|
د سمیع
الدین « افغاني » لیکنه
|
زموږ کلي او بانډې

دنشر نیټه : ۹ ـ ۴ ـ ۲۰۱۱ میلادی
محترمو لوستونکو !
لکه څنګه چې هرانسـان خپل دژوند ، کوچنی والی اودستریدوخوږی اوترخی خاطری
له ځانه سره
په خپل ذهن کی لری ،خوکله چې دانسان عمر زیاتیږی
دکلي،کور،ښوونځی اوټول هغه چاپیریال چې
انسان پکی سترشویدی او د ژونــــد مــــختلف پړاوونه یــی پکی تیر کړی دی همیشــــه
د هغه یادونه او خـــاطری سړی ته په
ستــرګو کیږی ، خــــو دا یادونه هغه وخت زیات شی چـې انسان
د خـپلو کلو او بانډو او وطن څخه لری په پردی وطن کــــی دمساپری اومـــهاجرت شپی او ورځی
تیروی ۰ په دغه یاداشتونو کی د کـــلو او بانډو عامیانه
او پرګنیز کلتور ، رسم اورواجـــــــونو سره د اشنـا کیدوترڅنګ عامیانه او کلیوالی اصطلاحاتـوته خاصه پامـلرنه
شویده ، ترڅوموله یوی خـوادغه اصطلاات
ژوندی سـاتلی وی اوله بـلی خـــواددی اصطلا حاتو په کارولوسره دغه نوشتی ته
پرګنیز رنګ اوخوند ورکړی وی۰
مورنی نیکه
زما مورنی نیکه
خدای بښلی ګل احمد د مرحوم ملا
صفت ځــوی د لغمان دچاردهی دصفت د
کلی په منطقه کی تـــقریباً دولس جریبه ځمکه لرله ۰
په هغه کلی کی چې
مــــوږ اوسیدلو د استانی بابا زیــــارت ، اخوند کلی او باغمرزا
د کلو په مرکزیت کی یی موقعت
درلود چې د ملاصفت دکلــــی پــه
نامه یــــادیده او دشلو کورنیوپه شاوخواپکی
هستوګنه درلوده چې د ټولو یو مشترک
جومات وه
۰
جومات ته به دکلی سپین ګیری ، ځوانان
او هلکان د لمانځه لپاره راتلل
دجومات ملا به دلمانځه څخه برسیره
دکلی هلکانو او ماشومانو ته هر سهار
د قاعدیی بغدادیی الفبا، پنـج کتاب، قرانکریم ، قدري ، تفنګسایه ،تفسیر، ګـلستان ، د تفسیر علوم او نور دینی کتابونو تدریس کاوه ۰
نيکه به دملا اذان څخه د مخه دکلاپه بياله کې اودس تازه
کړ، پګړ ۍ به يې وتړله ،خپله شړۍ
به يی ترځان چارپيره کړه او دسهار لما نځه لپاره جومات ته ځان رساوه ٠
کله چې به لمونځ وشو نو کلا ته تررسيدلو پورې د خـــدای
ذکر کاوه او تسبيح به يې اړولې ٠
نيابـــه دمعمول سره سم دنيکه تر راتګه سبانــــاری
تياروه، دکلې رواج وه پــــه سبا ناري کــې به دغرمې ډوډی په شان هر رنګ خواړه
پخيدل خو د کرتو اوږره چې دوازدې سره شوی غوړی به
يې په څرخني کې
اچول د تازه سبو او د وچې شوې غوښې د قورمې سره خاص خوند اومزه لرله ٠
نيکه به کله چې دسبا
ناری وکړ نو څاروی به يې مخکې کړل او د دامان کلا په لور به روان شو ٠
د دامان کلا چې نيکه نوې جــــوړه کــــړې وه او هغه د
نيکه د مځکو تــــر څنګ په يوې غنډی کې يواځينۍ کلا وه چې په لاندې برخه کې يې
لويه بياله وه او ددغې بيالې دواړه خواو کې د انځرو
او بې دانه توتو
ونې ولاړې وې چې په خپل موسم کې يې ښه انځر اوخواږه توتانو حاصل ورکاوه٠
نيکه
به څاروي د د هقان په مرسته د شوتلو په پټي کـــې چې شوتله يې له پخوا ريبل شوې وه
په مناسب ځای کې ديوې اوږدې رسی سره چې يوسر
يې دڅاروي په غاړه اوپه بل سر کې یې دلرګو ميخ وه په پټي کې ميخ کړل او خپله به د دهقان سره د زميندارۍ په کارونو
بوخت شو ٠
نيکه
ټوله مځکه محمد جان ماما ته چې د باغمراز په کلي کې د خپلی کورنی سره هستوګنه درلوده په دهقاني ورکړې وه خودی به هم
ورسره جوخت دقلبې ، مالې ،تخم پاشلو او اوبو لګولو پورې مرسته کوله ٠
نيکه
د دامان په مځکو کې د غنم ، جوار ، اوربشې او شوتلو تر څنګ رنګارنګ حبوبات او ترکاري
لکه رومی او تور بادنجان ، باميا يا بينډۍ ، نــــوش پياز ، ګشنيچ ، نانا ويلنی، ترايي تــــر څنګ بادرنګ، هندوانې او خټکي هم
کرل او د هغو د ابو لګولو او سرې شيندلو کار به يې د محمد جان ماما سره يو ځاي تر
سره کول چې ددغه کرل شووغله جاتو ،حبوباتو او ترکاريود حاصلاتو څخه نه تنها موږ
بلکه محمد جان ماما او کله کله کليوالو د
استفادې وړ هم ګرځيدل ٠
ددې
تر څنګ د غوا شدې ، ماسته ،کوچ او شړمبه هم د خداي هغه نعمتونه دي چې د کلو او بانډو
اوسيدونکو لپاره خداي پيرزو کړې دي ٠
دکلی خلکو ساده او بی الایشه ژوند درلوده ،په ورځنی
کارونوکی رښتینولی او صداقت مهم اصل ګنل کیده
