د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ، علمي ، فرهنګي  او نشراتي  ارګان  ته  ښه  راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات  مرکز مطالعات استراتیژیک اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

روژه  د  خدای  میاشت

 

مؤلف:   مفتي احمد (فرزان)

 

دسريزي په دود

 

ليس البران تولوا وجوهكم قبل المشرق و المغرب ولكن البرمن آمن بالله واليوم الاخروالملائكة والكتاب والنبيين واتي المال علي حبه ذوي القربي واليتامي والمساكين وابن السبيل والسائلين وفي الرقاب واقام الصلاة واتي الزكاة والموفون بعهدهم اذا عاهدوا والصابرين في الباساء والضراء وحين الباس اولئك الذين صدقوا واولئك هم المتقون .  صدق الله

وقال رسوله:

ليس الايمان بالتمني ولابالتحلي ، ولكن هوماوقرفي القلب وصدقه العمل .

صدق رسول الله

ايمان ، اسلام اوعبادت دري هغه كليمي دي چې دمحمدي دين د زړه او مغذ ويندويي كوي، دا دري واړه كليمي د مفهوم اومصداق له مخي سره تړلي او پييلي دي په دي معني چې ديوه هغه مفهوم دبل هغه دوجود پرته نه بشپړيږي.

ايمان ، دزړه باورته وايي ، اعتقاد ، تصديق او اندروني اعتماد ايمان بلل كيږي ، او باطن ته دظاهرتسليمول او له  اندروني باورسره دظاهر عيارول بيا اسلام دى .

په زړه دننه باور له ظاهر، ظاهري كړو وړو او خارجي اثارو په وجود راځي او ظاهري جوړښت بيا له اندروني احساس څخه سرچينه اخلي.

لوي خداي دايمان اواسلام مفهومي بيلوالي خو استلزام ته په دي ټكوكي اشاره كړي :

(قالوا امنا، قل قولوا اسلمنا ولم تؤمن قلوبكم)

دوي (منافقين) وايي ، ايمان موراوړي، ورته ووايه ، داسي وواياست ، اسلام موراوړي ، اوايمان مولاتراوسه زړونوته نه دى ننوتلى.

منافقينو ظواهر بواطنوته نه وه تسليم كړي ، خپل ځانونه يي د خپلواندروني باورنو پربنسټ نه وه جوړ كړي ، كه څه هم چې په ښكاره يي ځانونه اصلاح كړي وه خو له باطن سره دنه توافق له امله د دوزخ ترټولو كښته پوړ ددوي په برخه سوى .

:( ان المنافقين في الدرك الاسفل من النار)

منافقين داور په ترټولوكښته پوړ كي دي.

عبادت بيا له خپل بادار سره دبندګانو تل پاتي پيوند ته وايي ، چې هم له اندروني باور سره تړلى دى اوهم دظاهري جوړښت اوسمبالښت سره .

له خدايه سره مينه ، هغه ته په خپل ټول قوت دماتي احساس ، هغه ځانته ترټولو نيژدي بلل ، هميشه يي دقدرت حسول او پرزړه يي له ميني سره جوخت د بيشميره لوريينو يادساتل دعبادت مفوهم جوړوي.

دجبرئيل حديث چې صحيحينو ، بخاري اومسلم دواړويي روايت كړي دپورته درويوواړو كليمو دمفاهيمو ښه بيان كوي :

( عن عمرابن الخطاب (رض) قال : نحن مع رسول الله صلي الله عليه وسلم ، اذ طلع علينا رجل ، شديد بياض الثياب ، شديد سواد الشعر، لايري عليه اثرالسفرولايعرفه منا احد ، حتي جلس الي النبي صلي الله عليه وسلم ، فاسند ركبتيه الي ركبتيه ووضع كفيه علي فخذيه ، فقال : يامحمد! اخبرني ......)

حضرت عمر رضي الله عنه وايي: موږ له پيغمبرصلي الله عليه وسلم سره ناست و، يوسړى چې تك سپين كالي يي اغوستي وه اوتك تور وريښتان يي وه ، دسفر نښه ورباندي نه وه خو په موږ كي هيڅ چاهم نه پيژانده ، راغلي اوپيغمبرصلي الله عليه وسلم ته مخامخ كښينستى ، خپل ځنګنونه يي دهغه (ص) ځنګنونوته تكيه كړه اولاسونه يي پرورنونو كښيښول ، ويي ويل : اي محمده !

له ايمان څخه مي خبركړه !

پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل: چې په خداي ، ملكو، كتابونو ، رسولانو، داخرت پرورځي او پردي چي خيراوشر دالله پاك له لوري دي باوروكړي ، ايمان بلل كي:ي .

سړي ، وويل : ريښتيا دي وويل .

عمروايي موږ حيران سو چي داڅنګه هم ورڅخه پوښتنه كوي اوهم وايي ريښتيا دي وويل .

هغه بله پوښتنه وكړه .

اسلام څه ته وايي !

پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل :

داچي دالله پاك پريووالي اودمحمد پرپيغمبري شهادت وركړي ، لمونځ وكړي ، روژه ونيسي ، زكات وركړي اوكه دي په وسه وه حج وكړي ، اسلام دى.

هغه بياوويل: ريښتا همداسي دي.

راغلي كس بله پوښتنه په دي ډول وكړه :

احسان څه ته وايي ؟

داسلام لارښود صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: داچې په داسي ډول عبادت وكړي لكه الله پاك چي ويني ، ځكه كه ته هغه نسي ليداي نو هغه خوتاويني .

هغه وويل : قيامت كله دى ؟

پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل : دقيامت په اړه  پوښتل سوي(يعني ، خپله پيغمبر) ترپوښتونكي ډيرنه دى خبر.

پوښتونكي سړي وويل :

نښي يي څه دي؟

پيغمبرصلي الله عليه وسلم ځواب وركړ:

كله چې مينځه خپله باداره وزيږوي  اوكله چې وګوري ، مسكينان ، لوڅي پوښي او نالوستي شپونكيان دماڼيو په هسكولوكي  يوله بله سيالي كوي .

عمروايي راغلى سړى ولاړى ، ترڅه وخت وروسته پيغمبرصلي الله عليه وسلم راته وويل : عمره ! پوهيږي پوښتونكى څوك و؟

ماورته وويل : الله اودهغه رسول ورباندي ښه خبردى.

پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل : هغه جبرئيل و، ددي لپاره راغلى و چې تاسوته ستاسودين دروښيي.

[بخاري اومسلم دواړويي روايت كړي]

جبرئيل په دي نيت راغلي و چې په ناستو صحابۀ كرامو دخپلو اساسي پوښتنو ځوابونه واوري ، جبرئيل ايمان ، اسلام  اوعبادت (چې په احسان سره يي ورڅخه تعبيركړي) دري واړه مطرح كړي هغه چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم ور ته پوره دين ويلي .

عبادت له خدايه سره دزړه پيوند ته وايي اودا داسي يوه معني ده چې دژوند ټول فعاليتونه په بركي نيسي

عبادت چې دمحمدي دين له بنسټيزو اركانو ګڼل كيږي، يوازي  دلمونځ ، روژي ..... غوندي متعارف تعبدي مناسكوپوري اختصاص نه لري ، بلكه عبادت تردي هم عميق اوژورمفهوم لري چې له خداي سره دزړه تل پاتي اړيكه ده .

له څښتن سره دغه پيوند په حقيقت كي داسلام ټول روزنيز پروګرام له ځان سره لري ، داسلام ټول ښاخونه ، ښاخلي اوپاڼي له همدي اصله سرچينه اخلي اوبالاخرټول همدي اصل ته راګرځي.

لمونځ ، روژه، زكاة ، حج اونورتعبدي شعارونه ، يوازي اويوازي دعبادت  د كيلۍ حيثيت لري ، دموټرو ديوه تمځاي چې مسافردلاري په منځ كي هلته لنډه دمه كوي اوپكښي ځانته اوبه اوخوراك تهيه كوي.

دژوندانه دغه اوږد مزل او لاره ،  ټوله عبادت ده ، پردي لاره چې هرشى وي ، تعبدي مناسك ، كاراوكردار، فكر او انديشه ، ياشعوراوهڅه ، ټول عبادت ګڼل كيږي ، خو يوازي هله چې موخه ورڅخه  منزل مقصود  لوي څښتن وي .

عبادت ، يوازي هغه څولندي شيبي نه دي چې انسان پكښي په تعبدي مناسكوبوخت وي،  اوله دي مبارك ايت څخه چي فرمايي: ( وماخلقت الجن والانس الاليعبدون ) [الذاريات ، آيه ، ۵۶]

ما پيريان اوانسانان يوازي دعبادت لپاره پيداكړي .

هم مطلب دانه دى چې دوجود دغه سترهدف دي يوازي لنډ عمره څوشيبي وي .

بلكه عبادت دژوند هغه بشپړ پروګرام دى ، چې ظاهرله باطن سره تړي ، ښكاره كردار اوعمل له اندروني باورونو څخه په لاس راوړي او اندروني احساس له باندنيواثارو څخه اخلي .

په پورتني اية كي خداي دانسان دپيداكيدو لامل عبادت ګڼلي ، خوپه يوه بل ايت كي بيا فرمايي چې انسان يي دځان خليفه  ياځايناستى ګرځولي  او دهمدي لپاره يي هستولي :

فرمايي:

(اذقال ربك للملائكة اني جاعل في الارض خليفة ....) [سورة ، بقره]

خليفه بايد له خپل اصلي مالك سره هميشه په تماس كي وي ، ترټولو ورته نيژدي وي او هغه چاري ترسره كړي چې هغه يي ورته فرمايي .

اوهمدا تلپاتي اړيكه او هميشنى پيوند عبادت دى چې دلته ورڅخه په خلافت تعبيرسوي.

دعبادت معني دانه ده چې  څوك سركښته اوپورته كړي ، سجده اوركوع وكړي ، خوله بنده كړي ، روژه ونيسي ، او حج ته ولاړسي خو خپل ټول مادي تمايلات ، دجاه اوجلال طمع ، خيانت، حسد ، بيعدالتي ، له باطل سره دوستي او .... يي يوهم نه وي پريئښي او شيبه وروسته بيرته هغه دى وي اوهغه يي كار اوكردار.

هيڅ كله هم نه !

دا له خداي سره دزړه تلپاتي پيوند نه دى .

دلته دى چې انسان له خپلي لاري انحراف كوي ، مزل او لاره غلطوي چي بيانو ددي پرځاي چې دعبادت په تمځاي كي هوساسي ، لاسرګردانه كيږي  ،اصلي لاره په مخه نسي اخيستلاي اومثبت حركت نه لري.

قرآن كريم وايي چې كه زړه خداي ته متوجه وي نو هرڅه عبادت ګڼل كيږي:

فرمايي:

ژباړه : (ښه والى دانه دى چې خپل مخونه دختيځ يالويديځ خواته واړوئ ، بلكه ښه هغه څوك دى چې ، پرخداي ، داخرت پرورځ ، ملكو، كتاب اوپيغمبرانويي ايمان راوړي وي ، خپل مالونه له دي سره سره چي خوښ يي وي خپلو نسبي دوستانو، يتيمانو ، تنګلاسو، بي خرڅه مسافرو، اوفقيرانو اومسكينانواو د مريانو دازادۍ په لاره كي لګوي ، لمونځ كوي ، زكات وركوي ،او هغه كسان ښه دي چې كله ژمنه وكړي ، پوره كوي يي ، په سختۍ ، ناجوړي اوجنګ وجګړه كي زغم لري،دوي  هغه كسان دي چې ، سمه لاره يي په مخه اخيستي  ، اوهم دوي پرهيزګاران دي. [سورة ، بقره ، آية ، ۱۷۷]

دا داسلام اساسي پروګرام دى چې خپل رونيز بنسټونه يي هم پرهمدي پايو درولي ، ايمان ، اسلام اوعبادت چې له فردي ژوندانه نيولي ، تركورنيز اواجتماعي ژوند پوري دژوند ټول پروګرام پري مبني دى.

 

غوره باور، ښه عمل ، او له خداي سره تلپاتي اړيكه چې محصول يي نيكه انديشه اونيك فكردى.

 

والله المستعان ،و الحمد لله رب العالمين

احمد (فرزان)

۱۴۳۰\رجب المرجب \ ۲۴

ټيليفون شميره: ۰۰۹۳،۷۰۰،۳۳۵،۳۹۰

بريښناليك پته : farzan_ltf@yahoo.com

 
 

دروژي په اړه داسلام دپيغمبرهركليزه خطبه

 

۱۴۲۹\ شعبان المعظم \ ۳۰

لوي څښتن فرمايي :

« شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان » 
درمضان په مياشت كي قران نازل سوى، هغسي قران چي دخلګولپاره لارښوددى اودلارښووني پوره دلائل اودحق اوباطل ترمنځ ښه بيلونكي دى .

كله چي دروژي مباركه مياشت رانيژدي سول داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) يي دهركلي په ډول مسلمانانوته داسي وفرمائل : ( أیها الناس انه قد أقبل علیکم شهر الله تعالی بالبرکة و الرحمة و المغفرة شهر هو عند الله أفضل الشهور و أیامه أفضل الأیام و لیالیه أفضل اللیالی و ساعاته أفضل الساعات .. أیها الناس ان أبواب الجنان فی هذا الشهر مفتحة فاسئلوا الله أن لایغلقها علیکم .. واسئلوا الله بنیات صادقة و قلوب طاهرة أن یوفقکم لصیامه و تلاوة کتابه ) .

 ژباړه : اي خلګويقيناچي پرتاسودخداي ماشت راروانه ده چي له ځان سره بركت ، رحمت اوبخښه راوړي ، هغه دالله پاك په نيزترټولوغوره مياشت ده ، اودهغي ورځي ترټولوغوره ورځي دي اوشپي يي ترټولوغوره شپي دي ، اوشيبي يي ترټولوغوره شيبي دي ..اي خلګوپه دي مياشت كي دجنتونودروزاي خلاصي دي ، نوتاسودالله پاك څخه وغواړئ چي پرتاسوباندي بيرته ونه تړل سي ..اودلوي خداي (ج) څخه په ريښتينونيتونواوپاكوزړونوغوښتنه وكړي چي ددي مياشتي دروژواوپه هغي كي دقران كريم دتلاوت توفيق درپه برخه كړي .

انسان چي كله ددنياپه چاروسرګردانه سي ، دنيوي لذتونه يي په مخه واخلي ، مادي بوختياوي يي لالهانده كړي اوددنياكاروباراودنس اونفس شهوت پالنه يي داضطراب په سمندرلاهوكړي ،نويوي مانيزي تفريح ته اړتيالري ، داسي تفريح چي پكښي خپل نفس تزكيه كړي ، جسم اوروح دواړه يي پكښي سكون ومومي اوديوڅه مهال لپاره ددنيوي ماديزوبوختياووڅخه ليري اخروي مانيزواحوالوته رجوع وكړي ، خپل خداي يادكړي اوددنيادمتاع پرځاي دابدي ژونداوتلپاتونعمتونوپه اړه فكراوذكروكړي .

