د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایر نشرات  هدف ارگان
ورزش مرکز استراتیژیک شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعید افغانی صفحه اصلی


پروفیسور عبدالله جان بختاني خدمتګار بابا


 

د مینې په جواري  کښي بختاني  نه يي  زړه  ویوړ
هستي   چه يي له  وبښ زلمي   ګټله  دا  ویده  وه
 

د مولوی  محمد سعید  « سعید افغانی »  لینکه 

د ۱۳۲۵ هجری شمسي ـ کال ــ  ننګرهار

 

استاد بختاني  خدمتګار صاحب ؛ زمونږ د هیـواد   اود سیمي مشهور نومیالي عالم ، لیکوال  ،  تکړه څیړونکي  ،  منلی  شاعر  او اجتماعې  شخصیت  دۍ  چه د ویښ  زلمیانو  د  حرکت  سره سم  چه  په کال « ۱۳۲۵ هجري شمسي د دلو په ۲۵ مه »  په ننګرهار کښي  جوړه  شوه ، تر اوسه  پوري  د  سولې ، تــرقې ،  ورورې  او برابرې  لپـاره  اخلاصمندانه  مبارزه  کوي

استاد  بختاني خدمتګار صاحب  د ملا آقا جان طبیب زوی دی، د ۱۳۴۳  هجری قمری  د لوی  اختر د میاشتې په نهمه « عرفه »  د  ۱۳۰۴ هجری شمسی  کال د سرطان په لسمه د چهار ښنبې د ورڅې د څاښت په مهال  د ننګرهار ولایت د سره  رود  په چهار باغ صفا کښې زیږیدلی  او نژدې تر شل  کلني پورۍ هلته او سیدلی دۍ، ددي مودې په ترڅ کښې یې پلار هلته طبابت کاوه . موریې د چهار باغ صفا او پلاریې د سره رود د بختان کلي دۍ.  اوس د کابل ښار د خیرخاني په دریمه برخه کښې اوسي  .

 

استاد بختانی خدمتګار صاحب  خپلې لومړنۍ  زده کړې په خپل کور کې  له خپل  مور او  پلار نه  پيل کړي او بيا د نورو استادانو څخه يې  پر  مخ بیولۍ دې .

عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحو، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق یې د ننګرهار او کابل په اولسي خصوصي  مدرسو کښي ، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د  « مولوي » درجې ته رسيدلى دى.

فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه یې  د  هغه وخت د اولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي.

تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې  « د بکلوريا په معيار »  په شخصي توګه مطالعه کړي ده . په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست او سيکالوژئ کښې يې  پراخه مطالعه کړې ده .

 

یادونه :  د محترم استاد پروفیسور  عبداله بختانی خدمتګار  مکمل  ژوند  لیک ، ډیر ژر  

په همدی  نشراتی  ارګان   کښی  نشر ته  سپاړل  کیږی

د  محفل یاران  چه  ټول وي  او زه  نه یم

د کاغذ تصویر ته  ګورۍ  و او ما  یاد کړۍ

خدمتګار  

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد

said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com
                                                            

                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است