د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام   صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی


احمد نواز « بنګش »

د نشر نیټه : ۱۱ اپریل ۲۰۱۲ م

 

 

 بی حوصلګي

 

بس ده  نور د غمونو حوصله نشته

د هجر تور ماښامونو حوصله  نشته

ستا جفا د لاسه ټول زخمي زخمي یم

مینه کی نور د زخمونو حوصله نشته

سترګې می هم جوابی شوی په ژړا ژړا

اوښکو تویولو او ویرونو حوصله نشته

زړه می ټوټې ټوټې پکې  ساه نشته

نور کتل د ماتو زړونو حوصله نشته

للمی پټی  لکه  می زړه  و یجاړ دی

داسی ریژل د سرو ګلونو حوصله نشته

خدایه ستړی شوم په  ژړا او فریاد

د زړه سوی ماتمونو حوصله  نشته

سمه لاره د مینې راته  کږه کړه خلکو

میراتې دی دنیا رسمونو حوصله نشته

سور انګار کی  سوځم ستا  د مینې  په  اور

زړه می پوخ شوو نور اورونو حوصله نشته

ستا په مینه کی د لاسه می هر څه ورکړل

احمده چپ شا نور فریادونو حوصله نشته

احمد نواز« بنګش »
 

 

گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است