او په مشکلاتو او ستونزو کی یود بل لاس نیوی کاوه، خو
کله به بیا یو نیم داسی مـــکاره هم پیدا شو چې دکلی
ټول اوسیدونکی به ورسره په عذاب وه۰
په کلی
کی دمیلمه ښه احترام
او عزت کیده، میلمه ته به بر سیره پر هغه څه چې
په کورکی تیار وه اضافی خوراک او څښاک هم برابروه اود میلمه مخی ته ایښودل کیده، خوکه میلمه به موړ وه نو
دخوږو چایو څښل خو حتمی خبره وه، چې زموږ په سیمه او منطقه کی دچای سره دبوری
په ځای د ګوړی او پتاسو څخه استفاده
کیدله ۰
د ګوړی د جوړولوترتیب
د ګوړی جوړول
په لغمان کی د ځمکی لرونکوخلکورواج وه،هغوی به نیم جریب او یا
څو بسوی
مځکه دګنیو
دکرلولپاره جدا کړه ،چې په هغه کی د ګنیوتر
څنګ بادرنګ ،پیاز ،مرچ ، رومی بادنجان
او نورو تر کاری او نیالونه یو ځای کـــرل همداچې دبـــادرنګواونوروترکاریوحاصل
به واخستل شو نوګنیو به سر را جګ کړی وه
نوکله چې به ګنی ورسیدل اود استفادی
وړ به شول بیا به
د ګوړی جوړولو تدابـیر نیول کیدل، هغه داسی چــې په لغمان کی د ګوړی جوړولـــو
سیار ماشینونه وه چې پاخه
ماهران یی درلودل۰ کله چې به ګنی دګاڼی
د ماشین څخه ووتل، اوبه
یا شیره به یی
مخصو صو بټی ګانوته ور شیوه کیدلی چې ددی بټی ګانو لاندی اورلګیدلی وه کله چې
به دګنیو شربت نیمه جامد شکل اختیار
کړ بیا به یی پس له یومعین حرارت څخه یوڅه نوره مساله ورګډه کړه چې ورو
ورو د حــلوا په شان
نرمه ګوړه او پس
دسړید لوڅخه کلکه اوخوند وره ګوړه ورځنی جوړیدله۰
کله کله به یی مختلفی وچی میوی لکه پسته ، بادام ، چارمغز اونوری مسالی ورسره ګډولی
چې هغه
به یی مساله داره ،پسته ای ، بادامی
یا چار مغزی ګوړه بلله.
٭٭٭٭٭٭
دوهمه برخه
دنشر نیټه : ۱۲ ـ ۴ ـ ۲۰۱۱ میلادی
په لغمان کې د حیدر خانیو کلی اوجامع جومات۰
په لغمان کې د حیدر خاندیو کلی اوجامع جومات
زموږ دکلي څخه شپږ میله لرې واټن
درلود او زموږ ه کلیوالي ښوونځی په همدې جامع جومات کـې موقعت درلوده چې استاد شـیر احمد خان
د دې دها
تي ښوونځی یواځنی استاد او مسؤول وه ۰
زموږ د عمر
هلکان ( په هغه وخــت کې چې زه د اوو کلو وم) دی د هاتـي ښوونځی ته تقریبا د ۱۲ کیلو مترو نه لرې هلکان پلی راتلل ، په دغه کلیوالي ښوونځی کې تردریم ټولګي
پـورې شاګردان په تعلیم بوخت وه ۰استاد شیر احمد خان چې دلوړ قد اوقامت خاوند، مهربــانه اومدبر ښوونکی وه،کله کله به یې موږ ترښوونځی پورې
رهنمایي کولواوپه لاره او ښوونځی کې به ېې تل دنصیحت ډکې خاطرې له موږ سره شریکولې ۰
دحیدرخانیو کلی په هغه وخت کې دلاسی صنعت له نظره ډیر
شهر ت درلود، هلته صنعت کارانو ښکلی چړې اوچاقو ګان جوړول چې
ښایسته لاستي بــه یې ورته برابرول او همدا رنګه د خمتاپه اوبدلوکې یې هم خاص نوم درلودچې دحیدرخانیودکلي
خمتا نه یوازی په لغمان کې بلکه ز موږ
د هیواد
په نورو
ولایاتو کې هم ځانګړی با زاراو ارزښت
درلود۰
زموږ په ښوونځی کې په اوسط ډول .دسلوڅخه
زیاتو شاګردان زده کړه کوله چې په درې
صنفونو یعنې په لمړي ، دوهم او دریم
صنفونو کې په تعلیم بوخت وه چې د ښونځی
ټولو صنفونو لپاره صرف یو ښوونکی وه ، او
استاد شـیر احمدخان کولای شول چې د ټولوشاګردانودرسي ستونزې او مشکلات حل کړی۰
درسي کتابونه ټولو ته نه رسیدل ،کله به یوکتاب
په دوو او یاڅو شاګردانو شریک ویشل
کیده ۰
ښوونکی
صاحب به د دریم ټـــولګي لایقه هلکان د خپل تــــدریسی پروګرامو ترڅنګ په لمړی او دوهم ټولګیو کې وګمارل چــــې
افتخاري درس ورکــــړي چې دې کار
له يوې خوا لايقه شاګردان د تدريس دميتود او رويشونوسره اشنا کول او له بلې خوادغه
شاګردان داستادشير احمدخان سره د تدريسي پلانونو په عملي کولو کې ډير مثمره رول
لوبوه ٠
موږ چې د قلم ،کاغذ او نوروقرطاسیوي موادو نشتوالی
احساسوه نو د کاغذ پر ځای مو دوړې تورې
تختې څخه چې دخپلوکتابونو سره دځانه سره
کور ته وړ له او راوړ لــه استفاده کوله
هغه داسې چې هر شاګرد به دا وړه تخته ، دکړکو قلم اومشواڼی چې دغنمو سیاهي
به پکې وه له ځانه سره لرله، شاګردانو به د درس دشروع کیدو څخه څو شیبې دمخه دا
