په ځواب کې وويل،بس نن تر لسوبجوپورې ځان کورته در رسوم،هېڅ تشويش مه کوه، بېرته يې راته وويل نه نه زويه خپلې چارې دې سمبالې کړه،ستاپه خبرو مې دليدوتنده ماته شوه،

ما ورته وويل :  ښه سمه ده ، مورې دعاوې راته  کوه ګوره چې هېر مې نه کړې له دعاوو نه، هغې راته وويل :  چې زه خوتل درته دعاوې کوم،د ټولومسلمانانولپاره دخداى په دربارکې ددعالاسونه لپه کوم او دهر مسلمان لپاره ترې دخير غوښتنه کوم او داچې ته وايي چې له دعاوو مې هېرنه کړې،نو نن درته يوه ځانګړې دعاکوم.

مور مې دموبايل له لارې راته داسې دعاوې وکړې:دکامل ايمان خاوند شې،خداى دې تل دهمزولوپه سرکې لره،په هره ازموينه کې بريالى شې،هېواد او هېواد والو ته دخدمت مصدر وګرځې،ديتيم پرسردلاس کشولواوهغه ته دخوښۍ ورکولواحساس درکې پياوړى شه،دمظلوم مدافع اودظالم په مخ کې سپرشې،دپرېوتي شخص لاس نيوونکى شې،دړانده دلاس امسا شې، دهر رنځور لپاره دهغه په پوښتنې کولوسره يې د دردونو درمل اودپرهرونو مرحم شې،دعلم اوپوهې بل مشال وګرځې،دجهل اوتېرو لمنځه وړونکى شې .

خداى درنه دتل لپاره خوشحاله اوسه،ددين او اسلام خادم درنه جوړشه،دقرآن حافظ شې،خپل مظلوم هېواد او هېوادوالو ته دتل لپاره يوه دسولې خوږه او له مينې ډکه نعره وګرځې،اوتل دې دا کليمه په ژبه ګويانه اوسه چې لااله الله محمدرسول الله.

نن مې مور دومره دعاوې راته وکړې چې زما په خوله يې يوه طولاني خندا خوره کړه،ماته يې هرڅه راکړه،هغې زما ډار اوترس له منځه يوړل،هغې ماته داسې يوه وسله راکړه چې ددنياهېڅ طاقت اوځواک پرې نه شي غالب کېداى.

خدايه!  زما دمورجانې دغه دعادهرې مور په خوله راوله چې خپلو اولادونو ته يې په بار باروکړي، خدايه!  ته يې دهرمسلمان په حق کې قبولې کړي،

خدايه!  زما مور  دنړۍ له ټولو مسلمانو ميندوسره  دتل لپاره خوشحاله لره اوخدايه!  زماپه شمول  ټولو اولادونوته ددې توان اوهمت ورکړه، چې دمورپه  خوشحاله ساتلوکې تربل هرڅه زيات کوښښ  وکړي اودهغې درحمت له سيوري لرې او محروم نه شي،ترڅوچې دهغې په خفګان اوزړه بدوالي سره تا(ج)له  ځانه ناراضه  کړي.

آمين ثم آمين 

رفيع لله  « روشن »



                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد

said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com
                                                            

                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است