ځكه نوانسان ته په كارده چي په كال كي يوځل دروژي په مباركه مياشت كي ځان دخپل بادارپرلوبرابركړي ، اودلوي څښتن په هغه ميلمستياكي چي ټولومسلمانانوته يي كړي برخه واخلي ، څنګه چي داسلام سترلارښود(صلي الله عليه وسلم)  فرمايي : ( فهو شهر قد دعیتم فیه الی ضیافة الله و جعلتم فیه من أهل کرامة الله) ياني : داداسي مياشت ده چي تاسوپكښي دخداي ميلمستياته بلل سوي ياست ، اوتاسي په دي مياشت كي دخداي دعزتمندوبندګانوله ډلي څخه شميرل سوي ياست .

همداډول مسلمان ته په كارده چي په دي مياشت كي ښه ډيروخت دقران كريم تلاوت ته وركړي ، دهغه قران تلاوت ته چي دكائناتوپيداكونكي څښتن دانسانانواوبشريت دلارښووني لپاره رااستولي ، په هغه كي يي دټول بشريت ښګيڼي ايښي اودبشري ژوندانه طرز العمل اوانساني ژوندكړنچاره يي ښوولي .

په داسي حال كي چي نس له خواړوخالي وي اوفكرددنياوي ماديزوخيالونو، په خلاص فكراوفارغه نس دقران كريم تلاوت اوپه ماناګانواومفاهيموكي يي تدبركول ددي لامل كيږي چي زړه پاك سي اوانسان سمه لاره په مخه واخلي . 
 

درسول الله (صلي الله عليه وسلم ) څخه روايت دي چي فرمايي :( من أراد أن یتکلم الله معه فعلیه بالقرآن و من أراد أن یتکلم مع الله فعلیه بالدعاء )

ماناداچي: كه څوك غواړي خداي ورسره خبري وكړي نودي دقران كريم تلاوت كوي اوكه څوك له خدايه سره خبري كول وغواړي نوبياښايي دعاوكړي .

ځكه په همدي توګه كيداي سي دانسان اوالله پاك ترمنځ وصيله جوړه سي ، يادقران كريم تلاوت اويادعااولوي څښتن ته زاري كول، داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) په خپله خطبه كي وفرمائل  : ( من تلا  في هذا الشهر  آیة من القرآن کان له من الأجر من ختم القرآن في غیره من الشهور و من تطوع فی هذا الشهربصلاة کتب الله له براءة من النار و من أدی فیه فرضا کان له ثواب من أدی سبعین فریضة فیما سواه من الشهور و من أکثر فیه من الصلاة عليّ ، ثقّل الله میزانه یوم تخف الموازین )

ژباړه : كه كوم څوك په دي مياشت كي دقران كريم يوآيت تلاوت كړي نودونه ثواب وركول كيږي لكه په نورومياشتوكي چي پوره قران ختم كړي ،كه څوك په دي مياشت كي نفلي لمونځ وكړي نولوي خداي به ورته له اوره خلاصون پاڼه وليكي ، كه څوك په دي مياشت كي فرض عبادت ترسره كړي نودنورومياشتوداوياووفرضونوثواب به يي په برخه سي ، اوكه څوك په دي مياشت كي پرما(محمد (ص))ډيردرودووايي نولوي خداي به يي په هغه ورځ چي بارونه پكښي سپيكيږي دښګيڼوباردروندكړي .

 داسلام سترلارښودحضرت محمد(صلي الله عليه وسلم )دروژي په مباركه مياشت كي دعبادتونوارزښت بيانيوي ، نفلي عبادتونه يي دفرضي په شان اوفرضي يي ۷۰چنده بولي اوپه دي توګه  خپلي خطبي ته دوام وركوي اومسلمانان وخپلوټولنيزومسئوليتونوته متوجه كوي ،هغوي ته دنوروانسانانولوږي اواحتياج ورښيي اوفرمايي : ( و اذکروا بجوعکم و عطشکم فیه ،  جوع یوم القیامة و عطشه و تصدقوا علی فقرائکم و مساکینکم  .. ومن أکرم فیه یتیما أکرمه الله یوم یلقاه .. وتحننوا علی أیتام الناس یتحنن علی أیتامکم  )

ژباړه : دروژي په مياشت كي ستاله لوږي اوتندي څخه دقيامت دورځي لوږي اوتنده په يادكړئ ، اوپرخپلوفقيرانواومسكينانوخيراتونه وكړي ..كه څوك په دي مياشت كي ديتيم درناوي وكړي نوخداي به يي په هغه ورځ درناوي وكړي چي دى ورسره يوځاي كيږي ..اوتاسودخلګوپريتيمانومهرباني كوي چي بيابه ستاسوپريتيمانومهرباني وسي.

داسلام مهربانه لارښود دنوروبي وزلو، بيچاره وواويتيمانوسره دمرسته كولوترڅنګ پرخپلي كورنۍ ، عيال اوقريبانوباندي دښګيڼي ، احسان اومهربانئ لارښوونه هم كوي اوفرمايي : ( وقـّروا کبارکم و ارحموا صغارکم و صلوا أرحامکم .. و من وصل فیه رحمه وصله الله برحمته یوم یلقاه  )

ژباړه : تاسودخپلومشرانودرناوى كوي ، پركشرانومورحم كوئ اودخپلودوستيومزي ټنګوئ ..ځكه كوم څوك چي په دي مياشت كي خپلي دوستي ونښلوي نولوي خداي به يي دقيامت په ورځ په رحمت پوري ونښلوي .

خوله دي ټولواجتماعي مسئوليتونوسره سره انسان دخپل ځان په وړاندي هم مسئوليتونه لري ، انسان ته  په كارده چي  له خپل خداي (ج) سره رابطه جوړه كړي ، نفس پاك كړي اوزړه دلوي الله په ذكراويادباندي ومينځي ، اودانوهغه څه د ي چي انسان ته قلبي ، فكري جسمي ارامتياوركوي ، پيغمبر(صلي الله عليه وسلم) فرمايي : ( أیها الناس ان أنفسکم مرهونة بأعمالکم ففکوها باستغفارکم و ظهورکم ثقیلة من أوزارکم فخففوا عنها بطول سجودکم واعلموا أن الله جل ذکره أقسم بعزته أن لا یعذب المصلین و الساجدیـن و أن لا یـروعـهـم بالنار یوم یقوم الناس لرب العالمین )

 اي خلګو! ستاسونفسونه ستاسوپه اعمالوپوري ګرودي ، خپل ځانونه په بخښه غوښتولوسره خلاص كړئ ، شاوي موپه عملونودرني سوي په اوږدوسجدوسره يي سپكي كړئ اوپه دي پوه سئ چي الله پاك په خپل عزت سره قسم اخستي چي لمونځ كونكواوسجده كونكوته عذاب نه وركوي اودقيامت په ورځ يي په اورنه كبابوي .

داسلام مهربانه پيغمبرحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم )امت ته زيرى وركوي اوپه دي مياشت كي دهرعمل په وړاندي دبشميره ثوابونويادونه كوي ، فرمايي :( أنفاسکم فیه تسبیح و عملکم فیه مقبول و دعاؤکم فیه مستجاب .. فتوبوا الی الله من ذنوبکم و ارفعوا أیدیکم بالدعاء فی أوقات صلواتکم فإنها أفضل الساعات ینظر الله عز و جل فیها بالرحمة الی عباده و یجیبهم اذا ناجوه و یلبیهم اذا نادوه و یستجیب لهم اذا دعوه )

ياني : په دي مياشت كي ستاسونفسونه پاكيږي ، عملونه موقبليږي اودعاګاني مودلوي څښتن [ج] له لوري دمنلووړګرځي .. نوتاسوالله پاك ته دخپلوګناهونوڅخه توبه وباسئ ، ستاسودلمونځونوپرمهال خپل خداي ته لاسونه په دعاپورته كړئ ، ځكه داټولوغوره شيبي دي چي الله پاك پكښي خپلوبندګانوته په رحمت ګوري ، كله چي پټ وبلي دعوت يي قبلوي ، كله چي ورته ناري كړي خبريي اوري اوڅه مهال جي ورته دعاوكړي نويي دوعاورقبلوي .

 

 ځكه نوموږ ته په كارنه ده چي دالله پاك له رحمت څخه ناهيلي سو، موږته نه ښايي چي په داسي يوه مياشت كي چي دټولوښيګڼو، رحمتونواوبخښوڅخه ډكه ده ، سستي اوبي فروايي وكړو، ځكه داداسي يوه مياشت ده چي توبي پكښي قبليږي ، دخداي له عذابه خلاصون پكښي موندلكيږي اوبالاخرلوي خداي ته دنيژدي كيدوفرصت پكښي برابريږي ، ښايي په دي مياشت كي په سالموزړونو، پاكونفسونواوښوعملونوسره لوي څښتن ته ځانونه نيژدي كړو، درحمت مستحق يي وګرځواودبخښي په لوريينه يي ځانونه ونازوو.

داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) دخطبي په پاي كي فرمايي : (  فإن الشقي من حرم غـفـران الله تعالی في هذا الشهر العظیم )

بدبخته هغه څوك دي چي په دي ستره مياشت كي دخداي له بخښي څخه محروم پاته سي .

 نولوي خداي دي موږ له دي محروميت څخه وژغوري ، اوددي ستري مياشتي دروژو،عبادتونو، لمنځونواوخيراتونوتوفيق دي راپه برخه كړي.

آمين

روژه اودالله ياد(ذكر)

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۳

داسلام سترلارښود صلي الله عليه  وسلم په خپله خطبه كي دالله دياد اوله الله پاك سره دخبرو كولواورازونياز يادونه كړي اوفرمايلي يي چې تاسوتربل هروخت زيات په روژه كي خپل څښتن ډيريادوئ .

ياد دمحبت نښه ده ، محبت اوعشق دى چې دعاشق زړه دمعشوق په ياد تازه ساتي ، عاشق ځان هيروي خومعشوق يي له ياده نه وزي ، تل يي پرزړه وي او دژبي سريي هم هميشه دهغه په صفت لوند وي .

الله پاك چې دهستۍ اونيستۍ خالق دي ، له وجوده نيولي ټول موجود ښكلي اوښكلاګاني يي پنځولي اودعدم په شمول يي ټولي نيستۍ دهستۍ له ډګره ايستلي ، همدغه سترذات ترټولو ښكلى ، توانا، عالم اولورييونكي دي اوهمدغه ذات دي چې عقول اوذوي العقول يي پرزړه ساتي اودعشق له ځواكه وتلي ياد يي تل پرزړه اوخوله لري .

دالله پاك ياد ناارام زړونه اراموي ، اروايي ناروغۍ له منځه وړي ، فكري اضطراب ختموي اوانسان ته قوت اوخوښي وربخښي .

لوي څښتن جل جلاله فرمايي : الا بذكرالله تطمئن القلوب .

خبراوسئ چې دالله په ياد سره زړونه ارام مومي .

دالله پاك دياد(ذكر) غوره والى

 زموږ حقيقي منعم اوسترلوريينونكي لوي خداي جل جلاله فرمايي :

(فاذكروني اذكركم ، واشكروا لي ولاتكفرون) [البقره ۱۵۲]

ترجمه : ماياد كړئ ، زه به تاسويادكړم ، او زماشكرپرځاي كړي ، زماناشكري مه كوئ .

يا ايهاالذين آمنوا اذكروا الله ذكرا كثيرا) [الاحزاب ۴۱].)

اي مؤمنانو الله پاك ډيرډيريادكړئ ! .

(والذاكرين الله كثيرا والذاكرات اعدالله لهم مغفرة واجرا عظيما)[ الاحزاب ۳۵]

الله پاك دالله جل جلاله ديادونكو نارينه اوښځولپاره بخښه اولويه مزدوري تياره كړي .

(واذكرربك في نفسك تضرعا وخيفة ودون الجهرمن القول بالعدو والآصال ولاتكن من الغافلين) [الاعراف ۲۰۵].

خپل پالونكى په په عاجزۍ، ويره ، اوټيټ ږغ سره چي پورته نه وي، له خپل ځان سره سبا اوبيګاه يادكړه ، اوله غافلانوڅخه مه كيږه .

د الله پاك دذكردفضيلت په اړه ګڼ شميرنبوي احاديث هم سته ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم به خپله هم تل دالله ذكرپرزړه اوخوله درلود اوصحابه كراموته به يي هم تل دالله دذكراوفكرتلقين كاوه .

۱_ پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي : ( مثل الذي يذكرربه والذي لايذكرربه  مثل الحي والميت) [بخاري (فتح الباري ۱۱\۲۰۸)، اودمسلم ۱\۲۰۸ لفظ دادى : (مثل البيت الذي يذكرالله فيه والبيت الذي لايذكرالله فيه مثل الحي والميت) ياني : هغه كورچې دالله ذكرپكښي كيږي اوهغه چې دالله له ياده خالي وي ، مثال يي دژوندي اومړي دي ].

ژباړه : دهغه چامثال چي دالله پاك ذكركوي اودهغه چي الله پاك يي په يادنه وي  دژوندي اومړي مثال دى .

۲_ (الاانبئكم بخيراعمالكم، ازكاهاعند مليككم وارفعها في درجاتكم ، وخهيرلكم من انفاق الذهب والورق ، وخيرلكم من ان تلقوا عدوكم فتضربوا اعناقهم ويضربوا اعناقكم؟ ) قالوا : بلي ، قال :(ذكرالله تعالي ).

[ترمذي ۵\۴۵۹، ابن ماجه ۲\۱۲۴۵، صحيح ابن ماجه ۲\۳۱۶ ،صحيح الترمذي ۳\۱۳۹.]

ژباړه : اياتاسوخبرنه كړم ستاسودښواعمالوڅخه ، اوله هغوعملونوڅخه چي ستاسودڅښتن په نيز له ټولوڅخه پاك دي ، اوستاسودرجي لوړوي ، اوستاسولپاره دسروزرو اوسپينوزرو له خيراتولوڅخه هم عوره دي ، اوستاسولپاره له دي څخه هم غوره دي چې ددښمن سره مخامخ سي اوبيايودبل غاړي ووهئ ؟ (صحابه وو )وويل : هو(خبرموكړه) (پيغمبرصلي الله عليه وسلم ) وفرمايل :( دالله ذكركول ).

۳_ داسلام لارښود فرمايي : (يقول الله تعالي : انا عند ظن عبدي بي ، وانا معه اذا ذكرني ، فان ذكرني  في نفسه ذكرته في نفسي ، وان ذكرني في ملا ذكرته في ملاخيرمنهم ، وان تقرب الي شبرا تقربت اليه ذراعا، وان تقرب الي ذراعا تقربت اليه باعا، وان اتاني يمشي اتيته هرولة).

[بخاري ۸\۱۷۱، مسلم ۴\۲۰۶۱، اوپخپله داعبارت دبخاري دى.]

ژباړه : الله پاك فرمايي : زه دبنده دګما په وړاندي ي ، ازه ورسره يم چي كله مايادكړي ، نوكه يي په خپل زړه كي يادكړم ، زه يي له ځان سره يادوم ، اوكه يي په يوي ډلي كي يادكړم ، زه يي دهغي نه په غوره ډله كي يادوم ، اوكه ماته ديوي لويشتي په اندازه رانيژدي سي زه به هغه ديوګزپه اندازه نيژدي سم ، اوكه ماته ديوګزپه اندازه نيژدي سي ، زه به هغه ته ديوي وازي په اندازه نيژدي سم اوكه ماته په پښوروان راسي زه به ورته په ځغاسته ورسم.