تخته داوبوسره دجومات یا ښوونځی په بیالې کې مینځله
او وروسته بــه یې تخته ګل یا دتختې
مخصوصه خټه پرې و مښله
بـیـا به یې
دلاس په څنګل دا خټه
په تخته کې ښه همواره
کـــړه،کله چې دا اوبلنه خټه په تخته کې په مساوی ډول همواره شوه بـیا به یې لمرته کیښوده چې وچه شي چې وروسته د څو شیبو به تخته وچه او لیکلو ته برابره شوه۰
په ښوونځی کې ددنیات، قرانکریم اوحساب ترڅنګ حسن خط ته
خاصه پاملر نه وه چې په همدې تخته کــــې به
مو مشق او تمرین کوه ،الفبا به مو
په مشقي تــوګه په کې لیکله بـــیا به مو ښوونکی
ته د اصلاح لپاره
ښودله چې په همـدې
اسا س او طرز دکارکې شاګردانو خپل مینځي رقابتونه هــــم درلودل،هغه یو شاګرد بــه ویل چې
زه یې ښکلی لیکم اوهغه بل به بیا ویل
چې زه یـې تر تا ښه لیکم په همدې ډول
دحرفونو،جملو اومقالود لیکلو سیالۍ د شاګردانو په مینځ کې روانې وې،یو شمیر نورو به په دغه تخـته
کې خــپلو خپلوانو ته لکه پلار ،
ورنو، کاکا ، ماما او انډیوالانو ته د
خطونو لیکل مشق او تـمرین کوه او ادبی جملې او اصطلاحات به یې پکې کارول چې همـدې رقابتونو زموږ د ښوونځی د شاګردانو دتدریس سطحه لوړه او زموږ ښوونځی په سیمه کې ښه شهرت درلود او ډیر مرزایان ترې فارغ شول۰
استاد شیراحمدخان تل هڅه کـــوله چې دشاګردانودرسي ستونز ې او پــــرابلمونه حل کړي
او د شاګردانو تدریس اوپوها و ي ته یې خاصه پاملرنه درلوده، هغــــه به شاګردانو
ته تل ویل چې د تعلیم سره تربیه ضــرور
ده او مــــوږ بایــــد دې اصل ته ډیره
پــــاملرنه وکــــړو، که څوک تعلیم ولري
اوتربیه ونه لري مکمل انسان نه دی اوپه ټولنه
کې ځای نلری همدارنګه بې تعلیمه انسان
نه شي کولای په ټولنه
کې دترقي او پیشرفت لپاره اوهمدا رنګه په ورځني ژوند او چارو کې بریاوې
تر لاسه کړي۰
په کلي کې دشیر وار رواج :
په کلي کې دشیر واررواج هم وه هغه داسې چې دکلي درې یا څلوروکورنیو
به چې د شیدو غواوې درلودلې په وار سره یوې
کورنۍ ته د خپلې غوا شیدې ورکولې چې یوه
اونی به د یوه کور او بله اونی به دبل کورچــــې په ترتیب او وارسره د
تماموهغه کورنیو چې په شیر وار کې شریک
وه وار رسیده،هرې کورنۍ به دخپلو شدو کټی واهه او انداز ه یې
مــعلوموله چــې بیاپه همـــاغه اندازه
دمقابل لوري څخه شیدې په
خپل وارکې تر لاسه کړي ، پـــه همدی
ډول شیر وار ادامه درلوده۰
دکلي ښځوپه خپل مینځ کې شیر وار اچولی وه نوکله چې بـــه
د سهار لمونځونه وشول بیا به دکور د بیالې تر غاړې په لویو مټۍ ګانو کې د مستو کټوې خالي کیدلې او دکلي ښځې به ترې چارپیره
اود منداڼو په واسطه به یې دا مستې
په وار سره شاربلې تـر څوځګ به یې
د مستو څخه جدا اوبیا به یې دچاڼی په واسطه په بله مخصوصه مټی کې را ټول او تر هغه
پورې شار بلې تر څو دځګ څخه یې کوچ جدا او
پاته شړمبه به یې دکلي په کورنوته بلخصوص
پـه هغه کورنيو چې دشدو څا روي
یې نه درلودل ویشل کیدلې۰
دکوچویا دغواغوړي چې
په زیړ غوړویادیدل ډیربا
ارزشه وه چې اکثرا کورنیو د هغه څخه پـه ورځیني
خوراک کې استفاده کوله ، همدارنګه یو شمیر
کورنیوخپل د ضرورت نه زیات کوچ او غوړي پلورل او په مقابل کې به یې دخپلوکور نیو
نور داړ تیاوړ ټوکي پرې رانیول ۰
٭٭٭٭٭٭
دریمه برخه
دنشر نیټه : ۲۰ ـ ۴ ـ ۲۰۱۱ میلادی
کليوالي ژوند او
دخلکوبـوختیاوې :
د لغمان دخلکو ژونددزحمت ژوند وه ،هلکانو
به له ښوونځی ددرسونو تر فراغت ا و په
کورکې دغرمې ډوډ ۍ وروسته په
کاراوغریبۍ پسې وتل په مالدارۍ ،
زمیندارۍ ،لواولور او نورو کارونو به بوخت شول، کورته به یې د سونګ لرګي برابرول ،څارویو ته به یې رشقه یا شفتله ریبله او د هغوڅارنه به یې کوله، د ژمي لــــپاره به یې څارویو
ته د وچو وښو څپره یا ذخیره جوړوله چې په همدې ډول کورنۍ ته د ازوقه په بـرابـرو
لوکې به یې دخپلې کورنۍ دمشرانولاس نیوی کو ه ۰
په لغمان کې دکرنې مځکه دخـلکو په پر تله کمه ده او د لغمان دخلکو
دکورنیوعواید دکرنې او مالداري لـه لارې څه نا څه تامینید
ه۰
ددې مصروفیتـونو تر څنګ د کلي هلکانو تفریفحي پروګرامونه هم لرل ،ماښام
