د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات هـدف ارگان اعـلاناتمرکزاستراتیژیکورزششخصیت های فرهنگی ارشیف کتباسلام   صفحه سعیدافغانیصفحه اصلی
                               استاد سرفراز مومند

لیکونکي :   پوهنمل سرفراز «  مومند »

 
 

د  استاد سعید افغانی  څخه  یوه  خاطره

د فبروری ۲۵ نیټه د استاد سعید افغانی د وفات پنځه  وشتمه  کلیزه ده ،  دا شخصیت چی د ژوند  ډیر برخه يی  د علم او معرفت  په دایره کی  تیره کړیده  ؛   کله زده کونکی او  کله  ښونکی ؤ  . تحصیلات يی  په عربی دارالعلوم او د مصر په جامع الازهر کیی « د فلسفی او الاهیاتو » څانګه کی کړیدی ،  بو اجتماعی ،  خیر خواه او مهربان  شخصیت ؤ.

سعید افغانی  د خپل وخت په  سیاسی  ګوندونوکی غړیتوب  ندرلود ،   خو د وطن   د مصالحو سره  بیطرفه نه ،  د وطن او خلکو د پاره يی  شخصی هلی ځلی کولی  ،   زحمتکش ، با تحمله او  د حق ملګری استاد ؤ  ، چی  د نوموړی د اثارو څخه تر اوسه پوری وطنوال استفاده کوی.

زه غواړم د دغه منلی استاد د صنقی مبارزاتو  په لړ کی  یوه په زړه  پوری خاطره پدی څو کرښو کی  ګرانو لو ستونکو  ته وړاندی کړم .   زه پدی  لنډ لیکنه کی  نه غواړم  د استادانو د اتحادیی په باره کی ډیر څه ولیکم بلکه غواړم  د استاد سعید افغانی  مدبرانه  نقش  او شخصیت  په باره   چی  په خپل  وخت کی  د استادانو  په  اتحادیه کی  لو بولی ؤ ،   تقدیم کړم .

په د غه  وخت کی  د افغانستان  د پوهنتونونو قانون  خپور شوی  ؤ ،   چی  د محصلینو  او استادانو د جدی غبر ګون سره مخامخ شو .  په ۱۳۵۰ کال کی د محصلینو اتحادیه جوړ شوی وه ، ویل کیدل چی نومړی  قانون  غیر دیموکراتیک  دی ،   د استادانو  او محصلینو حقوق  پکی  پوره  په  نظر کی ندی  نیول  شوی  نو د استادانو  د اتحادیی  جوړیدل  په  همدغه   وخت کی   یو مبرم  ضرورت  ګڼل کیده  تر څوچی  د محصلینو د  اتحادیی  په  څنګ کی د استادانو  اتحادیه هم  جوړه شی  او د استادانو  د دیموکراتیکو  او صنفی  غوښتنو د پاره  مبارزه  وکړی .

پدغه  وخت کی  کابل  پوهنتون  د سیاسی مبارزاتو  ډګر ؤ ،  د ټولو  سیاسی  جریانونو نمایندګان  په پوهنتون کی محسوس  ؤ ،  د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند دوه برخی « خلق او پرچم » ، د ماېوستانو ګوند « شعله جاوید » ،  فغان ملت ،  صدای عوام  او جوانان  مسلمان  فعالیت   درلود . هر ګوند  به په مختلفو مواردوکی ځانګړی غونډی او تظاهرات  تنظیمول  خو په تاسف د دغه ډلو اکثر انرژی د یو بل  په  تخریب  مصرف  کیده  او  پدغه  اساس  همیشه  صنفی  هدفونه  د سیاسی   مرضونو قربانی  کیدل ،  دوخت   دولت  په  د  دی  تضادونو  څخه استفاده  کوله  او  صنفی  مبارزو  به  مطلوبه نتیجه  نه   ورکوله .

ښه می  په یاد دی  چی دغه  وضع   د استادانو د اتحادیی  په  جوړولوکی  هم مسلطه وه  ، هری ډلی غوښتل  چی اتحادیی ته یی  غړی انتخاب شی  چی  د  ضرورت  په وخت کی  دغه  صنفی اتحادیه  د خپل سیاسی غرضونو د پاره استعماله  کړی .

جلسی روانی وې ، تضادونه عمیق کیدل او بالاخره یوه  جلسه دومره هیجانی شوه چی نژدی وه  چی د استادانو اتحادیه  چی  د استادانو د  صنفی ګټو یوا ځنی  ر ښتنی  مدافع  وه  جوړه  نشی  او غونډه ړنګه شی  او دغه کلاس  حق او دیموکراتیک   غوښتنه په ځای  پاتی شی .

درست  په  دغه  لحظه کی   استاد سعید افغانی  چی  د  پولیتخنیک  د  بی طرفه  استادانو  څخه  ؤ   او د  پو هنتون  اکثر ه استادانو کی  د ټاکلی احترام  څخه بر خورداره ؤ ، یوه  ثابته بیانه ایراده کړه ،استادان یی اتحاد او اتفاق  ته را وبلل ، صنفی  هدفونه او  سیاسی  هدفونه یی   لنډ  توصیح  کړل ،  هیله یی  وکړه  چی  صنفی  غوښتنی  د سیاسی غوښتنو  څخه  بیلی  کړی  ،  استادان يی   په  ډیر ارام او متانت سره  دغه  عظیم  مسوولیت   ته متوجه  کړل  چی  که  دا اتحادیه  جوړه نشی  نو  یوه  نه بخښونکی تاریخی  اشتباه  به مو کړی  وی او راتلونکی  به په  مونږ لعنت  وایی ..     

پر لپسی چکچکو  د غونډی سکوت مات کړ ، دغه  بیانیی  په ټولو استادانو  ښه تاثیر  و کړ ، جلسی  دوام  وکړ او په نتیجه کی  په یو ټا کلی  پروګرام  د اتحادیی انتخابات  وشول ،  اتحادیه  جوړه  شو ، چی  دارلانشایی  پدی ډول  و ټاکل  شوه .

۱ـ  استاد فضل الربی  پژواک  د اتحادیی د ریس په تو ګه                                                       

 ۲ــ استاد  سعید افغانی   د اتحادیی د  معاون په تو ګه .                                                       

۳ــ  سرفراز مومند  د اتحادیی د  منشی  په تو ګه .                                                              

۴ــ داکتر پشتونیار « د ننګرهار پو هنتون څخه» د اتحادیی د منشی په تو ګه .                                                                                                                                                             د دی نه  وروسته  زما د  نوموړی سره  د استادانو  د اتحادی  په اساس روابط  پیدا شول ، ډیر وخت به مو د اتحادی  په باره کی او د استادانو  د صنفی  غوښتونو په  ارتباط  خبری  کولی  ،  ما  د هغه  د خبرونه  استفاده  کوله  او زیات احترام   می ورته  پیدا شو .                                            روح دی  ښاد  وی.

                                                    سرفراز مومند                                                   

                                                              د ادبیاتو  پو هنځی   پخوانی  استاد                                                              د فبروری میاشت ، د  ۲۰۱۰ میلادی کال  ــ  هالند

 

گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است