۴_ (وعن عبدالله بن بسررضي الله عنه ان رجلاقال : يارسوالله ان شرائع الاسلام قدكثرت علي فاخبرني بشئ اتشبث به ، قال : لايزال لسانك رطبا من ذكرالله ).

[ترمذي ۵\۴۵۸، ابن ماجه ۲\۱۲۴۶، صحيح الترمذي ۳\۱۳۹، صحيح ابن ماجه ۲\۳۱۷].

۵_دعبدالله بن بسررضي الله څخه روايت دي چي يوه سړي وويل : اي دالله رسوله ! داسلام احكام راباندي ډيرسول ، ماته داسي وښيه چي ټينګ عمل ورباندي وكړم ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل :
(ژبه دي تل دالله په ذكرسره لنده ساته) .

فرمايي:( من قرء حرفامن كتاب الله فله به حسنة، والحسنة بهشرامثالها، لااقول (الم) حرف ولاكن: الف حرف، ولام حرف ، وميم حرف). [ترمذي ۵\۱۷۵، صحيح الترمذي ۳\۹، صحيح الجامع الصغير۵\۳۴۰].چاچي دالله جل جلاله كتاب (قرآن كريم) څخه يوحرف ولوست ،. هغه ته په دي كي يوه نيكي ده ، اويوه نيكي لس چنده (ثواب ) لري ، زه نه وايم چې (الم) يوحرف دي ، بلكي الف (بيل ) حرف دي اولام (بئل ) حرف دي اوميم (بيل) حرف دي.

۶_ وعن عقبة بن عامررضي الله عنه ، قال ، خرج رسول الله ونجن في الصفة ، فقال : (ايكم يحب ان يغدو  كل يوم الي بطحان اوالي العقيق فياتي منه بناقتين كوماوين في غيراثم ولاقطعة رحم؟) فقلنا: يارسول الله نحب ذالك، قال: (افلايغد واحدكم الي المسجد فيعلم اويقرء آيتين من كتاب الله عزوجل خيرله من ناقتين، وثلاث خيرله من ثلاث، واربع خيرله من اربع. ومن اعدادهن من الابل ). [مسلم ۱\۵۵۳].

 

ژباړه :عقپة بن عامررضي الله عنه وايي: موږ په سفه كي ناست و، چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم راووت ، اوويي فرمايل: له تاسوڅڅه څوك داغوره ګڼي چې هره ورځ بطحان، ياعقيق ته ولاړسي ، اوله هغه ځايه دوه بوكونووالا اوښان راولي ، چې نه يي په كي كومه ګناه كړي وي اونه يي پكښئ نسبي دوستي ختمه كړي وي ؟ موږ وويل : چي موږ ټول داخوښوو، پيغمبري صلي الله عليه وسلم وفرمايل : كه له تاسوڅخه يوڅوك مسجد ته ولاړسي اودقرآن دوه آيته زده كړي اويايي ولولي ، اويادقرآن دوه آيته ولولي ، نوداورته له دوو اوښانو څخه غوره ده ، اودري آيته له دريواوښانو څخه غوره دي ، اوڅلورله څلورڅخه اوهمدارنګه دآيتونو دشميرپه اندازه له اوښانوڅخه غوره دي .

۷_ فرمايي :( من قعد مقعدا لم يذكرالله فيه كانت عليه من الله ترة، ومن اضطجع مضجعا لايذكرالله فيه كانت عليه من الله ترة) [ابوداود ۴\۲۶۴، اورويي هم روايت كړي دي ، صحيح الجامع ۵\۳۴۲].

ژباړه : څوك چې په يوځاي كي كښيني اوالله جل جلاله يي پكښي يادنه كړ، نودالله جل جلاله له لوري به پري كمښت اوزيان پيښي سي ، اوچاچي په يوځاي ډډه ولګوله اوالله جل جلاله يي هلته يادنه كړ، نو دالله جل جلاله له لوري به ده ته كموالي اونقصان راسي.

۸_ فرمايي :( ماجلس قوم مجلسالم يذكروا الله فيه ، ولم يصلوا علي نبيهم الاكان عليهم ترة ، فان شاء عذبهم وان شاء غفرلهم ) [ترمذي، صحيح الترمذي ۳\۱۴۰].

ژباړه : كوم قوم چې په يوځاي كي كښيني اوالله جل جلاله پكښي يادنه كړي اونه پرپيغمبرصلي الله عليه وسلم درود ووايي ، نودابه ددوي لپاره دالله جل جلاله له لوري دنقصان سبب وي ، كه وغواړي عذاب به وركړي ، اوكه وغواړي نوبخښه به ورته وكړي .

۹_ اوفرمايي: (مامن قوم يقومون من مجلس لايذكرون الله فيه الاقاموا عن مثل جيفة حمار، وكان لهم حسرة) [ابوداود ۴\۲۶۴، احمد ۲\۳۸۹، صحيح الجامع ۵\۱۷۶].

ژباړه ، كوم قوم چې له يوداسي مجلس څخه پاڅيده چي دالله جل جلاله ذكريي پكښي نه وي كړي ، نوداسي به وي لكه چې دخره دمردارۍ څخه پاڅيدلي وي ، اودابه ددوي لپاره دافسوس سبب وي .

 

درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي  زموږدندي

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۵

 

دلوي خداي په سپيڅلي نامه، هغه چي ښكلي كائنات يي پنځولي او دټول عالم خالق اوپالونكى دى، لوي څښتن لره دي حمد اوستايني وي ، هغسي چي دهغه له سترشان اولوي ذات سره ښايي ، هغه چي پرموږباندي يي درمضان مياشتي روژه فرض كړي اودهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي درمضان مياشتي په شپه كي يي تراويح لمونځ سنت كړي همدارازدهغه پرمباركواصحابانواوتابعينوچي دهغه پرپاكه لاره تللي اوموږ ته يي دهغه سنت رارسولي دي .

ښايي هيڅ مسلمان  درمضان مياشتي له فضيلت ، بركت اوسترتوب  څخه بي خبره نه وي ، ځكه رمضان درحمت مغفرت اوله اوره دازادۍ مياشت ده ، داسي يوه مياشت ده چي دلوي څښتن (ج) له لوري پكښي زرګونه بندګان له اوره خلاصون مومي ، ددوزخونو دروازي تړل كيږي، لوي شيطانان په زنځيرونوبنديږي  اودخداي درحمت دروازي پكښي پرانيستي پاتيږي .

درمضان مياشتي ځانګړتياوي

1- درمضان مياشتي له ځاګړتياوڅخه يوه هم په دي ستره مياشت كي دقران عظيم نزول دي ، لوي خداي (جل جلاله) فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ [البقرة:185]

ژباړه : درمضان مياشت هغه مياشت ده چي قران پكښي نازل سوي ، په داسي حال كي چي دخلګولپاره لارښوددي اودلارښووني واضح دلائل اودحق اوباطل ترمنځ بيلونكى.

 

قران كريم ددي امت لپاره يواساسي قانون دي ، دانسانانودژوندټول طرزالعمل اوكړنلاره پكښي روښانه سوي ، قران هغه نيغه اوسيده لاره ده چي دلوي څښتن درضااودهغه دبيشميره نعمتونوپرلورتللې، هغه ستركتاب دي چي هم پكښي نافرمانوته وعيدوركړل سوي اوهم پكښي سموانسانانوته وعد، هغه كتاب دي چي څوك پري لاس ونيسي سمه لاره مومي ، هغه چاته چي حلال يي حلال وګڼي اوحرام يي حرام دلاري مشال دى ، دحق اوباطل ترمنځ بيلونكي دى ، اودسمي لاري لارښود، همدالامل دي چې لوي څښتن (ج)دغه ستركتاب په خپله دغه ستره مياشت كي نازل كړي ،نوموږ، مسلمانانوته ښايي چي هرمهال په دغه الهي كتاب پوري لاس ونيسو، دځان ملګري يي وګرځوواوپه خپل ژوندكي ورته ځانګړي ځاي وركړو، په كارده دغه ستراسماني كتاب قران عظيم يادكړو، ويي لولو، تفسيريي كړو، غوراوفكرپكښي وكړواوپه پخپل دنيوي ژوندكي يي عملي كړو.

2- درمضان مياشتي له ځانګړتياووڅخه : په دي مياشت كي دجنتونوددروازوخلاصون ، ددوزخونوددوازوبنديدل ، دنافرمانواوسركښوشيطانانوتړل كيدل اولوي خداي عبادت ته دمسلمانانودزړونوفراغت دى، پيغمبر (ص (فرمايي: اذا دخل رمضان فتحت أبواب السماء، وغلقت أبواب جهنم، وسلسلت الشياطين }، وفي رواية: { إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة (البخاري(

ژباړه :كله چي درمضان مياشت داخله سي ،داسمانودروازي خلاصي كړل سي ، دجهنم ورونه وتړل سي اوشيطانان په ځنځيرونوبندكړل سي ، اوپه يوه بل روايت كي راځي چي كله رمضان راسي نودجنتونودروازي پرانيستل سي .

3- درمضان مياشتي له ځانګړتياوڅخه بله هم : په دي مياشت كي دثوابونوزياتوب دي .

داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) فرمايي : ( من تلا  في هذا الشهر  آیة من القرآن کان له من الأجر من ختم القرآن في غیره من الشهور و من تطوع فی هذا الشهربصلاة کتب الله له براءة من النار و من أدی فیه فرضا کان له ثواب من أدی سبعین فریضة فیما سواه من الشهور و من أکثر فیه من الصلاة عليّ ، ثقّل الله میزانه یوم تخف الموازین )

ژباړه : كه كوم څوك په دي مياشت كي دقران كريم يوآيت تلاوت كړي نودونه ثواب وركول كيږي لكه په نورومياشتوكي چي پوره قران ختم كړي ،كه څوك په دي مياشت كي نفلي لمونځ وكړي نولوي خداي به ورته له اوره خلاصون پاڼه وليكي ، كه څوك په دي مياشت كي فرض عبادت ترسره كړي نودنورومياشتوداوياووفرضونوثواب به يي په برخه سي ، اوكه څوك په دي مياشت كي پرما(محمد (ص))ډيردرودووايي نولوي خداي به يي په هغه ورځ چي بارونه پكښي سپيكيږي دښګيڼوباردروندكړي .

4- درمضان بله ځانګړتيا داده : كوم څوك چي په دي مياشت كي چاته روژه مات وركړي نودهغه دروژي بشپړثواب يي په برخه كيږي پرته له دي چي دهغه له ثوابه څه كم سي ، پيغمبر ص فرمایی : من فطر صائماً فله مثل أجره من غير أن ينقص من أجر الصائم شيء } [حسن صحيح رواه الترمذي وغيره].

ژباړه : څوك چي روژاتي ته روژه مات وركړي ، دهغه دروژي غوندي ثواب وركړل كيږي پرته له دي چي دهغه له ثواب نه څه كم سي .

5- درمضان بله ځانګړتيا : داده چي په دي مياشت كي دقدرشپه ده ، هغه شپه چي ترزرونورمياشتوغوره ده ، په دي شپه كي دټول كال پيښيدونكي پيښي ليكل كيږي ، دلوح محفوظ څخه دكال ټولي پيښي دملكوپه كلنيوكتابونوكي كاپي كيږي ، كه كوم څوك ددي شپي له فضيليت اوبركت څخه محروم سي داسي به وي لكه چي ټولي ښيګڼي يي له لاسه وركړي وي ، پيغمبر ص فرمایی : فيه ليلة خير من ألف شهر، من حرم خيرها فقد حرم } [أحمد والنسائي وهو صحيح].

پيغمبر ص پسی زیاتوی :  من قام ليلة القدر إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه } [متفق عليه]

 داسلام لارښو دبيا  فرمايي: من قامها إبتغاءها، ثم وقعت له، غفر له ما تقدم من ذنبه وما تأخر } [أحمد].

مطلب داچي ، په رمضان كي يوه شپه ده چي دقدر(درنښت ) شپه بلل كيږي ، داشپه دالله پاك په نيزترنوروزرومياشتوغوره ده ، په دي شپه كي عبادت كول دنوروزرومياشتودعبادت څخه لاهم زيات دى ، كه څوك داشپه په پوره اخلاص اوباور روڼه كړي اوپكښي دخداي عبادت وكړي نوټولي مخكنۍ ګناوي به يي وروبخښل سي اوكه څوك ددي شپي له عبادت څخه بي برخي پاته سونوګرسره محروم دي .

6- :درمضان له ځانګړتياوڅخه ، بله هم دډيروملكوراكښته كيدل دى لوي خداي (جل جلاله ) فرمايي: تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا [القدر:4].

ژباړه : په دي (قدرشپه كي چي په رمضان كي ده ) ملكي راكښته كيږي اوروح هم [دډيرومفسرينوپرويناروح جبرائيل عليه السلام دي چي دخداي خاص مقرب ملك دي ].

7- درمضان بله ځانګړتيا: په دي مياشت كي دپيشلمي كول دي چي له مخي يي زموږ اونورمخكنيوامتونوروژي سره بيليږي ، داسلام سترلارښودحضرت محمد مصطفى فرمایی: فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر } [مسلم]، وقال عليه الصلاة والسلام: { تسحروا فإن في السحور بركة } [متفق عليه].

ياني : زموږ (مسلمانانو) اونوروكتابيانودروژي ترپيردپيشلمي په كولوسره دي ، تاسوپيشلميان كوئ ځكه په پيشلميانوكي بركت دى [په مخكنيوامتونوكي داسي وچي ماښام ترخوب وروسته بياخورراك روانه و ځكه نوهغوي دپيشلمي له كولومحروم و].

8- درمضان بله ځانګړتيا داده : چي په دي دي مياشت كي دبدرستره غزا رامنځته سوي ، اوداهغه غزاوه چي لوي خداي دخپل پيغمبراومسلمانودمرستي لپاره اسماني ملكي راكښته كړي اودمسلمانانوپه پلوي يي په عملي توګه په جګړه كي ونډه واخستل ، په دي غزاسره مؤمنانوبيجوړي برى ترلاسه كړي ، مشركانوسخته ماته وخوړه اوداسلام دغلبي اوقوت ازانګه په نړي كي خوره سول .

9- درمضان بله ځانګړتيا : په دي مياشت كي دمكي مكرمي فتحه ده ، مكه مكره چي داسلام دسترلارښودپلرني ټاټوبى دى ، دخداي بيته پكښي ده اوداسلامي نهظت مركزګڼل كيږي په همدي مياشت كي فتحه سوي ، دمكي فتحه داسلام دبريااودنړي په ټول تياره نيولي افق داسلام دځلاپيلامه وه ، دمكي په فتح سره دمشركانومركزړنګ سو، ختيځ اولويديځ ته داسلام دقوت اوځواك اوازي ولاړي ، دروميانواوفارسيانوزړونه ولړزيدل اودالله په دين كي ډلي ډلي انسانان شامل سول ،لوي خداي فرمايي :

اذاجاءنصرالله والفتح ، ورآيت الناس يدخلون في دين الله افواجا، فسبح بحدربك واستغفره ،انه كان توابا(ط)

ژباړه : كله دخداي مرسته راسي اومكه فتح سي ، ته به ډلي ډلي خلګ ووني چي دالله په دين كي داخليږي ، نوته دخداي پاكي درپه زړه كه اوبخښه تري وغواړه ، بيشكه خداي توبه قبلونكى دى .