به هلکان دکلي ومخې ته ووتل اوپه مختـلفو ساعت تیریو به
بوخت شول، اکثرا دپهلوانی ،توپ ډنډه ،خوسی لوبه،
مخ پټونی ،الله داداوډیرو نورومحلي لوبو د سپوږمۍ په شپوکې تر ناوخته پورې دوام درلود۰
نیکه
به تر مازیګره دبزګر سره دکروندې په کارونوبوخت
وه ،موږ به د غرمې ډوډ ۍ ورته وړله۰ زموږ دهقان محمد
جان نومیده ، هلـکانو به ورته محمد جان
ماما خطاب کا وه، محمد جان ماما شپه او ورځ په مځکه کې کار کاوه اوډیر زحمت یې ګا له خو تر اخره پورې دسوکا له ژوندخاوند پدې نه شو چې له یوې
خوا د ډیر اولادوڅیښتن وه او دبلې خوا د فصل دکرلو په موسم کې غنم ،جوار او یانور خوراکي مواد په ګټه یا سود
اخستل اود فصل دحاصل په وخت کې یو په یونیم
ګټه ورکوله ،که دفصل په سرکـې به یې دسود خور څخه
لس منه غله واخستله بیا به یې د حا صل په وخت کې پینځه لس منه اوکه شل
منه به یې ورکړې وه دیرش منه او هر څومره چې
قرض زیاتیده په همغه اندازه سود خور ګته ترې اخستله۰
دمحمد جان ماما بله چاره نه وه هغه مجبور
وه چې
اولادونو ته خوراک یا ازوقه برابره
کړي او د سود خورو شرایط ومني، هغه کال مې
نه هیریږي چې محمد جان ماما د نیکه په مځکه
کې د غنمولوګډکړ بیا یې دلو شوو غنموګیډۍ
و چلول،غنم یې غوبل، باداو دیر نور زحمتو نه یې
وګالل ،ددرمندپه جوړولو کې نه یواځې محمدجان
ماما بلکه دهغه میرمن او اولادونوهم ډیرې ستونزې
وګاللې،خو کله چې درمندجوړ اوتللوته برابرشو، سودخوریې سرته کیناست ، د کلي
اوسیمي رواج وه چې بزګر ته بـه د درې برخو څخه یوه برخه رسیده، دمحمد جان
ماما د خــپلې برخې سربیره دلو اولور ،درمند جوړولو،با دولواوچلولوسره سره
بس همدومره شوه چې د سود خور قرض پکې مجرا شی،
سود خور چې همیشه لکه اخوندشا ګل ږیره
په نکریزو سره وه دغنمو جوالونه په خره
بار او دکور
په
لور روان شو، محمد جان له ځایه پا څیدخپلې ښځې او اولادونو ته یې وکتل
اوسوړ اوسیلی یې تر خولې وخوت ۰
نیکه چې
دا وضعه ولیده نو محمد جان
ته یې د خپلې برخې څـخه دولس منه غنم جدا کړل او ورته یې وویل چې اوس دا واخله خدای مهربانه دی کله چې مو جوار وټکول
او د توکوڅـخه مو جدا کړل بیا به سمه مرسته در سره وکړم۰
نیکه به هره جمعې ورځ دتیرګړیو بازار ته ته ،چې کله کله به یې موږ هم له ځانه سره بیولوهغه
به دجمعې لمونځ د تیرګړیو په جامع جومات کې کاوه
نو کله چې به دجمعې لمــونځ وشو بـیا
به په بازارکې د نرخونو پوښتنه کول شروع
شول چې ددې بازار څخه موکور ته چای ، بوره ، تیل ،مالګه او نور دضرورت وړ ټـوکی ر ا نیو ل ۰
د تیرګړو بازارته به دجمعې په ورځ له لرې ځایوڅخه
خلک د تجارت لپاره راتلل، دې بازارخورا ښه
ګنه ګونه اوجم ،جوش درلود، خو کله چې حسن خان په لغمان کې والی شوبیا دنوي ښار بنسټ
یې دلغمان په ولایت کې کیښوده او د تیرګړو بازار اوسني ولایت ته چې دعلیشنګ اوعلینګار د ولسوالیو په
مرکزیت کې موقعت لري ولیږدول شو،
والی حسن خان دلغمان نوی ښار چې مهتر لام ع
په نامه یادیږ ی په ابا دو لو پیل وکړ۰
حسن
خان د عمرانی چاروسره خاصه علاقه
درلوده هغه د لغمان ښار ته ښکلی
بـڼه ور کړه، کلو او بانډو ته یې سرکونه وویستل ، که څه هم پدې کار کې د ستونزو سره مخامخ وه مګر هغه
وکولای شو چې د خلکو په مرسته
سرکونـو پلونو ، پـلچکونو او د نوي ښارد
ابادولو چارې په پوره زحمت په مخ بوځي چې
دلغمان خلک د هغه خدمتونه د قدر وړ بولي۰
وايي
مخکې لدې چې حسن خان دلغمان ولایت ته راشي هغه دبغلان په ولایت کې والی وه،
هلتـه یې هــم دبغلان دنـوي ښار تهداب او اساس ایښی وه نوکله چې دنوي ښار
کارونه بشپړ شول ،والی امروکړ چې تمام
دولتي دوایر دې نوي ښار ته انتقال شي ، مسولین والي ته راغلل اود ترانسپورت
د
نشتوالي ستو نزه یې ور ته وړاندې کړه، هغه
چې دامشکل درک کړی وه نو ټولو کار مندانوته یې امروکړ چې دخپل دفترونوڅخه یومیز ،یاچوکۍ
اویا کوم شی چې دوړلوامکان یې وي ،له ځانه سره واخلي چـې په همدې ترتیب حسـن خان خپله چوکۍ
په اوږه کړه اوبې له کو م ترانـسپورته د نـورو
مامورینو سره یو ځای د بغلان نوي ښار ته کوچ کشی وکړه .
