|
د آزادی پیاوړی مجاهـد
مـولانـا عبدالمجید
خــدای بخښلی غازی
عبدالمجید « رحمهّ الله علیه
» د مــلا سید امــیر زوی زمونږ دهیواد یو دینی عـالم ، مشهو رمدرس
، د اس تقلال پــیاوړی مجاهــد او د تصوف « قــادریه طریقی
» مشایخـوؤ څــخه وه .
مولوی صاحب ! د وطــن د
آبادی او
آزادی له پاره ئی نه هیرونکی خدمتونه کړی او
هـــم د هــغه د « پوهــه ، میـړانی ،
تقــــوی ، پرهـــیزګاری ، اخـــلاص او محبت
» فیض او برکت څــخه ، په سلګونو د هــغه «
مــریدانو . مخلصانو ، شاګــردانو او دوستانو »
برخمــن شوی دی
عــلامه محمد سعید «
سعید افغانی » چی
د غازی عبدالمجید مشر زوی دی ، د خپل کتاب
کښی چه « زما ژونـــد » نومیږی
او د «حــق د لاری » کلتوری ټولنی لخوا په جـرمنی کښی
خپور شوی دی ، داسی لیکلــی :
(
زما مرحوم پلار مولوی عبدالمجید د مـــلا سید امیر زوی ،
په قام صافی ، د لغمان د ولایت د عمرزیو په قریی او
دخیرآباد په کلی کښی اوسیده ، او دی د خپل پلار څخه چه
د وخت تکـړه او مشهور عالم وه ، یــوی ځـوی
صغیر پاتـی شوی دی .
زما مرحوم پلار پس له
دی
چه ابــتدائی زده کــړی له مختلفوؤ
مشهورؤ روحــانیونه تکمیل او ښایسته ښه مـلا شو ،
بیا د عـــالی زده کــړو د پــاره پیښور «
پاکستان » تـــه ولاړ او هــلته ئی د « معانیو
، لوی منطق ، حکمت ، تفاسیر ، احادیثو ، فقهی ، اصــول ، ریاضی ،
تجــوید او نـور علــوم » د ښو پیـــاوړو
استادانــو څخه و لـوستل او د « مـولـوی »
درجـه او پکــړئی د علــماؤ په رسمی غـونډی کښی
ترلاسه کـــړه ، او وطــن بیرته راستون
شو .
زما
پــلار
د وطــن د استقلال او آزادی په جهاد کښي پـوره
موثره بر خه در لـــوده او دخپلـو قومی ځــوانانو ،
مشرانــو ، شاګردانــو او پیرانو سره د انګلیسانو په
مقابل کښی د مشرقی سیمه کښی په خصوص
« ډکی ، تورخم ، او ناقی » په سیمو کښی پوره
میړانی جنګید لـــی دی .
زما
پلار
د ملای لنګ د شورش په وخت کښی ، هــغه وخت
چی ده د امیر امان الله په ضد شورش جوړولو او په پغمان
کښی جرګه جوړه شوه ، دی دخپل قام او دلغمان د ولایت
د علماؤ او خلکو په وکالت رسمی و کیل انتخاب شو او
دهغه وخت په لویه جرګه کښی فعاله
برخـــه واخیسته .
و
روسته له دی چی جرګـی ختمه شوه ،
د امان الله خان دولت زښت زیاد کوښښ وکړ
ترڅو دی په دولت کښی رسمی ډنډه قبول کړی
، امــا په ډیر معزرتونو ورڅخه ئی ځان خــلاص
کړه ، حتی دی ته په خاص ډول د
قضا په عـرصه کښی هــم څـو څــو واری د رسمی کار
کولو دعوت وشو ، مګـر ده رسمی ډنــډه په
دولت کښی قبوله نکړه او د خپل په
اسلامی او ملی ډول د خدمت کولـو په کار ؛ ډیـــر
خــوښ ؤ .
زما
پلار
ته مرحوم نادر خان غازی او مـرحوم محمد هاشم
خان هم پوره احترام او اخلاص درلــود ، حتی د
دی د رحلت څخه وروسته محمد هاشم خان زمونږ سره
دپــلار ښه نــوم او شهرت په وجهی زیاته مینه
کـــوله .
زمــا
پلار په ټــولو مروجو علــومو کښی تدریس
کولـو ، خو په منطق او حکمت کښی ئی زیات شهرت در لوده ، خو د عمر په
آخـر و مرحلو کښی د ده تصوف جذبه زیاته شوه ، نوئی د « تفسیر ،حدیث ،
فقهی ، او د تصوف د علومو » مطالعه زیاته کوله همدا وجه
وه چی دی ته د تګاب مشهور متصوف « اخندزاده صاحب » د
« قــادری » طـریقه وکــړه ، دی د دی طــریقی په
ټولــو اذکارو او ادوارو کښی د ما ذونــی مرتبی ته
رسیدلی ؤ ، او د زیاتــو مریدانـو او مخلصانو خـاوند
هـــم ؤ .
څنګه
چی
ده ښه علم ، تصوف او تقوی در لوده نو خلکو دی مجبور کړ
چی د لغمان د ترګړو مشهور او لـــوی مسجد د خطابت
وظــیفه هم په غاړه واخلی ، په دی مسجد کښی ده زیات عمرد جمعی
په ورځ موثری خطابی ایراد کړی او د ده
شهرت د شاګردانـو او مریدانـو دلیاری په ټول لغمان
او ننګرهار بلکه په ټول افغانستان کی زښت
زیات شو او له بلی خوا ، ډ یر ښه واعظ او مبلغ ؤ ، ډیـر
ښه آواز ، ښه سپیځلی ګیره او څیره ئی در لـوده
او د ښه اخلاص او ګذاری خــاوند ؤ ؛ نو همدا
وجه وه چی هره ورځ له هری خـوا ورباندی د
علمی او روحی استفاده لپاره هجـوم ؤ ،
او د ده په دیـــره او حجره کښی لنګر چلیده
چی تر اوسه پوری په ټــول مشرقی ، په
خصوص د لغمان ولایت کښی زیات خلک د ده
« علمی بحثونه ، مــوعـظی ، خطابی ، روحی ژونــد ، تقــوی ،
پرهیزګاری ، میړانګی، اخلاص او محبت »
معقولی او نمونی روایتوی . )
غــازی
عبدالمجید
په کـال « ۱۳۲۰ هجری شمسی
» چه د شپیتو کلونو په شاو خوا کښی عمر در لــوده ،
د ژمی په موسم کښی ناجوړ شو او دیو څو ورځو له
مریضی څخه وروسته ، مهـربان زړه ئی ودرید او
په سبائی د هغــه جنــازه په ډ یــراعــزاز د هـغه د سلګونو «
مـریدانو ، مخلصانو ، شاګـردانو او دوستانو » له خـــواه
پــورته شوه او د لغمان د ولایـت ، د عمـرزیــو د خیــرآباد
په هــدیره کښی ، په پوره درنــاوی خـا وروته
و سپارل شو .
روح
دی
ښـــاد وی
د
« حــق لاری » کلتوری ټــولنه له خوا
|