10- درمضان له ځانګړتياوڅخه بله : په دي مياشت كي له حج سره دعمري برابريدل يد ، پيغمبر فرمايي :  ففي الصحيحين قال عليه الصلاة والسلام: { عمرة في رمضان تعدل حجة } أو قال  حجة معي.

ياني : په رمضان كي عمره له حج سره برابره ده .

11- درمضان بله ځانګړتيا : داده چي دامياشت دګناهونوكفاره كولواوبخښي لامل ګرځي ، پيغمبر فرمایی :  الصلوات الخمس، والجمعة إلى الجمعة، ورمضان الى رمضان مكفرات لما بينهن إذا اجتنبت الكبائر } [مسلم].

ژباړه : پنځه لمنځونه ، جمعه تربلي جمعي اورمضان تربل رمضان ددوي په منځ كي دسويوګناهونوكفاره كونكي دي .

12- درمضان مياشتي بله ځانګړتياداده : چي په دي مياشت كي تراويح لومنځ ترسره كيږي ، تراويح داسلام دسترپيغمبرخاص سنت دي ، په بيت الله الحرام ، مسحدنبوي ، مسجداقصي اودنړي په نوروټولوجامع ګانواوجوماتونوكي نارينه اوښځينه مسلمانان سره رايوځاي كيږي ، اوپه ګډه دترويح لومنځ كوي ، دقران كريم ختم ترسره كوي اولوي څښتن ته دوعاګاني اوزارۍ كوي چي دادرمضان مياشتي څخه پرته نه ترسره كيږي .

13- درمضان مياشتي له ځانګړتياوڅخه بله هغه : په دي مياشت كي دعملونوڅوګونه والى دي چي په نورومياشتوكي دانه وي ، داسلام له پيغمبرحضرت محمد څخه وپوښتل سول چي كوم عبادت غوره دي ؟ پيغمبر(صلي الله عيله وسلم ) ورته په ځواب كي وفرمائل چي په رمضان مياشت كي خيرات كول  }الترمذي والبيهقي.

14- درمضان مياشتي له ځانګړتياوڅخه يوه هم : په دي مياشت كي دخلګوسخااوخلاص لاس دي ، دصحيح بخاري اوصحيح مسلم تخريج دي دحضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روايت دي چي فرمايي : كان النبي أجود الناس، وكان أجود ما يكون في رمضان.

یاین بیغمپرصلی الله علیه وسلم ترټوانسانانوسخی وخودسخاډیرتبارږیی په رمضان کی ترسترګوکیده .

15- درمضان میاشتی پنځلسمه ځانګړتیا:داده چي په دي مياشت كي روژه نيول داسلام له اركانوڅخه يومهم ركن دى چي پرته يي ديوه مسلمان اسلام نه بشپړيږي ، ترسره كول يي پرهرمسلمان فرض دي اوورڅخه انكاركول يي كفرګڼل كيږي ،لوي خداي (جل جلاله) فرمايي:   يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [البقرة:183]

ژباړه :اي مؤمنانوپرتاسوروژه فرض سوي څنګه چي ستاسوڅخه پرمخكنيوامتونوفرض سوي وه ، ددي لپاره چي ښايي تاسودتقوي څښتنان واوسئ.

 همدارازداسلام سترلارښودحضرت محمد   فرمایی :  بني الإسلام على خمس شهادة أن لا إله إلا الله وأن محمدا رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وصوم رمضان، وحج البيت الحرام } [متفق عليه].

ياني : اسلام پرپنځوستنوولاړدى ، دالله پاك پريووالي او دمحمد پررسالت شاهدي وركول ،لمونځ كول ، زكاة وركول ، درمضان مياشتي روژه نيول اودبيت الله الحرام حج كول .

16- درمضان مياشتي بله ځانګړتياچي په نورومياشتوكي نسته : دښيګڼو اودخيرښيګڼي دخاوندانوډيرښت دي ، په دي مياشت كي دمسلمانانوترمنځ خواخوږي زياتيږي ، يوبل سره مرستي ، همدردۍ اويودبل دلاسنيوى روهيه په خلګوكي غښتلي كيږي ،په زياته پيمانه مسلمانان دجماعت دلمانځه ترسره كولولپاره جوماتونوته ځي ، اعتكافونه ترسره كوي اودقران كريم تلاوت كوي.

درنولوستونكو!

پورته مودرمضان مياشتي ځانګړتياوي ولوستلي ، له دي نه څرګنده سوه چي رمضان دالله مياشت ده ، رمضان دبركتونو، رحمتونو، مغفرتونواودعبادتونومياشت ده ، داسلام پيغمبر(صلي الله عليه وسلم ) فرمايي چي هغه څوك بدبخته دي چي درمضان مياشت ورباندي تيره سي خوخپل ځان پكښي له ګناهونوپاك نه كړي ، ځكه نوموږ ته ښايي چي په دي درنه مياشت كي لوي خداي ته مخه كړو، له دي فرصت نه په ګټه اخستلونفسونه پاك كړو اودلوي خداي درحمتونوځانونه مستحق وګرځوو.

په رمضان مياشت كي زموږ دندې :

1- موږ بايددادرك كړوچي لوي خداي په رمضان باندي زموږ ايمانوه ازمويي ، ددي لپاره چي څرګنده كړي ، څوك په روژه نيولواودايمان په دعوه كي ريښتونى دى ؟.

2- موږ بايدپه پاكونيتونويوازي دلوي خداي امردپرځاي كولواودهغه درضالپاره روژه ونيسو، له څنګه چي پيغمبر(صلي الله عليه وسلم ) فرمايي : انماالاعمال بالنيات وانمالكل امرء مانوي ... اوكماقال عليله الصلاة والسلام ، ياني ټول عملونه له نيتونوسره تړلي دي اوانسان ته دهغه دنيت پربنسټ بدله وركول كيږي .

3- موږ ته په كارده چي درمضان مياشتي له هرګړي اوهري شيپې څخه خاصه ګټه واخلواواوږده شپه اوورځ په خوبونوتيره نه كړو.

4- موږ ته په كارده چي په رمضان مياشت كي دقران كريم تلاوت وكړو.

5-  موږ بايد وخپل څښتن ته توبه وباسواوپرخپلوتيروعملونوله سره غوروكړو، ځكه دلوي خداي دربارهميشه زموم دتوبوپه وړاندي خلاص دى ، لكه څنګه چي لوي خداي (جل جلاله ) فرمايي : انماالتوبة علي الله للذين يعملون السوء بجهالة ثم يتوبون من قريب فئلك يتوب الله عليهم وكان الله توابارحيما (ط) ياني الله پاك دهغوبندګانوتوبي قبلوي چي په تيروتنه سره كومه ګناه تري وسي ، همدارازداسلام سترلارښود حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم)فرمايي : التائب من الذنب كمن لاذنب له ... ياني له ګناه څخه توبه ايستونكي داسي دي لكه له سره چي يي ګناه نه وي كړي .

6- موږ ته ښايي چي درمضان مياشتي شپي په بيځايه بانډارونواوبي ګټي خبرتيري نه كړوبلكي دلوي خداي عبادتونووكړو.

7- موږ بايد په دي مياشت كي خداي ته ډيره عاجزي وكړو ،عذراوذاري وكړو ، دوعاګاني وكړواوله خدايه دګناهونوپخښه وغواړو.

8- موږ بايدپنځه وخته لمنځونه په جماعت سره اداكړو، ترڅوله خپلومسلمانوورڼوسره اوږه پراوږه ودريږو، ديووالي اظهاروكړو، دبيوزله، غريبو، ناروغواومسافروګاونډيانوله حاله ځانونه خبركړواوورسره مرسته وكړو.

9-  موږ ته په كارده چي يوازي په خوله روژه ونه نيسوبلكي دبدن ټول غړي مودلوي خداي له نواهي څخه راوګرځوو، لكه څنګه چي داسلام پيغمبر(صلي الله عيله وسلم ) فرمايي : خداي دبنده دخولي له تړولوسره كارنه لري ، بلكي بايدپه ټوله ماناڅوك روژه ونيسي .

 

ګرانو، زړه ته راتيرواوخوږولوستونكو!

دارمضان دالله پاك مياشت ده ، له اوره دازاديدواودجنتونودګټولومياشت ده ، راسئ په دي مياشت كي لوي خداي ته مخه كړو، ددنياله مادي مصروفيتونواوبوختياوڅخه لږ ځانونه له خداي سره بوخت كړو، ددنيامادي غوښتني نه خلاصيږي ، نس نه مړيږي ، شهوت نه خړوبيږي ، ددنياكاروبارپاي ته نه رسيږي، داټولي هغه بوختياوي دي چي پاي نلري ، ګټه يي هم تلپاتي نه ده اوخوندونه يي هم هميشني نه دي ، راسئ يوڅه وخت يوبل تجارت ته لاس ورته كړو، داسي تجارت چي هيڅ تاوان نلري ، (تجارت لن تبور) داسي تجارت چي سرترپايه ګټه ده ، تلپاتي ګټه ، دتلپاتي ژوندډاډينه ،ارام اوسكون .

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

 

درمضان روژه اوحكم يي

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۷

 

رمضان المبارك دهجري قمري كال دمياشتوله ډلي څخه ديوي هغي نوم دي چي لوي څښتن پكښي پرمسلمانانودورځي روژه فرض كړي .
لوي خداي (ج) فرمايي :
{ أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ } (184) سورة البقرة
(رمضان)څوشميرلي ورځي دي ، نوكه په تاسوكي څوك ناروغ وي اوياپه سفركي وي ، بيادي په دي شميرنوري ورځي روژه ونيسي ، اوهغه كسان چي د(زيات عمر) له امله روژه نسي نيولاي نودي ومسكين ته دډوډۍ په وركړه سره دروژي فديه وركړي ، اوكه چيري په ښيګڼه كي بالابدوالي وكړي نوډيرښه دي اوكه روژه ونيسئ نوبياستاسولپاره بيخي ښه ده كه  چيري تاسوورباندي پوهيږئ .
حكم يي: داسلام څلورمنابع دي ، ياپه بله ژبه څلوردلائل دي چي ورڅخه دعملونواحكام ثابيتيږي ، قرآن كريم ، نبوي سنت ، اجماع اوقياس ، درمضان مياشتي روژه په دريوواړودلائلوسره فرض ده .
قران : لوي خداي (ج)فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون (183) سورة البقرة
ژباړه : اي مؤمنانو! پرتاسوباندي روژه فرض سوي ، څنګه چي ستاسوڅخه پرمخكنيوامتونوفرض سوي وه ، ښايي چي تاسوچي دتقوي خاوندان واوسئ .
همدارازلوي څښتن فرمايي : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185) سورة البقرة
ژباړه : درمضان مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي ، هغه قران چي دانسانانولپاره لارښود، دلارښووني دليل اودحق اوباطل ترمنځ بيلونكي دى ، نوكه له تاسوڅخه چادغه مياشت وليدل روژه دي ونيسي اوكه څوك ناروغ واوياپه سفرتللي ونودي په دي شميرنوري ورځي روژه ونيسي ، الله پاك غواړي پرتاسواساني وكړي اوپرتاسوباندي دتكليف اوزحمت اراده نلري ، اودا(دروژوقضا) ځكه چي هغه شميربشپړسي ،اوځكه چي دخداي له لوري ستاسودهدايت په بدله كي تاسودخداي سترتوب وښوئ اوښايي چي تاسوشكرايستونكي وګرځئ .
نبوي سنت: داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایی : بنى الإسلام على خمس , شهادة ان لا إله إلا الله و أن محمداً رسول الله , و إقام الصلاة و إيتاء الزكاة و صوم رمضان و حج البيت لمن استطاع إلية سبيلاً
ژباړه : اسلام پرپنځوبنسټونودرول سوي ، دالله پاك پريووالي اودمحمد پررسالت شهادت ، دلمانځه ترسره كول، دزكاة وركړه، درمضان روژه نيول اوكه چيري وس ونودبيت الله شريفي حج كول .
په بل حديث كي راځي : عن طلحة بن عبيد الله أن رجلاً سأل رسول الله صلى الله عليه و سلم فقال : يا رسول الله ! أخبرنى عما فرض الله علي من الصيام ؟ قال : شهر رمضان , قال : هل علي غيرة ؟ قال : لا : إلا أن تطوع
ژباړه : له طلحه بن عبيدالله (رضي الله عنه ) څخه روايت دي فرمايي : يوسړي له پيغمبر(صلي الله عيله وسلم) څخه پوښتنه وكړه ، اي دالله رسوله : ماخبركړه چي خداي پرماڅونه روژي فرض كړي ؟ پييغمبر(صلي الله عيله وسلم) ورته وفرمايل : درمضان مياشت ، هغه وويل له دي څخه ماسيوانوري روژي راباندي سته ؟ پيغمبر(صلي الله عيله وسلم)وفرمايل : نه مګرچي ته نفل ونيسي .
اجتماع : ټول اسلامي امت پردي متفق دي چي درمضان روژه فرض ده اوداداسلام له هغواركانوڅخه چي عمل كول ورباندي اړين دي اوورڅخه منكركيدل يي كفربلل كيږي ، يوركن دي.