٭٭٭٭٭٭
څلورمه
برخه
دنشر نیټه : ۲۹ ـ ۴ ـ ۲۰۱۱ میلادی
په کلیو کې
ودونه او دودنه :
په کلیو کې د ودونو رواجونه ډیر ستونزمن وه، د واده
مراسموته د ډیر پخوا څخه تیاری نیول کیده ،ځینې کورنیو به په ځوم ډیر باج او تاوانونه را وستل ، هغه یې مجبوروه چې دناوې لپاره ډول ډول جامې ،ګاڼې، زیور او ډیر نورمجللو تحایفوبرسیره دناوې نژدې خپلوانو ته نقدي او جنسي تحایف برابر کړي او همدارنګه په واده کې دسیمې خلکو
ته میلمستیا جوړه اودهـغوی دخوشحالي لپاره
سازیان راوبولي،چې دې او نورملا ماتونکو مصرفونو ډیرکله ځوم دژوند تر پایه پوروړی ساته۰
دکلي هلکان به د سازیانو په راتګ خوښی څرګندوله ، یو
بل به یې د واده دځای او د سازیانود ډلې نه خبر ول او ویل به یې چې نن شپه په بریاکوزکلي
کې واده دی او دګلکي استا دیا ماجتي ، غلام
،پاینده اویا کومه بله هنري ډله ېې
واده ته رابللې ده ۰
سازیانواومیلمنوته په
کلي اویا هم د کلي ومخې ته
مناسب ځای جوړوه چې ټغرونه او کټونه به پکې پرا ته اود ګیسونــوپه
ذریعه به روښانه کیده ، سندرغاړو به په وار سره ارمونیه ترغاړې کـړه او خوږې سندرې
او نغمې بـه یې میلمنو ته اورولې، موظف
کسانـوبه چای،چلــم او اوبه
ګرځولې ، دسیل سیمه به دچلمونو او
سګرټو په دودونو لړلې وه۰
په لغمان کې محلي
سازیان ډیر وه چې دهغوی د جملې څخه یو هم
استاد ګل محمد وه چې په ګلکي مشهوروه ،هغه
به په سندرو کې د مستو بګتیو ،غزلو، مصرو
، اوڅلوریزو تر څنګ ډیر په زړه پورې
داستانونه او دیني قصې کولې،ښه کمپوز ، خوږې نغمې
او سرودونه به یې غږول، کله کله به
یې د خپل ځوی پاینده محمد سره چې په پاینده مشهور وه په سندروکې فلبدیهه شعرونه
په خوږ ونغموکې اورول اوشعري مقابله به یې کوله،همداوجه وه چې د عوامو خلکو ډیر خوښیده۰
پاینده هم خوږ اواز درلود او ښه هارمونیه یې غږوله چې
ورسته بیا په یو ترافیکی پیښه کې ومړ او ګل محمد استاد تر ډیره وخته دخپل ځوی په
غم کې غمجن پاته شو۰
په لغمان کې د مشهورو محــلي هنر مندانو له جمــــلې څخه د استاد ګل محمد او پاینده ترڅنګ
ډیر نورخوږ ژبي سندرغاړی لکه منګل استاد، ماجتي استاد، غلام محمد چې په غلامي مشهور وه، ملا ، ملنګ
باغبان ،عاشق ملا شاګل ، زیړګل او ډیر نور وه چې
په محفلونوکې د ملنګ جان، بهایي جان، او د لغــــمان د شــــاعرانو لکه علینګاری
استا د ، محمد نور، د ګلکاریو
بسملا ، اشکار ،حنـان ، شهید
ارمان، عمرزی وال ، ګوجوال ، فقیر سید بها الدین
جان او نورو شاعرانو شعرونه په خوږونغموکې کمپوزاوپه خـــپلوخوږواوازونو کې خلکو
ته اورول۰
په همدې ډول ساز به تر سبا مازیګر دوام درلود،مازیګر به ځوانانو
ډولۍبه
په اوږه کړه ،ځوم یا شاه به د ډولۍ ومخې ته او
نورمیلمانه او دکلي خلک به د سازیانو دساز په بدرګه د ډولۍ تر شا
ه د ناوې د راوستلو په مقصد روان شول۰
کله چې به د ناوې
کلي یا کورته ورسیدل هلته به د نکاح لپاره د کلو مشران ، سپین ګیري ، ملکانو ، دینی علما ، دجومات امام او نور با نفوذه اشخاص په یوه خاص اومناسب
ځا ی یا حجره کې سره راټول اوشرعي نکاح به
دجومات دملاصاحب له خوا
وتړله شوه چـې پس له حجاب اوقبول څخه ځوم اودځوم خپلوانو ته د نکاح مبارکي ویل کیده او د نکاح خواږه به په خلکو تقسیم کړل شول۰
تر نکاح ورو
سته به سازیانو بیا یوه پنـجه مست ساز وکړ اوبیا به ځوم د خسر په کور کې د نور بوج او
رواجونو سره پنجه نرموله، هغه داسې
چې دکلي نایي ، ترکاڼ
، زرګر ، پښ، ګلکار ،اشپز او نورو به په
وار سره دځوم ومخې ته کیناستل اوخپله حقداري به یې ځینې غوښتله
