د مفتي احمد « فرزان » لیکنه
د ۴ ـ ۹ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
اعتكاف
اعتكاف كفايي
سنت دي ، په دي مانا چې ، كه دكلي اومحل په مسجد كي يوتن اعتكاف غوره كړي دټولي
محلي داوسيدونكو له ذمي ساقطيږي ، خوكه دجومات ټولو اوسيدونكو پريښود نوبيا ټول
تارك السنة بلل كيږي.
نارينه
معتكف يوازي په هغه مسجد كي اعتكاف كولاي شي چې پكښي پنځه وخت په جماعت لمونځ كيږي .
دروژې مبارکي دشلمي نیټې دختمېدو
څخه لږ مخکي بیا دروژې مبارکي ترنه و یشتمي یادېرشمي پوري چي دکوچني اختر میاشت لیدل کیږي
¸په جومات اويا دخپل کور په هغه ځای کښي چي دلمانځه له پاره مشخص شوي
وي ، له نيت سره مل په
پايبندي سره کښېنستلوته اعتکاف ویل کیږي .
(شرح التنویر ، رد المحتار ۲۰۶ دوهم ټوک )
كه ښځي
دعام مسجد پرځاي په خپل كوركي دننه دخوني په جومات كي داعتكاف نيت وكړي نوالله پاك
به ورته دنارينه معتكفينو غوندي ثواب وركړي .
كه
نارينه اوياښځه داعتكاف نيت وكړي نو له اړتياپرته دي له معتكف (اعتكاف ځاي څخه
دباندي نه وزي ، يوازي دانساني ضرورت ، غسل ، اودس ، جنازي لمونځ ، جمعي
لمونځ لپاره دباندي وتلاي سي .
كه بل
څوك نه و چې مسجد ته دننه ډوډۍ اواوبه وروړي داړتياله مخي داړتياپه اندازه وتلاي شي
(مراقی الفلاح علی حاشیة
الطحطاوي ۳۸۳)
خو كه د خوراک او چښلو دبرابرولو لپاره بل څوک وونوبيا ددي
لپاره هم وتل نشته .
(شرح التنویر وردالمحتار ب۲۱۶ دوهم ټوک )
په صحيح
حديث كي راځي چې راوي يي : ام المؤمنين
حضرت عائشه ده ، فرمايي چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم په اعتكاف كي و او زه په
ښځينه ناروغي كي ، زه به په حجره كي دننه وم اوپيغمبرصلي الله عليه وسلم به په
مسجد كي ، سربه يي حجري ته رادننه كړ اومابه ورپريولى.
معتكف
بايد نه يوازي داچي ناروا خبري اوعمل ونه كړي ،بلكي بيځايه اوبي ګټي خبري ، مجلس
او ناسته ولاړه هم ورته نه ده ښه .
سنت
دادى چې معتكف په دوامداره توګه دقرآن
كريم تلاوت وكړي ، نفلي لمنځونه اوتسبيحات و تهليلات ووايي .
(شرح التنویر ۲۱۷ دوهم ټوک )
ښځينه
معتكفي ته كه داعتكاف په جريان كي حيض(ښځينه ناروغي) اونفاس (دزيږون ناروغي) عارض
سي نو اعتكاف يي فاسديږي .
معتكف
كه نارينه وي اوكه ښځينه ، بايد له
ټولوشهواني حركاتواواعمالوڅخه ډډه وكړي ،
كه يي داعتكاف په جريان كي كوروالي (جماع)
وكړه نواعتكاف يي له منځه ولاړ.
(شرح التنویر ۲۰۸ دوهم ټوک ومراقي الفلاح ۲۸۴) .
مفتي احمد « فرزان »
۱۴۲۹ \ رمضان المبارك \ ۲۰
|