دروژي غوره والى:

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۸


دحضرت ابوهريرة (رضي الله عنه ) څخه روايت دي چي داسلام سترلارښودحضرت محمد(صلي الله عيله وسلم) فرمائلي : قال الله عز و جل (( كل عمل ابن آدم له إلا الصيام فإنه لى و أنا أجزى به , و الصيام جُنة فإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب ولا يجهل فإن شاتمة أحد او قاتلة أحد فليقل إنى صائم , مرتين , و الذى نفسى بيده لخلوف فم الصائم أطيب عند الله يوم القيامة من ريح المسك , و للصائم فرحتان يفرحهما : إذا أفطر فرح بفطرة , و إذا لقى ربه فرح بصومه )) ::: رواة أحمد و مسلم و النسائى ::: ,
ژباړه: الله پاك فرمايي : دانسان هرعمل دهغه لپاره دي ، مګريوه روژه نه ، ځكه هغه زماده اوزه يي بدله وركوم ، روژه سپردي، كله چي ستاسوديوه دروژي ورځ وي نوبدرددي نه وايي ، اونه دي هم جګړه كوي ، اوكه چاورسره لفظي شخړه كول اويايي ورسره جنګ كاوه نودي دوه واره ورته ووايي چي زه روژاتي يم ، زمادي په هغه زات سره قسم وي چي زمانفس يي په واك كي دي ، دروژاتي دخولي سوړبوي خداي ته دقيامت په ورځ دمشكوتربوي هم غوره دى ، اوروژاتي لره دوي خوشالياني دي  ، كله چي روژه ماته كړي نوپه رژه مات خوشاله سي او څه مهال چي بيادخپل خداي سره ملاقي سي نوپه خپله روژه خوشاله سي .
د عبد الله بن عمرو رضى الله عنهما څخه روايت دي چي داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عيله وسلم) فرمايلي : الصيام و القرآن يشفعان للعبد يوم القيامة , يقول الصيام : أى رب منعته الطعام و الشهوات بالنهار فشفعنى فية و يقول القرآن : منعته النوم بالليل فشفعنى فية فيشفعان
ژباړه : روژه اوقران دواړه دقيامت په ورځ دبنده لپاره شفاعت كوي ، روژه وايي : اي خدايه ! ماپه ررځ كي پرهغه خوراك اوشهوت منعه كړي و،نومايي په حق كي شفيع كړه ، اوقران وايي : ماپه شپه كي پرهغه خوب منعه كړي ونوزماشفاعت يي په حق كي ومنه ، بياخداي ددواړوشفاعت قبول كړي .
د أبى امامة رضى الله عنه  څخه روايت دي فرمايي : أتيت رسول الله صلى الله عليه و سلم فقلت : مُرنى بعمل يدخلنى الجنة , فقال : عليك بالصوم فإنه لا عدل له  ::: رواة أحمد و النسائى و الحاكم و صححه :::
ژباړه : زه دالله پيغمبر(صلي الله عيله وسلم) ته ورغلم ورته ومي ويل : ماپه داسي يوه عمل وګماره چي جنت ته مي ننباسي ، هغه وفرمايل: روژه ونيسه ځكه دهغي لپاره كوم انډول نسته .
د أبى سعيد الخدرى رضى الله عنه څخه روايت دي فرمايي : داسلام سترپيغمبر(صلي الله عيله وسلم) وفرمايل : لا يصوم عبد يوماً فى سبيل الله إلا باعد الله بذلك اليوم النار عن وجهه سبعين خريفاً  ::: رواة الجماعة إلا أبا داوود ::: ,
ژباړه : يوبنده چي دالله په لاره كي يوه ورځ روژه ونيسي نوخداي  ددي يوي ورځي په سبب دده له مخه اوياكاله اورليري كوي .
د سهل بن سعد رضى الله عنه څخه روايت دي چي نبى صلى الله عليه و سلم فرمايلي : إن للجنه باباً يقال له الريان , يقال يوم القيامة : أين الصائمون ؟ فإذا دخل آخرهم أُغلق ذلك الباب  ::: رواة البخارى و مسلم :::
ژباړه : دجنت يوه دروازه ده ، ريان نوميږي ، دقيامت په ورځ به وويل سي ، روژاتيان چيري دي ؟كله چي وروستي روژاتي ننوزي بيابه نودادروازه وتړل سي .

دروژې ګټې

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۹

 

لوي څښتن لره دي حمد اوټولی ستايني وي ، هغه چي پرموږباندي يي درمضان مياشتي روژه فرض كړي اوبيايي توفيق راكړی چی دهغه دغه فرض ترسره کړو،  اودهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي درمضان مياشتي په شپه كي يي تراويح لمونځ سنت كړي همدارازدهغه پرمباركواصحابانواوتابعينوچي دهغه پرپاكه لاره تللي اوموږ ته يي دهغه سنت رارسولي دي .

درنولوستونکو! الله پاک خوراستراوعظیم ذات دی، دټولوکايناتوپنځونکی اوهستونکی دی ، هغه هیڅ شی ته هم اړتیانلری ، بلکی ټول هغه ته اړدی ، هغه دټولوخالق دی اوټول دهغه دمخلوق ، هغه دټولوهستونکی اونابودونکی دی خودهغه سترذات همیشنی اوتلپاتی دی.

الله پاک پرمسلمانانوروژه ددی لپاره نه ده فرض کړی چی په هغوی یوازی  لوږی اوتنده وزغمی ، ددی لپاره یی نه ده فرض کړی چی هغوی ته عذاب ورکړی اویایی وځوروی بلکی دروژی په فرضولوکی دلوی اوحکیم خدای بیشمیره نوری موخی دی چی ډیری یی موږته روښانه نه دی خوځینی یی کولای سووپوهوو.

روژه ډیری ګټی لری چی ځینی یی مانیزی دی ، ځینی یی ټولنیزی اوځینی نوری یی بیاجسمانی دی چی دروژه نیونکی په ښه ورځی .

دروژی څوګټی په لاندی ډول دی :

دتقوی ترلاسه کول :

لوی خدای (جل جلاله ) فرمایی‏:‏ ‏{‏كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون‏}‏

ياني روِ‏ژه موددی لپاره فرض کړی چی  تاسو پکښی تقوی ومومئ .

(‏البقرة‏:‏183‏)‏،  لوي خداي تقوي دروژی شالوری ګرځولی اوروژه یی دتقوی دموندلوسبب بللی ده .‏
اوس پوښتنه داده چی تقوی روژاتی ته کله اوڅنګه په لاس ورځی ؟
تقوي : دالله پاک له عذابه څخه دځان ژغورلو، دهغه له قهراوغوصی څخه دځان ساتلو په ماناده اوداچی بنده دخپل ځان اودالله پاک دنافرمانیوترمنځ یوپوخ دیوال ، بنداویاکلکه پرده جوړه کړی .
اوپه دی کی شک نسته چی روژه دتقوی دترلاسه کولوله لاملونوڅخه یولوی لامل دی ، داځکه یوانسان چی کله دروژی نیولوپرمهال له حلالوشیانو لکه  خوراک ، څښاک اوكوروالي څخه ډډه کوی نوهغه کارونه خوبیخی نه ترسره کوی چی نارواوی ، ځکه دروژاتی وجدان دااجازه نه ورکوی چی هغه دی له حلالوشیانوڅخه ځان وساتی خوحرام دی وکړی .
له همدی امله نوعلماؤویلی چی روژه دمباحوشیانوپه پریښوولوسره نه بشپړیږی بلکی روژه هغه مهال روژه ګرځی چی دمباحوشیانوترڅنګ له محرماتوڅخه هم ډډه وسی .
محرمات لكه ‏:‏سود، غلا، غصب ، په راکړه ورکړه کی غطایستل ، دبل حق خوړل ، غیبت ، بهتان ، ښکنځل ، بدردویل اودخلګوزړونه ازازول ، چی ددغوشیانوله کولوسره سره روژه هیڅ ماناهم نلری اوداسی بلل کیږی لکه چی دحیوان خوله وتړل سی اوترماښامه واښه وروانه چول سی .

امام احمدبن حمبل رحمه الله په خپل مسند کی‏[‏5/431‏] دعبیدرضی الله عنه څخه روایت کړی فرمایی : أن امرأتين صامتا فكادتا أن تموتا من العطش، فذكرتا للنبي صلى الله عليه وسلم، فأعرض عنهما، ثم ذكرتا له، فأعرض عنهما، ثم دعاهما فأمرهما أن يتقيئا فتقيئتا ملء قدح قيحاً ودماً وصديداً ولحماً عبيطاً‏!‏
فقال‏:‏ ‏(‏إن هاتين صامتا عما أحل الله، وأفطرتا على ما حرم الله عز وجل عليهما، جلست إحداهما إلى الأخرى فجعلتا يأكلان لحوم الناس‏)‏‏.‏

ژباړه : دووښځوروژی نیولی وی اونیږدی وه چی له تندی دی مړی سی ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته دهغوی په اړه وویل سول ، هغه صلی الله  علیله وسلم ورڅخه مخ واړاوه ، بیایی ورته یادونه وسوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم بیاورباندی باک ونه کړ، دریم ځل بیاداسلام پیغمبرته دهغوی په اړه وویل سول ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم هغوی راوغوښتلی اوپه قی وهلویی وګمارلی ، هغوی یوه ډکه پیاله وینی ، ژړی اوبه اوغوښی قي کړی !
داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دغودووښځوله هغوشیانوڅخه روژه نیولی وه چی الله پاک حلال کړی خوهغه شیان یی بیانه دی پریئښی چی خدای ورباندی حرام کړی ، دوی دواړی له یوی بلی سره کښینستلی اودخلګوغوښی یی خوړلی دی (یانی : غیبتونه یی کړی ).

له همدی امله په حدیث شریف کی راځی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی :‏ ‏(‏ليس الصيام من الطعام والشراب، إنما الصيام من اللغووالرفث‏)‏ ‏[‏أخرجه البيهقي في السنن الكبرى‏:‏ 4/270‏]‏‏.‏

ياني : روِژه دنه خوراک اوڅښاک په مانانه ده بلکی روژه هغه ده چی څوک له ښکنځولواوبدویلوڅخه ځان وساتی .
همدارازپیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي‏:‏ ‏(‏رب صائم حظه من صيامه الجوع والعطش، ورب قائم حظه من قيامه السهر‏)‏‏‏ .

مطلب داچی : ډیرروژه نیونکی داسی وی چی له روژی څخه یی یوازی لوږی اوتنده په لاس راوړی وی ، اوډیرولمونځوکونکوته یوازی بیخابی په ګټه کی ورپاته وی ، یانی دروژی اولمانځه ثواب یی نه وی .

د جابر رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایی ‏:‏ إذا صمت فليصم سمعك وبصرك ولسانك عن الغيبة والنميمة، ودع أذى الجار، وليكن عليك سكينة ووقار،ولا تجعل يوم صومك ويوم فطرك سواء ‏[‏ذكره ابن رجب في لطائف المعارف وغيره‏]‏‏.‏
ژباړه : کله چی روژه نیسی نوپه خپلوغوږونو، سترګواوژبه باندی هم روژه ونیسه له غیبت اوبدویلوڅخه ، دهمسایه ازارپریږده ، سنګینه اودروندواوسه ، اودروژی اوبی روژی ورځی دی یوشان مه ګرځوه (ځکه په روژه کی بایدډیرهغه څه وکړی چی نورمهال یی نه کوی اوډیرهغه شیان پریږدی چی نورمهال درڅخه کول کیږی )

روژه بایددنفس په کابوکولواودنفسی غوښتنوپه راکملوسره پرصبردانسان داعتیادلامل ورګرځی ، په روژه کی بایدانسان خپل نفس په خپل کنټرول کی وساتی، اودمحرماتوپه نه کولویی عادت کړی ، چی داپه خپله دروژی یوه موخه هم ده ، یانی روژاتی بایدپه خپل نفس تمرین وکړی چی څنګه له هغوی شیانوڅخه ډډه کوی چی زړه یی غواړی ، هغه روژاتی چی له حلالویی روژه نیولی وی خوحرام یی نه وی پریئښی ، یقیناچی روژه یی بیګټی ده ، اودتقوی خاوندنه بلل کیږی ، په حدیث شریف کی راځی داسلام سترپیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی :‏ من لم يدع قول الزور والعمل به والجهل فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه‏.‏

ياني : كوم څوک چی درواغ ویل ، ناوړه عمل اوناپوهی پرینږدی نوالله پاک دهغه دخوراک اوڅښاک پريښوولوته څه اړتیانلری .

له ګناهونوڅخه داندامونوساتنه :

دروژی له ګټوڅخه یوه ګټه داده چی انسان خپل وجدان اوخپل اندامونه له ګناهونوڅخه ساتی ، روژاتی ګناهونوته ورنیژدی کیږی هم نه ترهغوپوری چی دنفس علاقه یی ورسره وشکیږی اوبیایی ترروژی وروسته هم ورته زړه نه کیږی .

روژاتی خپل ځان دلوی خدای په یوه درانه عبادت کی بولی اوکله چی یی نفس ورته ددرواغوویلو، چم ، ناوړه کارونو، ښکنځلو، دبل دحق خوړلواوداسی نوروناروابلنه ورکړی نودی وایی : زه به څنګه داګناهونه وکړم په داسی حال کی چی زه روژاتی یم ،څنګه کولای سی ددغه سترعبادت سره ګناه یوځای کړم ؟

داله له انصافه لیری ده چی څوک په یومهال هم عبادت کوی اوهم ګناه ، هم یی دروژی دعبادت په دودخوله تړلی وی اوهم له هغی سره منافی کارونه ترسره کوی .

روژه بایددیوه تدریب اوتمرین په توګه وکارول سی اوانسان له دی څخه په الهام اخیستلوهمیشه پرخپل نفس کابوولګوی.‏
 

 بدنی تصفیه:  

په روژه کی دالله پاک له حکمتونوڅخه یوهم په دی میاشت کی دروژاتیانودبدن تصفیه اوساتنه ده .

بدنی تصفیه دناروغیودمخنیوی ترټولومهمه وقایه ده ، په روژه کی بدن تصفیه کیږی ، معده ارامیږی اوانسان دلوږی اوتندی پرزغملواموخته کیږی .
 

دبیوزلواوبیچارګانویاد:

دروژې له اهدافواوګټوڅخه یوهم انسان ته دلوږی اوتندی په احساس سره دټولنیز شعورپیداکیدل دی .

روژاتی چی کله په ورځ کی وږی اوتږی سی ښه درک کولای سی چی لوږی اوتنده څه مانالری اوڅوک چی وږی وی نوڅنګه وی .

ددنیاقانون داسی جوړدی چی له اقتصادی پلوه ټول انسانان سره یوشی نه دی ، ځینی شتمن دی اوځینی بی شتو، ځینی په یخواوګرموماڼیوکی اوسی اوځینی نوربیاسره لمراوشین یخ ته کارکوی ، ځینی دماښام ګوله نلری اوځینی نوربیاحیران وی څه شی وخوری ،

دروژی یوحکم چی روژه یی لپاره مشروع سوی دادی چی روژاتی دخپلی لوږی څخه دنورودلوږی الهام واخلی، اوهمیشه دبیوزلواومسکینانوپه اړه فکروکړی ، دهغوی لاسنیوی وکړی ، ورباندی رحم وکړی اوخیرخیرات ورکړی .

روژه دهمدی لپاره مشروع سوی چی انسان دلوږی له امله الله پاک ته عجزوکړی اوخپل بادارته رجوع وکړی ، لکه څنګه چی په حدیث شریف کی راځی :‏ ‏(‏إن النبي صلى الله عليه وسلم عرضت عليه جبال مكة ذهباً، فقال‏:‏ لا يا رب بل أرضى بأن أجوع يوماً، وأشبع يوماً، فإذا جُعْتُ تضرعتُ إليك وذكرتك، وإذا شبعت حمدتك وشكرتك‏)‏ ‏[‏أخرجه الترمذي برقم 2347 وقال حديث حسن‏]‏‏.‏

ژباړه : پيغمبرصلي الله عليه وسلم ته دمكي غرونه دسروزروپه توګه وړاندي سول ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمائل : اي خدايه ! زمانه دي په كار، بلكي زه غواړم يوه ورځ وږي واوسم اوبله هغه موړ، كله چي وږي يم تاته به عجزكوم اويادوم به دي اوپه كومه ورځ چي موړيم نوبيابه ستاشكراوحمدوايم .
دروژي له حكمونوڅخه يوحكم دادي چي په روژه څوك ډيري خوراك ونه كړي ، ترڅودلوږي احساس وكړي اوبياخداي ته خضوع عاجزي اودوعاوكړي ، ځيني كسان په روژه كي ډول ډول خوراكونه كوي ، دروژمات څخه نيولي بياترپيشلمي پوري خوراك كوي اوبياپه پيشلمي هم ځان ترپزي موړكړي چي بيانوهيڅ دروژي اثرورباندي نه مالوميږي ، نه دشپي له پلوه  دالله پاك عبادت ، تراويح ، نفل اوتلاوت كولاي سي اونه هم ‏دورځي كاربار، بلكي ټوله ورځ بيده وي ، چي داكاردپيغمبرصلي الله عليه وسلم ، صحابه كرامواوسلفوعادت نه و ، بلكي هغوي به په وږي نس روژه نيوله اوډيرمهال به يي دخپل خداي عبادت كاوه .