او ځوم مجبوره وه چې
داسیالۍ ترسره کړي او دهر یو سره حقداري او څه نقدې پیسې ورته ورکړي۰
ورو سته له هغه به ځوم د ناوې
خونې ته بیول کیده ، دناوې خونه چې دناوې دخورلڼو ،ښځو او ماشومانو څخه ډکه وه مخکې لدې څخه چې ځوم دناوې خونې ته ننوځي
د نجونو لــخوا به د ناوې دخونې ورپورې ساتل
کیده چې ورسته دڅوشیبوڅخه ځوم نجنوته دشیرني یانقدوپیسوپه ورکولو سره د ناوې دخونې ور پرا نیسته او ځوم ته به د راتګ اجازه
ورکړل شوه ، د ځوم په راتګ سره به
په هغه باندې چاکلیټ ، نقل ،پتاسې او تورې پیسې له هرې خوا شیندل کیدې چې په خونه کې به سمدم غوغا جوړه شوه اوهرچا هڅه کوله چې ځانله په دې چور کې څه تر لاسه کړي او ځوم ته به پس له ډیرې
ګډوډۍ
دا موقعه پیدا شوه چې دناوې تر څنګ
ځان ورسوي او دهغې سره یوځای ودریږي۰
بیا به دکلي نجونواوښځوله چمبې یاداریا سره اوازونه
پورته کړل او په مستو سندرو او نڅا ګانو به یې محفل ته خوشحاله بڼه ورکوله چې په همدې ډول
پس له ډیرو ټوټکو اورواجونو به په خوشحالي
سره ناوې ډولۍ ته
بدرګه کیده او د ټوپکو
او تفنګچو په ډزو سره په ډیرخوشحالي دځوم کورته راوستله ۰
دځوم په کور کې
مخکې له دې چې ناوې د ډولۍ څخه
کوزه کړی د ډولۍ و مخې ته به یې پسه اویا چرګ
حلالوه او دناوې پښه به
یې په وینو سره کوله چې وروسته له هغې به ناوې
د ډولۍ څخه د کوزیدواجازه ترلاسه کړ ه۰
د ناوې په کوزیدلو
سره به د واده لمړۍ اواساسي مراسم ختم او ځوم
کولی شول چې وروسته له ډیرو جنجالونو او کړاونویو
څه ارام وکړي،خو سره لدې هم دناوې دریمه ، تخت جمعي او په اومه کې
دپلار کورته تګ بیا
دومره دجنجال او تشویش خبره نه و ه۰
٭٭٭٭٭٭
پینځمه برخه
د نشر نیټه : ۲ـ ۵ ـ ۲۰۱۱ میلادی ـ کال
د نوي کال
یاد نوروز میله :
د نوروز میله په
لغمان کې لکه زموږ دهیواددنورو ولایاتوپه شان
په ډیرو شاندارو مراسموسره لما نځل کیدله ، د کلي هلکانو به هم په دی ورځ کې ځانګړي
پروګرامونه درلودل، هغه داسې چې ټول به
دکلي ومخې ته د ونودتازه ښاخونوسره چې د نوي کال
په موسم
کې نوی غوټۍ او پاڼی کړې وې راوتل او دکلي
د
هر کور د ور مخې ته دا ترانه په لوړاواز اوروله :
ګــــل ګـــــــل د
نــــــــــو روز
خدای دې درکي شتمن
روز
دشتمــــن روز برخه
راوړی
ددې ترانې په اوریدلو
سره به دکور خاوند دکوره څخه څه خوراکي ټوکي لکه
وریجې ،غوړي، پیاز اونورهغه مواد چې
د پخلي لپاره پکاریدل هلکانو ته نذرانه کول ، چې په
همدی ډول هلکان به دکلي ټولو کورونو ومخې ته
ورتلل او په کافي اندازه دضرورت وړ مواد به یې تر لاسه کړل۰
کــله چې به یې
مواد را ټول کړل بیا به هلکانو بشـــقابونه ، دیګ ، کاسې ، کفګیر ،غوړي ،مالګه او
مسالې دخپلوکورونو څخه راوړل او په مناسب ځای کې به یې دپخلی تدابیر نیوه ۰
ورو سته له هغه به هرڅوک یو کار ته
وګمار ل شو، چابه نغری جوړاوه چا
به دسون لرګي برابرول ، څوک بـه په اشپزی بوخت شو، چابه دناستی ځای
برابراوه، او یوې ډلې به د تیګې
اچولو مسابقه کوله او څوک به بیا دخپلې
دتبعې ملګروسره په ګپ،شپ لګیاوه ۰
څو شیبې ورو سته به
ډوډ ۍ تیاره شوه ،دسترخوان به هموار شواو هلکانو به په خوشحالي او خوندسر ه دنوی کال ډوډ ۍ یوځای
نوشجان کوله
دنوي کال یادپسرلي
په موسم کې هوا معتدله او د تفــــــریح لپاره مناسبه
وي ،دښتې او غر ونه ، باغ او باغچې شنې او سرسبزه ، دغرونو
په لمنوکې غاټول او ډول ډول خود رویه ګلان شنه کیږ ي چې داموسم او طبیعت لغمان ته ځانګړې ښکلا او رنګ ور بښي
۰
دمهترلمک ع لمړنۍ ښوونځی :
محترمو
لوستونکو!
