په نجــم المدارس کښی ادب پالنه
پروفیسور عبدالله بختانی خدمتګار
زمونږ د هیـواد اود سیمي مشهور نومیالي عالم ، لیکوال ، تکړه څیړونکي ، منلی شاعر او
اجتماعې شخصیت دۍ چه په
خپل کتاب ( د سولی او تفاهم د لیاري مبلغ دوکتور سعید
افغانی ) کښې داسی
لیکلی :
مولوی محمد سعید افغانی ، لس کاله د نجم المدارس د مدرسی مدیریت کړی
او د ننګرهار د اد بی شاعرانه ويښ چاپیر یال د هډی په تاریخی کلــی کښی
او سیدلی دی ، چیرته چه د هیواد د مشهور عالم مولانا نجم
الدین اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار دی .
مولوی سعید افغانی د مدرسی شاګردان لیکوالی
، شعر او ادب ته هم تشویقول او هغـــوی روزل . د د ه په
توجه او پالنه به د ننګرهار د ورځپاڼی او مجلــی پاڼی د
نجم المدارس د شاګـــردانو او استادانو په مقالو او شعرونو ډکیدلی .
په دغه وخت کښی مولوی سعید افغانی د ( النجم
) په نامه ، د مدرسی لپاره ، په پښتو ژبه ، یوه اوه
نیزه قلمی جریده هم چلوله چه مسولیت یی د ده په غاړه
و
.
د دی جریدی لو مړی ګڼه
د( ۱۳۳۷ هجری شمسی ) کال د میزان په ۳۰ مه خپره شوی ده . دا
ګڼه او ځینی نوری ګڼی یی هم دا اوس زمونږ په لاس کښی دی
او د قلمی جریدو ډیر ه ښه بیلګه ده .
|