دشهوت كمښت:

داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم روژه دځوانانولپاره وجاء بللي ياني دشهوت كابوكونكي ، فرمايي :‏ ‏(‏يا معشر الشباب، من استطاع منكم الباءة فليتزوج؛ فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء‏)‏‏.‏ ‏[‏متفق عليه‏]‏‏.‏

اي ځوانانو! كه مالي توانايي لري نوواده دي وكړي ځكه هغه دعورت ساتونكي اودسترګوكابوكونكي دى ، اوكه څوك واده نسي كولاي نوبياښايي روژه ونيسي ځكه روژه دشهوت كمونكي ده .
داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي چي روژه دشهوت كمونكي اوكابوكونكي ده خوډيري كسان ليدل كيږي چي دروژي سره سره يي بيا هم شهوت لمبي وهي اوداځكه چي هغوي لوږي نه ده احساس كړي ، هغوي دروژي اثرات نه دي موندلي اولكه څنګه چي ښايي هماغسي يي عبادت نه دي كړي ، بلكي هغوي ټوله شپه له خوراكونوسره مل په مجسلونو، ټوكوتكالو، ورقواوفلمونوكتلوتيروي اوپه پيشلمي هم دوهه خوري چي روژه مات يي لابياسم خواته نه كيږي .

په دي هيله چي الله پاك راته دخپل عبادت توفيق راكړي ، اوپه دي مباركه مياشت كي مودخپل رحمت اوبركت څخه برخمندوګرځوي .

بايد څنګه روژه ولرو؟

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۱۱

 

لوي خداي ته دي بيشميره شكرونه اوحمدونه وي چي درمضان ديوي لسيزي  دروژونيولوتوفيق يي راپه برخه كړ،هغه سترذات چي درمضان دغه دويمي لس ورځي يي دمغفرت ورځي بللي دي اوپه دي ورځوكي يي له بندګانوسره دهغوي دګناهونودبخښي ژمنه كړي ، دهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي امت ته يي په دغوستروشپوورځوكي دتقوي ، عبادت ، ټولنيزشعورموندلو اودلوي خداي دربارته دلاسونودلپه كولوامركړي اودهغه پرګرانوملګرودي هم رحتونه وي چي هريويي زموږ لپاره دستوري په شان لارښوونكي دي .

درنولوستونكو!

لوي خداي موږ ټول داسلام دسترلارښودحضرت محمد صلي الله عليه وسلم پراطاعت امركړي يو، اوفرمايي چي : اطيعوالله واطيعواالرسول ... دالله اودهغه درسول اطاعت وكړئ .

پيغمبرصلي الله عليه وسلم دالله استازي دي ، هغه چي هرڅه كړي اوويلي دالله پاك له ويناوامرسره يي سم كړي ، لكه څنګه چي پخپله لوي خداي فرمايي : وماينطق عن الهوي ان هوالاوحي يوحي ... هغه له ځانه څه نه وايي ، بلكي داټول هغه ته وحي سوي .

اوداسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم هم فرمايي : انمابعثت معلما... زه يوښونكى راليږل سوي يم .

زه غواړم ددغه سترلارښود اوښونكي پيغمبردروژي ډول تاسوته وښيم ، په هغي كي دواجباتو، ادابو، دوعاګانو، دهغي دحكمونو، ماتونكواوګټوپه اړه په لنډډول مالومات دركړم ، دلوي خدايه غواړم چي موږ اوټولومسلمانانوته دخپل پيغمبردسنت دپيروۍ توفيق راپه برخه كړي اوموږ دهغه ريښتوني لاروي وګرځوي .

*دروژي تعريف:دسهارله څرګنديدلوبيادلمرترلويدوپوري دخوراك څښاك اوجماع څخه په ډډه كولو دلوي څښتن عبادت ته روژه وايي .  
* درمضان مياشتي روژه داسلام له اركانوڅخه يومهم ركن دى څنګه چي داسلام لارښود صلي الله عليه وسلم فرمايي : "بني الإسلام على خمس: شهادة أن لا إله إلا الله، وأن محمداً رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وصوم رمضان، وحج البيت الحرام" (متفق عليه) .

ژباړه : اسلام پرپنځوبنسټونودرول سوي ، دالله پاك پريووالي اودمحمد پررسالت شهادت ، دلمانځه ترسره كول، دزكاة وركړه، درمضان روژه نيول اوكه چيري وس ونودبيت الله شريفي حج كول .


روژه څوك نيسي :

*روژه پرهرمسلمان ، لوي اوهوښيارانسان فرض ده چي پركوروي اودنيولوتوانايي لري .
* كافرروژه نه نيسي ، اوكله چي وروسته اسلام راوړي دتيري روژي قضاهم ورباندي نسته .
* پركوچني چي لادلويښت سرحدته نه وي رسيدلي روژه نه ده فرض خولس كلن اوترهغه زيات عمره كوچنيان دي دعادت نيولوپه موخه په ورژه نيولووګمارل سي .
*ناروغ چي عاجلي درملني ته اړتيالري اودناروغي سره روژه نسي نيولاي كولاي سي ورژه وخوري خوترجوړيدووروسته به بيرته قضاراوړي .
* پرليوني هم روژه نه ده فرض اوكه هرڅونه لوي هم وي نودروژي فديه هم ورباندي نسته ، همداراز هغه باوله چي دښوبدوتوپيرنسي كولاي اوهغه دډيرعمرسړى چي څوك نه پيژني هم كولاي درژي پرځاي فديه وركړي .
* هغه څوك چي په هميشني ډول روژه نسي نيولاي ، ياخودډيرعمروي (شيخ فاني)اوياداسي ناروغ چي ناروغي يي نه رغيږي ، كولاي سي دروژوپه بدل كي فديه وركړي چي دهري ورځي روژي په بدل كي به يومسكين مړوي .
* هغه بلاربي اوياتي وركونكي ميرمني چي روژه ورباندي سخته وي اودنيولوسره يي ماشوم ته زيان رسيږي ، كولاي سي روژي وخوري خوبيادي يي قضاراوړي .
* هغه ميرمني چي په مياشتنيوښځينه ناروغيوكي وي اويايي دزيږون څلويښتي وي هم دي روژي نه نيسي خوقضادي يي راوړي .
* هغه څوك هم كولاي سي روژه وخوري چي  ديوچادژوندژغورولوله امله دروژي خوړلوته مجبوروي لكه له غرقيدواوسوځيدوڅخه ديوه بيچاره خلاصوونكى خوقضايي ورباندي لازمه ده .
*مسافرته دروژي خوړل روادي خوكه يي ونيسي هم سمه ده ، داكه دائمي مسافروي لكه دكرايي موټر، الوتكه اواوكښتۍ چلونكي اويالنډمهاله مسافروي لكه له يوه ځايه بل هغه ته تلونكي .
دروژي حكمونه :

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۱۲

۱- نيت:

دفرضي رژي لپاره نيت فرض دي خودامام ابوحنيفه رحمت الله عليه په مذهب پكښي لازمه نه ده چي دشپي به وي بلكي دزوال ترمخه هم كيداي سي ، څنګه چي داسلام سترلارښودحضت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي : انماالاعمال بالنيات وانمالكل امرءمانوي ... رواه الصحيحين .

ياني :دعملونودارومدارپرنيتونوولاړدى اوهرچاته هه څه رسي چي نيت يي كړي وي .

نيت دزړه قصدته وايي اوپكښي په خوله ويل لازم نه دي ، اوكه چيري نوروته دوريادولوپه موخه په خوله هم وويل سي لاسمه ده .

۲- دروژي وخت:

لوي خداي فرمايي: وكلوا واشربوا حتى يتبين لكم الخيط الأبيض من الخيط الأسود من الفجر ? (البقرة: 187) .

ژباړه : ترهغه مهاله خوراك اوڅښاك كوئ چي سپين تارله توره هغه راوځي ، ياني سهاركيږي .

سهارونه دوه دي .
* درواغجن سهار:داسهاردسهارلمونځ نه رواكوي ، پيشلمي پايته نه رسوي اودتهجدوخت نه ختمي ، داداسمان پرمخ اوږده غځيدلي رڼاده چي لوړه ختلي وي .
* ريښتوني سهار: داهغه سهاردي چي ترختلووروسته يي دسهاردلمانځه وخت داخليږي اودروژاتي لپاره نورخوراك اوڅښاك منعه ګرځي ، دا دغرونوپرسرونوداسمان په كناره (څنډه) كي غځيدلي رڼاده چي ورووروپسي ډيريږي اودغرب پرلورغوځي .
كله چي دختيځ له لوري شپه راښكاره سي اولمرپټ سي نوبيادروژي دماتولووخت راځي ، پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي: "إذا أقبل الليل من هاهنا وأدبر النهار من هاهنا، وغربت الشمس فقد أفطر الصائم" (متفق عليه).

ياني : كله چي له شرقي پلوه شپه راوړاندي سي ،ورځ غرب خواته وركه سي اولمرډوب سي نوروژاتي دي رژه ماته كړي ،(كه څه هم روښنايي وي خوچي لمرنهام سي دروژي ماتول روادي).

 ۳- پيشلمى:

پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي: "فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر" (رواه مسلم)

ياني : زموږ (مسلمانانو)اونوركتابيانودروژي توپيرپه پيشلمي سره كيږي ،( هغوي پيشلمي نه درلود،ځكه ترخوب وروسته بياهغوي نسواي كولاي شي وخوري )

همدارازپيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي : "البركة في ثلاثة: الجماعة، والثريد، والسحور" (صحيح رواه الطبراني في الكبير)

ياني : بركت په دريوشيانوكي دى ، جماعت (ټولۍ) ثريد(       ) اوپيشلمي كي .

دپيشلمي په بركت شك نسته ځكه په دي سره له يوه پلوه دپيغمبري سنت اتباع راځي اوله بل اړخه روژاتي ته دروژي په نيولوكي ځواك بخښي .

داسلام پيغمبر دپيشلمي خوراك مباركه غذابللي، فرمايي : "هلمّ إلى الغذاء المبارك" (صحيح أبي داود)

دغه مبارك خواړه خپل كړئ .

همدارازمهربانه لارښود صلى الله عليه وسلم فرمايي: "السحور أكلة بركة فلا تدعوه ولو أن يجرع أحدكم جرعة من ماء، فإن الله وملائكته يصلون على المتسحرين" (حسن رواه الإمام أحمد) .

ياني : دپيشلمي خواړه دبركت خواړه دي نومه يي پريږدئ كه څه هم داوبويوه غوړپ وي ، ځكه الله پاك اودهغه ملكي پرپيشلمي كوونكورحمتونه كوي اوورته دبخښي غوښتتنه كوي .

بل ځاي مهربانه پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي : "نعم سحور المؤمن التمور" (صحيح أبي داود).

ياني : دمومنانوغوره پيشلمي خورماده .

پيغمبرصلي الله عليه وسلم دشپي په وروستيوكي دپيشلمي پركولوټنګاركړي اولارښوونه يي داده چي پيشلمي سهارته نيژدي وسي خودونه هم نه چي پرچاسهارسي .

 ۴- هغه چي روژاتي يي بايدپريږدي:
* درواغ ويل: پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: "من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله عز وجل حاجة أن يدع طعامه وشرابه" (رواه البخاري) .

څوك چي درواغ اوپه هغه باندي عمل كول پري نږدي نوالله پاك دهغه دخوراك اوڅښاك پريښوولوته كومه اړتيانلري .
* بدي اوبي ګټي خبري: داسلام مهربانه لارښود صلى الله عليه وسلم فرمايي: "ليس الصيام من الأكل والشراب ، وإنما الصيام من اللغو والرفث ، فإن سابَّـك أحد أو جَهِل عليك فقل : إني صائم" (صحيح ابن خزيمة) .
روژه يوازي دخوراك اوڅښاك څخه دځان ژغورلوپه مانانه ده بلكي اصلي روژه داده چي څوك له بدواوبي ګتوخبرونوڅخه ډډه وكړي ، كه چاښكنځل درته كول اويايي بريددرباندي كاوه نوورته وايه چي زه روژاتى يم.

۵- هغه چي روژي ته زيان نه رسوي:
* په سهاركي دجنابت غسل كول :په حديث شريف كي راځي : عن عائشة أن النبي صلى الله عليه وسلم: "كان يدركه الفجر وهو جنب من أهله ثم يغتسل ويصوم" (متفق عليه) .

ياني : عايشه رضلي الله عنهاوايي چي پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ځيني مهال په شپه كي ورباندي اوښتي  غسل په سهاركي كاوه .
* مسواك وهل :مسواك وهل دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له مباركوسنتونوڅخه دي مبارك عليه الصلاة والسلام فرمايي: "لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم بالسواك عند كل وضوء " (متفق عليه) .

ياني : كه مي پرامت ددرنيدلوانديښنه نه واي نوبه مي تاسوله هراوداسه سره په مسواك وهلوامركړي واست په دغه مبارك حديث كي دروژاتي اوناروژاتي يادونه نسته ، ځكه نوپه روژه كي دمسواك وهلوكوم خاص ممانع نسته خوپه دي شرط چي مسواك خاشي ايستونكي نه وي چي دتيريدوويره يي وي اوياداسي مسواك نه وي چي خوږ خوندولري كه داسي وي نوبيايي وهل مكروه دي .
* دپزي اوخولي پريولل : پيغمبر صلى الله عليه وسلم به دروژي په حالت كي هم په خوله اوپزه اوبه رغړولي خوروژاتى يي په دي كي له زياتي مبالغي څخه منع كړي ،پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: "وبالغ في الاستنشاق إلا أن تكون صائماً" (صحيح أبي داود) .

په پزه پريولوكي ښه ډيره مبالغه كوه مګركه روژاتى وي .
* دغاښ كښل : روژه نه ماتوي خوكه دكښلوپرمهال پيچكاري لګولوته اړتياوي اوياددرملوتيرولوته بيا بايدوكتل سي كه هغسي پيچكارۍ وه چي نس اويادماغ ته وصل كيږي نوروژه ماتوي اوكه نه پروانلري، خواوسمهال دغاښونودكښلوپرمهال له يوډول سپرې څخه كاراخيستل كيږي چي دغاښ شاوخوابي حسه كوي اوله امله يي نس ته څه نه ننوزي په دي صورت كي پروانلري.
* دخوراكي شي څكل:كه دخوړوخالي څكه وسي اوحلق نننوزي روژه نه ماتوي خومكروه ده ، مګرهغه ميرمن چي نارينه يي بدطبيعته وي اودمالګي په ډيريدواوكميدوورسره جنجال كوي اوهغه مورچي خپل ماشوم ته ډوډۍ ژويي اوپه خوله كي يي وركوي كولاي سي دخوړوڅكه وكړي اوياډوډۍ وژويي خوپه دي شرط چي حلق ته ولاړنه سي اوكه ولاړسي روژه ماتيږي ، همداډول په غاښوكي خاشه وهل هم پروانلري خوپه دي شرط په غاښ كي بندشي تيرنسي ، دحضرت عبدالله بن عباس  رضي الله عنهما روايت دى : "لا باس أن يذوق الخل أو الشيء ما لم يدخل حلقه وهو صائم" (رواه البخاري) .