کله
چې مونږ دحیدر خـانیو د کلیوالي ښوونځی څخه فارغ شوو،
ورسته دمهترلمک په لمړنۍ ښوونځی
کې چې دده زیارت دکلي په جومات کې یې موقعت درلودشامل شوو،دا ښوونځی زموږ د کلي څخه تقریبالس کیلومتره
لرې پرته وه چې موږ به هره ورځ دې ښوونځی ته پلې ورتلو چې دا و ا ټن په اوله
کې ستړ ی کیدونکی وه خو بله چاره نه وه ، دکورنۍ غو ښتنه داوه په هر ډول چې وي موږ بایدد درس او تعلیم نه بې بهرې پاته نه شو۰
څه
موده وروسته د مهتر لمک لمړنۍ ښونځی د ده زیارت د
جومات څــخه خپل اصلی ځای ته چې نوی یې دجوړ یدوچارې بشپړ ې شوې وې او دزیارت دکلي په جنوب شرق او یو کیلو
متری کې موقعت درلود انتقال شو ه ۰
دمهترلمک په لمړنۍ ښوونځی کې
زموږ تمام همصنفیان په څلورم ټولګي کې
شامل شول، داښوونځی دعمرزیو،چاردهي دسیمو
او دلغمان د ولایت په مرکز یت کې موقعت درلو
د چې
پوه او مجرب استادان یې در لودل ،
دهغو د جملو څخه ښاغلی استاد علینګاری چې
ډیر با احساسه شاعر هم وه، ښاغلی استاد عظیم خان چې
د ریاضی استاد وه، ښاغلی
مولوی صاحب فضل الرحمان خان، ښاغلی
حسین خان چې
په بزرګ مشهوروه، ښاغلی خواجه محمدخان ، ښاغلی ستارخان ښاغلی
سـر
معلم صاحب حبیبالله خان ، ښاغلی محمد اجان، ښاغلی سرمعلم صـــاحب
غفورخان ښاغلی
محی الـدین خـان او ډیر
نور ښاغلي
او د قدر وړ استادان وه چې د هغوی له برکته ډیر
شاګردان د پوهې او تعلیم لوړو مدارجو ته ورسیدل، او د وطن پرستي او پوهې په لباس سمبال ټولنې ته وړاندې کړل شول۰
لکه څنګه چې مخکې مو د ښاغلي
علینګاري
صاحب او د هغه د شاعرۍ په اړه یادونه
وکړه لازمه ګنم چې
دهغه دشاعرۍ په اړه څو کرښې اضافه کړم ۰
د استاد الینګار ي اکثر اشعار د خوږ ژبی
هنر مند پاینده او نوروسندر غاړوله خواکمپوز شوی
دی، برسیره پردې علینګاري صاحب زموږ دښوونځی دهنراوکلتورپه برخه کې پوره
همکاري درلوده، په ښوونځی
کې د قلمی دیوا لي
جریدې او همدارنګه په ښونځی کې دترانې د ټیم فعالول
او نور علمي او
فرهنګي پرګرامونو
په مخ بیولوکې خاصه ونډه درلوده،
دښوونځی دترانې ټیم هر سهار
په شاګردانو تمرین کیده چې د ښوونځی په مراسمو او دولایت
په رسمي محافلواوتجلیلونوکې زموږ دترانې ټیم خاص ځای
درلود او ډیر ښه
وطني ، با احساسه اشعار یې
د ترانې تیم ته برابرول او
شعرونه به یې په خپله لیکل چې دهغه له جملې څخه یوه ترانه چې څو بیته یې همدا
اوس هم په ذهن کې راسره دي لیکم :
انسان په
پوهه کامل انسان
شي
عقل یې سالم شي روح
د جهان شي
شرف حاصل شي علم او
ادب نه
نه چـــــې د
مال اوملکو نصب نه
علینګاری به ســـــتاپه
فرمان شي
عقل یې سالم شي روح
د جهان شي
زموږ دښوونځی
دترانې ټـــیم ددې ترانې په
اورولو سره په هغه محفل کې چې دروښان په لیسه کې جوړ شوی وه لمړی مقام تر
لاسه کړ۰
زموږ لپاره د مهتر لمک لمړنۍ ښوونځی په زړه پورې په دې وه چې دلته دحیدر
خانیو ددهاتي ښوونځی په پرتله هر څه مرتب
او منظم وه، درسي صنفونه ، منــــظم تقسیم اوقات ، دهر مضمون لپاره مشخص استاد، د ښونځی
ادا ره اونور هر څه نوي وه۰د ښونځی سیمه به هره ورځ د ښوونځی د ملازمينو په واسطه پاکه او اب پاشي کیدله ،
شاګردان مجبور وه چــې په ټاکلي
وخت درس ته راشي او د ښوونځی نظم او مقرررات مراعت کړي،که څوک به بې موجبه
ناوخته ښونځی ته راغی او یا کومه بله بې دسپلــینی به یې وکړه ، هغه ته به د ادارې له خوا جزا ور
کول کیده
٭٭٭٭٭٭
شپږمه
برخه
دنشر نیټه : ۵ ـ ۵ ـ ۲۰۱۱ میلادی
د روښان لیسه :
درنو
لوستونکو !
