|
د سید همایون « اولسې »
لیکنې
د نشر نیټه : ۱۴ ـ۲ ـ ۲۰۱۱ میلادی
ژوند څه لپاره
ځینې غواړي د دي لپاره ژوند وکړې چي وخت په هوا
او هوس تیر کړي .
خو زه ! ژوند د دي لپاره غواړم چي لږ په ژړا کښینوم او د ډیرو اوښکې پاکې کړم ،
چي دا ؛ زما آرزو ده .
د روزې تشویش
ځینو سره د روزې تشویش وې !!!
حال داچي ټول مخلوقات ته روزې خداې ورکوې .
مثلآ ماشوم چي د مور حرم کي وی ، د هاغه پیدایښت
څخه پخوا دهاغه روزی دنیا ته راغلې وی یعنی د مور تیو کي یې پی پیدا کیږې .
خدای پاک یو ماشوم ته ځکه له آسمانه روزې لیږی
چي هغه د کار توان نلری.
خو کله چي توان پیدا کړه ، بیا د روزې په حصول کي مکلف دې.
ځکه د ژوند
معنی حرکت دې !!!
سید همایون « اولسي »
|