ياني : دسركې اويابل شي څكل پروانلري ترهغوچي حلق ته نه ننوزي.
* دسترګوتورول اوپكښي څانكي تويول : هغه رانجه اوڅاڅكي چي ځان حلق اويانس ته نه رسوي روژه نه ماتوي خوكه يي تاثيرتلي نوبيانه ده ښه ، خوپه هرصورت په روژه كي ورڅخه ډډه كول ښه كاردى.

6- روژه مات :


* په روژه مات كي تلواركول سنت دى ،او په دي سره ديهودواونصاراوسره مخالف راځي ،ځكه هغوي به دستوريوترڅرګندتياپوري روژه مات نه كاوه ، پيغمبر-صلى الله عليه وسلم-فرمايي : "لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر" (متفق عليه) . ترهغوپوري به داخلګ په خيروي ترڅوچي په روژه مات كي تلواركوي .

همدارازپيغمبر - صلى الله عليه وسلم-فرمايي: "لا تزال أمتي على سنتي ما لم تنتظر بفطرها النجوم" (صحيح ابن حبان)

ياني : ترهغوپوري زماامت زماپرسنتوولاړوي ترڅوچي په روژه مات كي دستوروانتظارونه كړي.
* دماښام ترلمانځه مخكي دروژي ماتول:د أنس رضي الله عنه روايت دى وايي : "كان رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يفطر قبل أن يصلي" (حسن رواه أبو داود) . ياني : پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ترلمانځه مخكي روژه ماتول.
* په څشي بايدروژه ماته سي ؟ د أنس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت فرمايي : "كان النبي - صلى الله عليه وسلم - يفطر على رطبات قبل أن يصلي، فإن لم يكن رطبات فتمرات، فإن لم يكن تمرات حسا حسوات من ماء" ( صحيح أبي داود ) .

ياني: پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ترلمانځه مخكي په لندوخرماووروژه ماتول اوكه به هغه نه وي نوبيابه يي تمر(لږ وچه خرما) خوړل اوكه به هغه هم نه وه بيابه يي داوبوڅوغوړپه وكړل .
* دروژي ماتولوپرمهال بايدڅه وويل سي ؟ دروژي ماتولوپرمهال بايدلوي څښتن ته دوعاوي وسي ، ځكه داهغه مهال دي چي بنده دخپل خالق دامرپرځاي كولوپه ډول تراوږده انتظاروروسته خوله خلاصوي  پيغمبر - صلى الله عليه وسلم- فرمايي: "للصائم عند فطره دعوة لا ترد" (صحيح ابن ماجه) . ياني : دروژي ماتولوپرمهال دروژاتي دوعانه رديږي.

پيغمبر-صلى الله عليه وسلم- به دروژه مات پرمهال دادوعاويل : "ذهب الظمأ وابتلت العروق، وثبت الأجر إن شاء الله" (صحيح أبي داود) .ياني :لوږي ختمه سول ، رګونه لانده سول اومزدوري ثابته سول كه دالله خوښه وه.

۷- روژه نيول اولمونځ نه كول:
* كه څوك روژه نيسي اولمونځ نه كوي نوګواكي داسلام له اركانوڅخه يي يومهم ركن پري ايښي اوترهغوچي لمونځ نه كوي روژه يي هم ګټه نه رسوي ، ځكه دلمانځ نه كونكى فاسق اوياكافرګڼل كيږي اودكافرهيڅ يوعمل نه قبليږي ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي : (الصلاة عمادالدين ، من اقامهافقداقام الدين ومن انهدمهافقدانهمدالدين ... )) ياني : لمونځ ددين ستن ده نوكه چالمونځ كاوه دين بشپړقايم كړي اوكه چاداستن ونړول نوګواكي دين يي ونړاوه .

همداراز پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي: "العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة، فمن تركها فقد كفر" (صحيح رواه الإمام أحمد).

ياني : دمومنانواوكافرانوترمنځ توپيرپه لمانځه سره دى ، كه چالمونځ پريښودنوكافرسو.

 ۸- دشپي ولاړه ( دتراويح لمونځ ):
 

رسوالله  -صلى الله عليه وسلم-  درمضان په مياشت كي دشپي له پلوه په جماعت سره دنفلوترسره كول سنت ګرځولي ، هغه صلي الله عليه وسلم پخپله څوشپي داكاركړي اوبيايي له دي ويري چي پرامت يي فرض نسي بيرته پري ايښي دي ، پيغمبرصلي الله عيله وسلم له وتروماسيوا اته ركعته تراويح كړي چي ټولټال يوولس ركعته كيږي ، څنګه چي حضت عائشة رضي الله عنها فرمايي: "ما كان النبي -صلى الله عليه وسلم- يزيد في رمضان ولا في غيره على إحدى عشرة ركعة" (متفق عليه).

ياني : پيغمبرصلي الله عليه وسلم په روژه اوغيرروژه كي تر۱۱ ركعتونوزياتوب نه دي كړي .

كله چي وروسته داسلام دويم خليفه حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه دغه نبوي سنت بيرته راژوندي كاوه نويي دوتروسره درويشت ركعته كړچي ټول يي په جماعت سره اداكول.

خويوبدعت چي نن ورځ په دغه لمانځه كي رادودسوي ، دنورولمنځونوخلاف دقراءت ، ركوع ، سجدي اوناستوچابكوالي دى چي ترډيره دلمانځه دخشوع اوخضوع سره سرنه خوري، مازي دسرپورته اوكښته كول وي نه پكښي دقران تدبرراځي اونه هم په ترتيل سره دقران كريم تلاوت ، ځيني امامان ددي لپاره چي خپله باټه چاغه كړي خلګ دختم له تراووڅخه راګرځوي اودي ته يي هڅوي چي په ده پسي چابكي دالم تركيف تراويح وكړي .

لوي خداي دي زموږ وامامانوته هدايت وكړي ترڅودخداي عبادت دخداي په خوښه وكړي نه دخلګواومقتديانوپه خوښه . 

سوال : دتراویح لمونځ سنت دی که نفل؟

ځواب : دتراویح لمونځ پرنارینه اوښځوباندی لازم دی ،سنت مؤکددی ، په جماعت باندی یی کول کفایی سنت دی نعنی چې ځینی یی وکړی دنوروغاړی ورباندی خلاصیږی ، دبیلګی په توګه دکلی په جومات کی تراویح په جماعت کیږی خویوکس یی په خپل کورکی یوازی کوی غاړی یی نه دی بندی ، خوکه دکلی ټول خلګ دتراویح جماعت پریږدی نوټول ګنهکارګڼل کیږی .

سوال : دتراویح لمانځه وخت کوم دی  ؟

ځواب : دماخوستن له لمانځه وروسته بیادسهارترڅرګندیدوپوری دتراویح لمانځه وخت دی ، دوترلمانځه وړاندی هم تراویح کیدای سی اووروسته هم ، په دی معنی چې که له چاڅخه دتراویح لمانځه څورکعته تیروی اوله امام سره یی ترورترووروسته وکړی پروانلری .

سوال : دتراویح لمانځه دکمیت اوکیفیت په اړه معلومات راکړئ؟

ځواب : شل رکعته په لسوسلامونو، مطلب داچې هرځل ددوورکعتونوپه نیت سره اوبیاسلام سنت دی ، همدارازدهرودووترویحویعنی څلورورکعتونووروسته یوه داستراحت ناسته مستحب ده .

سوال : په كومه اندازه چې دترويحوپه منځ كي ارام كښيني ،چپه خوله اوكه به يوشي وايي ؟

ځواب: اختيارلري ، كه خاموش كښيني اوكه كرار كراردقرآن كريم تلاوت كوي ، ياتسبيحات وايي اويايوازي نفلي لمونځ كوي خوښه داده چې لمونځ ونه كړي اوتلاوت ياعام تسبيحات ولولي .

سوا ل:په تراويح لمانځه كي دقرآن كريم ختم څه ډول دي ؟

ځواب : درمضان په مياشت كي يووار دقرآن كريم ختم سنت دي ، دوه ځلي اودري ځلي ترهغه هم غوره دي ، خو دوه اودري واره ختم يوازي په هغه صورت كي ښه دي چې دمقتديانولپاره ګران نه وي ، البته ښه دادي چې په تراويح لمانځه كي يووار قرآن كريم هرومرو ختم سي اوپه دي كي دي دمقتديانو سستي اولټي ته اهميت نه وركول كيږي . 

زموږ دكندهارخلك ډيرى دالم تركيف پرتراويح اكتفاكوي ، امامان هم له دي خاطره چي خپله يي قرآن كريم يادنه وي اوداهم نه غواړي چې دسرسايي او دتراويح دختم له كاليو اوپيسوبي برخي سي ، نه غواړي چې په مسجد كي دي يي ختم وسي ، اومقتديان هم چې ددنياكاروباراودشپي له پلوه بانډارونو اومجلسونو پرسراخيستي له خدايه پلمه غواړي اوپه يوه اوبله پلمه دختم له تراويح څخه ځانونه باسي .

ځيني ځايونه چې دختم تراويح هم كيږي ، حافظان صاحبان چې ډيرى يي جاهلان اوكم علمه كسان وي ، دخلكو دخوشالولو، نوم ايستلو اوځان ژرخلاصولوپه نيت دونه چټكي تراويح كوي چې هادچاخبره نه خپله ورباندي پوهيږي چي څه مي وويل اونه يي هم سامعين توري اوكلمات درك كولاي سي .

دقرآن كريم ددي فرمان پراساس چې : ورتل القرآن ترتيلا، قرآن كريم بايد په ارامه تلاوت سي ، اوپه لمانځهن كي دتدبر، دقران په مفاهيموكي دفكركولو اودلمانځه لپاره دخشوع اوخضوع غوښتنه خوداده چې په تراويح كي قرآن په خورا ارامه اوسنګينه لهجه تلاوت سي ، ترڅو هم دلمانځه اداب پرځاي سي اوهم دقران كريم دتلاوت .

سوال : په ناستي تراويح لمونځ څنګه دي ؟

ځواب : كه څوك په ولاړه پرلمانځه قدرت لري په ناستي دتراويح لمونځ كول له دي سره سره چي روادي خو كراهت لري .

سوال :ځيني كسان دركعت په پيل كي له امام سره نه يوځاي كيږي اوكله چې امام ركوع ته ولاړسي بيادوي ژرنيت وكړي او په لمانځه كي داخل سي داكارڅنګه دي ؟

ځواب : داكار مكروه دي ، دلمانځه له پيله بايد ورسره شريك سي .

لمونځ دخداي دعبادت اودالله پاك دياد او نمانځني په موخه كيږي اوله همدي امله خشوع اوخضوع پكښي ډيره مهمه ده اوداهله كيداي سي چي څودلمانځه پروخت نوري ټولي دنيوي چاري شاته وغورځوي .

سوال : كه كوم څوك له امام سره فرض ونه نيسي ، يوازي فرض وكړي اوبيا په امام پسي دتراويح نيت وكړي ، روادي كه نه ؟

جوا ب: بلي روادي ، خو ښه دادي چې څوك پروخت مسجد ته ځان ورسوي ، له امام سره يوځاي فرض په جماعت اداكړي اوبياتراويح لمونځ وكړي ، ځكه دجماعت لمونځ دامام ابوحنيفه رحمت الله عليه وپه نيزد مؤكد سنت دي او دفرضي لمانځه درجي ورباندي لوړيږي ، آن ځيني امامان لكه امام شافعي رحمت الله عليه خويي بيخي واجب ګڼي ..


دروژې
ماتوونكي:

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۱۵


پوښتنه (
۱): هغه كوم شيان دي چي دروژي دماتولولامل ګرځي اوپه ترسره كولوسره يي پرروژاتي څشي واجبيږي ؟

ځواب : روژه څوشيان ماتوي :
لومړى: هرهغه څه چي په قصدسره دروژاتي نس اويادماغ ته ننوزي له هري لاري چي وي ،خوله، پزه ، غوږ ياكوم بل ځاي روژه ورباندي ماتيږي . 
دويم: په قصدسره خوراك اوڅښاك كول ، لوي خداي جل جلاله فرمايي : {وكلوا واشربوا حتى يتبين لكم الخيط الأبيض من الخيط الأسود من الفجر}.

ياني: ترهغه مهاله پوري خوراك اوڅښاك كوئ چې سپين تارله تورهغه څخه رابيليږي (ياني سهاركيږي)

دريم:هغه څوك چي په قصدسره قي ووهي،خوكه بي پامه ورڅخه قي ووهل سوبيايي روژه نه ماتيږي، څنګه چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي: "من استقاء متعمدا فعليه القضاء، ومن ذرعه القيء فلا قضاء عليه" (11).

ياني : كه څوك پخپله قي ووهي نوقضاورباندي لازميږي اوكه قي ورڅخه ووهل سوبياورباندي قضانسته.

څلورم: كله چي روژاتى ځان خلاص كړي (ياني : مني ورڅخه ووزي) هغه چي په هرډول وي روژه ماتوي ، دجماع په ذريعه وي اويادموټ وهلو(استمنا).

پنځم: هغه څوك چي درمضان مياشتي په ورځ كي په خپله خوښه كوروالي (جماع )وكړي روژه يي ماتيږي اودقضاترڅنګ ورباندي كفاره هم لازميږي .

نوټ: كه په هرډول له ډولونودچاروژه ماته سي ، ورته په كارده چي نورترماښامه دروژي په ډول خپله خوله وتړي اوځان روژاتي غوندي وګڼي، خوداپه دي مانانه ده چي داروژه يي سمه ده بلكي قضااوكفاره (په هغه صورت كي چي كفاره هم ورباندي لازمه سوي وي) بايدترسره كړي .
پوښتنه(
۲): كه په روژه كي څوك موټ ووهي (په لاس اوياځان موښلوځان انزال كړي)روژه يي ماتيږي ؟ اوكه ماتيږي نوبايدڅه وكړي ؟

ځواب: موټ وهل روژه ماتوي ، لكه څنګه چي مومخكي يادونه وكړه انزال كه په هرډول وي دروژي دماتيدولامل ګرځي ، كه كوم څوك په قصدسره داكاروكړي نودروژي قضاورباندي لازميږي اوكفاره نسته.

موټ وهل كه په لاس وي ، دورانه په ذريعه وي اوياپه بالښته اوبل شي سم كارنه دى ، ځكه له يوه پلوه جسماني روغتياته زيانمن دى اوله بل پلوه دانساني قوې ناسمه كارونه ده چي داسلامي شريعت له مخي نارواكاردى ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم موټ وهونكى رټلي بللي ،فرمايي : ( ناكح اليدملعون ...) ياني : له لاس سره واده كونكى درټلووړدى .
كه يوڅوك له خپلي ميرمني سره بازۍ كوي ، لاس ورباندي وهي اوپه دي حال كي خلاص (انزال) سي هم روژه ماته ده خويوازي ورباندي قضالازميږي اوكفاره ورباندي نسته .

نوټ : مني هغه سريښناكه ګاټه اوبه دي چي له تناسلي آلې څخه ترراوتلووروسته انسان سړيږي اودشهوت اوريي مري اوبله نښه يي داده چي په ډيرزورسره راوزي اوغورځي ، له مني څخه ماسيوادوه نورشيان هم سته چي يوه ته( ودي) اوبل ته (مذي ) ويل كيږي ، (مذي) ترخلاصيدومخكي دشهوت راپورته كيدوپرمهال راوزي چي دمني په پرتله ګاټه نه دي اورنګ يي هم داوبوغوندي روڼ دى او(ودي) ترانزال وروسته راوزي چي هم په شكل كي مذي ته سوي دي ،اوحكم يي دادى چي  دمذي اوودي په وتلوروژه نه ماتيږي، غسل هم نه واجبوي خوكالي ورباندي مرداريږي اوپه وتلويي اودس لازم ګرځي .
 
پوښتنه(
۳): هغه څوك چي درمضان مياشتي روژي سربيره له خپلي ميرمني سره كوروالي (جماع) وكړي څشي ورباندي لازميږي اوميرمن يي بايدڅه وكړي ؟

ځواب: درمضان په مياشت كي دورځي له پلوه جماع كول روژه ماتوي اوسخته ګناه ګڼل كيږي ځكه په دي توګه دروژي حرمت ترپښولاندي كيږي ، نوله همدي امله دى چي ددغه كارپركونكي دري كارونه لازميږي :
لومړى: پردي كارباندي دزړه له تله پښيمانه كيدل اوله لوي خداي څخه دبخښي غوښتنه كول .

دويم: ددغي ورځي قضابه راوړي .

دريم : كفاره به وركوي ، ياني: دوي مياشتي به پرلپسي روژي نيسي اوكه يي هغه ديوه شرعي عذرله امله نسواي كولاي نوشپيتومسكينانوته به سهاراوماښام ډوډۍ وركوي ، څنګ چي داسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه سړي ته چي په ورځ كي يي له خپلي ميرمني سره جما ع كړي وي فرمايلي"أعتق رقبة، فإن لم تجد فصم شهرين متتابعين، فإن لم تستطع فأطعم ستين مسكينا" (12).

ياني: يومريى ازادكړه ، كه هغه نسي كولاي دوي مياشتي پرلپسي روژي ونيسه اوكه دي هغه هم په وسه نه وي نوشپيته مسكينان ماړه كړه .

خويوه خبره چي په دي ځاي كي ديادولووړده، داده چي كفاره پرهغه چالازميږي چي شرعاورته دروژي خوړل روانه وي ، دبيلګي په توګه مسافراوناروغ ، اوبل داچي دجماع ځاي دښځي مخ اوياشاوي اوكه يي په ورانه ، نواويابل ځاي كي ځان خلاص كړي وي بياكفاره ورباندي نه لازميږي.

همدارازهغه څوك چي په تيروتنه جماع وكړي كفاره ورباندي نه لازميږي، دبيلګي په توګه  دسهاروخت داخل سوي ووخوده ګمان كاوه چي لاشپه ده .
كه ميرمن له ميړه سره په دي كاركي همږغي وه پرهغي هم كفاره اوړي خوكه په زوره ورسره كارسوي وي نوبيايوازي قضاورباندي لازميږي .

پوښتنه(
۴):ځيني كسان ددي لپاره چي له كفارې څخه ځانونه خلاص كړي، داسي چم كوي چي له جماع څخه مخكي په يوه بل غيرمغذي شي روژه ماته كړي اوبياجماع وكړي ، اياپه دي چم سره كفاره ساقطيږي ؟

ځواب: كه څوك درمضان په روژه كي له ښځي سره كوروالي (جماع) وكړي كفاره ورباندي لازميږي ، اوترڅنګ يي سخت ګناهكارهم ګرځي ، ځكه چي دروژي حرمت ته يي سپكاوى كړي ، په چم اوحيله باندي نه خلاصيږي ، ځكه چي لوي خداي دزړونومالك دى (يعلم ماتبدون وماكنتم تكتمون) ستاسوپه ټولوښكاره اوپټوپوه دى ، همدارازهغه ښځه چي په خپله خوښه داكاركوي اوځان داسي اچوي چي ګواكي په زوره ورسره سوى ، هم ګناهكاره ده اوكفاره ورباندي لازميږي .

پوښتنه(
۵):كه دروژاتي نس ته په تيروتنه شي ننوزي روژه يي ماتيږي ؟

ځواب: دامام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب يوازي دهيري په صورت كي روژه نه ماتيږي اوپاته دزوراوتيروتني په دواړوحالتونوكي روژه ماته بولي خويوازي قضالازميږي.

پوښتنه(
۶): كه روژاتى خپل عورت ته لاس وروړي اويايي ښځه له لاس اويانوربدن سره ومښلي روژه يي څنګه ده ؟

څواب: په قصدباندي له ښځي سره تماس نيول سم كارنه دى ځكه دروژي دماتيداويره ورڅخه رامنځته كيږي ، اوله پردۍ ښځي سره خوبيخي ګناه ده ځكه داكارله روژي پرته هم ښه نه دى ، مګرله قصدپرته كه دلاس اويادبدن له نوروغړوسره دښځي تماس راسي پروانه لري اوروژي ته هم تاوان نه پيښيږي خوپه دي شرط چي احساسات راونه پاروي ، اوداډيرمهال دطواف پرمهال رامنځته كيږي .

پوښتنه(
۷): روژاتى كولاي سي عطروكاروي اويادسر اوږيري وريښتان په لوشل غوړكړي ؟

ځواب: بلي ، دعطروهل روژي ته تاوان نه رسوي ، همدارازدوريښتانوپالش ، روژاتى كولاي سي په عادي ډول دخپل ځان نظافت اونظم ته دوام وركړي.

پوښتنه(
۸): په روژه كي حمام څنګه دي ، اياتريووارزيات حمام  كول روژي ته تاوان رسوي ؟
ځواب : په روژه كي حمام كول پروانه كوي ، دځان دپاكۍ په نيت وي اوكه دخنكۍ اوتندي دكمولوپه نيت ، يوواروي اوكه ډيروارونه ځكه داسلام سترلارښودحضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم به په روژه كي له ډيري ګرمۍ اوياتندي څخه پرسراوبه اچولي ، اوحضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به بياپه روژه كي دګرمۍ دله منځه وړولواوتندي دمخنيوي لپاره خپل كالي لندول ، خوپه دي شرط چي اوبه تيري نسي اوكه دخولي اوپزي پرويوللوپرمهال اوبه تيري سي بياروژه ماتيږي .

پوښتنه(
۹): كه يوڅوك په دي ګمان چي نه دي سهارسوي څښاك اوخوراك وكړي خووروسته ورته څرګنده سي چي سهارختلى ، روژه يي څنګه ده؟

ځواب: دامام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب دپيشلمي له پلوه په دي ګمان شى خوړل چي ګواكي لاشپه ده اوهمدارازدروژه مات له پلوه په دي ګمان دروژي ماتول چي ګوندي لمروليدلي په داسي حال كي چي لانه وي لويدلى ، روژه ماتوي خويوازي قضالازميږي ، خويوشميرنورمجتهدين بياپه دي باوردي چي دپيشلمي له پلوه تيروتنه روژه نه ماتوي اودروژه مات له پلوه يي ماتوي ځكه په لومړي صورت كي شپه اصل ده اوپه شپه كي شي خوړل مباح دي اوماښام له پلوه ورځ وړاندي ده اوپه ورځ كي خودشي خوړل جائزنه دي .

پوښتنه(
۱۰):روژاتى كولاي سي خپلي ناوړي تيري كړي اوكه يي تو(تف)كول ورباندي لازم دي؟

ځواب: نيژدي ټول علماء په دي باوردي چي دخولي دناوړوتيرول روژه نه ماتوي اوتوكول يي هم لازم نه دي ځكه داكارستونزمن دى ، خوكه ناوړي له خولي څخه ترراويستلووروسته بيرته تيري سي ديوشميرعلماؤ په نيزروژه ماتوي ځكه دي كارته اړتيانسته .
پوښتنه(
۱۱): دمسواك اوبورس وهل روژي ته تاوان رسوي اوكه نه اودغاښودكريموكارول څنګه دي؟

ځواب: په عمومي ډول په روژه كي مسواك وهل پروانلري ،ځكه رسوالله  صلى الله عليه وسلم فرمايي: "السواك مطهرة للفم مرضاة للرب" (13).

ياني : مسواك دخولي پاكونكى اودڅښتن خوشالونكى دى ، خوكه داسي مسواك وي چي ريښي كوي اويادسيابندي مسواك غوندي خوږخوندولري بيادروژي دكراهت لامل ګرځي ، ځكه ددي ويره پيداكيږي چي ريښي تيري سي اوروژه ماته سي ، همدارزدكريموكارول هم روژه نه ماتوي خودخوندله امله يي كارول ښه نه دي ، خودخالي بورس كارول هيڅ پرواهم نلري .
 

اعتكاف

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۲۰

 اعتكاف كفايي سنت دي ، په دي مانا چې ، كه دكلي اومحل په مسجد كي يوتن اعتكاف غوره كړي دټولي محلي داوسيدونكو له ذمي ساقطيږي ، خوكه دجومات ټولو اوسيدونكو پريښود نوبيا ټول تارك السنة بلل كيږي.

نارينه معتكف يوازي په هغه مسجد كي اعتكاف كولاي سي چې پكښي پنځه وخت په جماعت لمونځ كيږي .

دروژې مبارکي دشلمي نیټې دختمېدو څخه لږ مخکي بیا دروژې مبارکي ترنه ویشتمي یادېرشمي پوري چي دکوچني اختر میاشت لیدل کیږي ¸په جومات اويا دخپل کور په هغه ځای کښي چي دلمانځه له پاره مشخص سوي وي  ، له نيت سره مل په پايبندي سره کښېنستلوته اعتکاف ویل کیږي .

 (شرح التنویر ، رد المحتار ۲۰۶ دوهم ټوک )

كه ښځي دعام مسجد پرځاي په خپل كوركي دننه دخوني په جومات كي داعتكاف نيت وكړي نوالله پاك به ورته دنارينه معتكفينو غوندي ثواب وركړي .

كه نارينه اوياښځه داعتكاف نيت وكړي نو له اړتياپرته دي له معتكف (اعتكاف ځاي څخه دباندي نه وزي ، يوازي دانساني ضرورت ، غسل ، اودس ، جنازي لمونځ ، جمعي لمونځ  لپاره دباندي وتلاي سي .

كه بل څوك نه و چې مسجد ته دننه ډوډۍ اواوبه وروړي داړتياله مخي داړتياپه اندازه وتلاي سي .

 (مراقی الفلاح علی حاشیة الطحطاوي ۳۸۳)

خو كه د خورک او چښلو دبرابرولو لپاره بل څوک وونوبيا ددي لپاره هم  وتل نسته .

 (شرح التنویر وردالمحتار ب۲۱۶ دوهم ټوک )

په صحيح حديث كي راځي چې راوي يي ام المؤمنين حضرت عائشه ده ، فرمايي چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم په اعتكاف كي و اوزه په ښځينه ناروغي كي ، زه به په حجره كي دننه وم اوپيغمبرصلي الله عليه وسلم به په مسجد كي ، سربه يي حجري ته رادننه كړ اومابه ورپريولى.

معتكف بايد نه يوازي داچي ناروا خبري اوعمل ونه كړي ،بلكي بيځايه اوبي ګټي خبري ، مجلس او ناسته ولاړه هم ورته نه ده ښه .

سنت دادى چې معتكف په دوامداره توګه  دقرآن كريم تلاوت وكړي ، نفلي لمنځونه اوتسبيحات و تهليلات ووايي .

 (شرح التنویر ۲۱۷ دوهم ټوک )

ښځينه معتكفي ته كه داعتكاف په جريان كي حيض(ښځينه ناروغي) اونفاس (دزيږون ناروغي) عارض سي نو اعتكاف يي فاسديږي .

معتكف كه نارينه وي اوكه ښځينه ، بايد له ټولوشهواني حركاتواواعمالوڅخه ډډه وكړي ، كه يي داعتكاف په جريان كي كوروالي (جماع)  وكړه نواعتكاف يي له منځه ولاړ.

 (شرح التنویر ۲۰۸ دوهم ټوک ومراقي الفلاح ۲۸۴) .

 

دروژي اړوندي دوعاګاني:

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۲۲

 

۱_ درژه ماتي دوعا:

(ذهب الظما، وابتلت العروق، وثبت الاجران شاء الله ) [ابوداو ۲\۳۰۶، اونورويي روايت كړي دي ، صحيح الجامع ۴\۲۰۹].

ژباړه : تنده ولاړه ، اورګونه لانده سول، اوكه الله جل جلاله وغواړي اجرحاصل سوي دي .

۲_ (اللهم اني اسئلك برحمتك التي وسعت كل شئ ان تغفرلي ) [ابن ماجه، ۱\۵۵۷، له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه ددعاګانو خخه يي روايت كړي دي ، اوحافظ دالاذكارپه تخريج كي هغه حسن بللي دي ، شرح الاذكار ۴\۳۴۲].

ژباړه :

خدايه ! زه ستاپه هغه رحمت سره چې هرڅه ته رسيدونكي دي ، له تاڅخه سوال كوم چې ماته بخښنه وكړي .

څوك چې په چااوبه وچښي هغه ته دعا:

(الهم اطعم من اطعمني ، اسق من سقاني) [مسلم ۳\۱۶۲].

ژباړه خدايه ! ته هغه چاته خواړه وركړه چې ماته يي خواړه راكړه ، اوته هغه څوك اوبه كړه چې زه يي اوبه كړم.

 

دچاپه كوركي دروژه مات دعا:

(افطرعندكم الصائمون ، اوكل طعامكم الابرار، وصلت عليكم الملائكة) [ابوداود ۳\۳۶۷ ، ابن ماجه ۱\۵۵۶، نسايي په (عمل اليوم والليلة) ۲۹۶_۲۹۸، شميره حديق كي روايت كړي دي ، اوداخبره يي په صراحت كړيده چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم به كله دكوم چاكره روژه ماته كړه نو دابه يي ويل ، اوالباني په صحيح ابي داود ۲\۷۳۰ كي هغه صحيح بللي دي ].

 

ژباړه :

ستاسوكره دي روژه دارروژه ماته كړي ، اوستاډوډۍ دي نيكان خلك وخوري ، اوملائكي دي درته دعاوكړي.

 

ترروژه مات مخكي دخوړو ترحاضريدو مخكي دعا:

پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي ، كله چې له تاسوڅخه څوك دميلمستيالپاره وبلل سي نوقبول دي يي كړي، كه يي روژه وه ، نودادي ورته وكړي اوكه يي روژه نه وه ، نوډوډۍ دي وخوري.[مسلم ۲\۱۰۵۴].

 

روژه لرونكي ته ديوچالخوا دښكنځلو په وخت كي دعا:

زماروژه ده ، زماروژه ده .[بخاري (فتح الباري ۴\۱۰۳) مسلم ۲\۸۰۶].

 

 

بازګشت

گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

                                 

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال
  
                                                                                                       
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوی
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است