موږ دمهترلمک په ښوونځی کې
ترشپږم ټولګي پورې درس اوتعلیم وکړ، کله چې دشپږم ټولګي څخه
فارغ او شهادت نامې موتر لاسه کړې نو د زده کړې د ادامې
په مقصد زموږ ټول اسناد او سوابق دمهترلمک د لمړنۍښوونځی د ادارې له خوا روښان لیسې
ته ولیږدول شول او هلته په اوم ټولګي کې شامل
او د نورو نویو استادانو او همصنفیانو
سره اشنا شولو۰
د روښان لیسه چې په هغه وخت کې
په لغمان کې یوا ځینۍ لیسه وه د مهترلام
د ښار په مرکز کې یې موقعت درلود چې دډیرولرې ځایونوڅخه لکه دالیشنګ اوالینګاردولسوالیو،
شمنګل
،عمرزایي ،چهاردهي، دقرغیو
ولسوالۍ، مندروړ
اونورو ولسوالیو، علاقه داریودکلیو اوبانډو څخه ورته زده کوونکې د درس او تعلیم
لپاره راتلل، چې ورسته بیا د زده کوونکو دمشکلاتو په نظرکې نیولوسره په سنګره،
قرغیو ،او مندروړ کې نورې لیسې جوړې شوې چې ددې لیسو په جوړیدلو سره د شاګردانو ستونزې نسبي کمی او هرچا کولی شوچې په خپلو نژدې سیموکې خپل زده کړې اوتعلیم ته ادامه ورکړي۰اکثرا شاګردان ښوونځی ته پلی یاپه بایسکل راتلل،د ترانسپورت امکانات ډیر لږو خلکوته میسر وه ۰
دروښان لیسه ډیره پخوانۍ لیسه ده چې تعلیمی سویه یې دمجربواستادانو په
لرلو سره ډیره لوړه وه اوډیر فارغان
یې لوړ دولتي او علمي مدارجو او منصبونو ته رسیدلي دي۰
پدې ليسه کې ډير زده کوونکي په تعلیم بوخت وه ، هرې دوره یې
درې یاڅلور ټولګي درلودل د مثال
په توګه د اوم
ټولګي به داوم الف، بې ،جیم او یا
اوم دال په نامه یادید ل ۰
د روښان لیسه د حیدر خانیو
دکليوالي او دمهترلمک دلمړني ښونځیوپه پرتله ډیر توپیر درلود، صنفونه نسبی مجهز وه
، په هر صنف کې دټغرونو په ځای میز اوچوکی
وې، زده کوونکي به په منظم وخت په دریشۍ کې ښوونځی ته
راتلل،په ښوونځی کې ملي او نړیوالې ورځې
لکه د د ښوونکی ، آزاد ی ، د مـور او نورو تاریخی ورځو لما نځنه کیده ،ښکلې ډرامې به جوړیدلې چې شاګر دانو او
استادانو به پکې فعاله ونډه درلوده ۰ دروښان لیسې استادان هریو ښاغلی عظیم خان ، ښاغلی مولوی صاحب طاهر خان چې په خطیب مولوی مشهور وه،
ښاغلی ستار خان ، ښاغلی متین خان ، ښاغلی خانګل
خان ، ښاغلی ضیاو الحق خان ښاغلی عبدالررزاق خان او ډیر نوردقدروړ استادان وه چې همیشه یې دشاګردانو سره په درسي مشکلا تو کې
مرسته او همکاري لرله۰
سیاسي کړۍ اوګوندي فعالیتونه :
درنو لوستونکو !
کله چې موږ به د ښوونځی
څخه رخصت شو، نو زده کوونکي
به ډلې ډلې د کور په لور روان شول او په لاره کې به
دیني، علمي ، سیاسي اواجتماعي بحثونه کیدل۰
دشـاګردانو یو ې ډلې به د درسونو پـه برخه کې یو دبل سره مرسته کوله ، په ځانګړ ې توګه دلـوړو تولګیو زده
کوونکو د اوم او اتم تولګیو د زده کوونکو سره۰
بلې ډلې به علمي او فلسفي
بحثونه کول اویوشمیر نورو به بیا سیاسي
بحثونه کول چې دمشخصې
موضوعګیرۍ یا ایډیالوژۍ لپاره یې کار کاوه، هغو به
دکلو،بانډو ،ولایاتو ،مملکت او په سیمه کې دخلکو حکومتونو اوسیا ستونو په اړه خپل نظر څر ګنداوه
، چې اکثر ا دا بحثونه په هیواد او نړ ۍ په کچه د فقر،بدبختۍ او بیعدالتۍ په مدارڅرخیدل ۰
یو ې ډلې به دیــوې سیاسي ایډولوژي څخه او بلې به بیا د بل سیاسي دریز
او موضوعګیرۍ څخه دفاع
کوله۰ ددې حا لت څخه داسې معلومیده چې مختلفو پا رټیواوګوندونو دځوانانو په مینځ کې دخپلو صفوفودتـــقویې په مقصد کار شروع کړی
وه۰
دا بحثونه په زړ ه پورې په دې وه چې هر ډلې به په هیواد کې د بدبختیو عوامل په مختلفو نظرونو تحلیلونو او د
یدګاهو کې څیړل او ځوانان
یې په هیواد کې دیوې عادلانه ټولنې د مینځ ته راتګ
په مقصدمبارزې ته را بلل
او په همد ې ډول به یې دخپلوعلاقې وړ پارټۍ او تنظیمونوکې تنظیمول۰
ځینو بیا داسلام مقدس دین ته د خدمت په منظور او په
وطن کې د اسلامی
اصولودتدبیق په مقصدخلک جهاد ته را بلل او ددې ټولو بد بختیواصلي لامل یـــې اسلامي اصولودنه مراعت کیدو دلیل باله اوخلک یې ددې مقدس هدف دعملي
کولوپه مقصدپه اسلامي لیکوکې تنظیمول او کفرسره یې دجهاد نارې پــورته کړې وې۰
ځینو
نورو بیا د مارکس او انګلز د ایډولوژۍ
طرفداران وه چې هغوی ددې
بدبختیو اصلي لاملونه په وطن کې
د طبقاتي ژوند موجودیت
باله او داسې یې تحلیل
کاوه چې موږ باید زیربنا یا اساس ته تغیر ورکړو، اوپه وطن کې
دعادلا نه اوانساني ټولنې د راوستلو لپاره کار وکړو او دهمدې هدف لپاره یې
خلک طبقاتي مبارزې ته دصلح امیزه لارې رابلل۰
ځینو نورو بیا د
مارکسیستي سیاست په تایدولو سره د قهر امیز سیاست
ترفدار و چې د مایوستانوپه نامـه یادیدل،
بلې ډلې بیا ددې ټولو بدبختیو عامل د افغانانو په عدم اتحاد کې څرګنداوه او د ټول افغان ملت یووالی اودیو موټي افــــــغانستان د جوړولو ادعا یې
کوله او خلک یې اتحاد او اتفاق ته رابلل۰
پــــــه همدې ډول هرسبا او ماسپښین د ښوونځی
په لاره کې موږ دداسې بحثونو سره
سر او کار درلودچې کله کله به دا بحثونو
دومره مصروف ساتلو چې دا لس ، یولس کیلو
متره منزل به را ته ډیر ذغرده شو او ستړیا به
مو لږه احساسوله۰
په همدې ډول په لغمان اودهیوادپه نوروولایاتوکې دخلکو د پاکو اوسپیڅلو
،ملي ،وطني ،اسلامي اوانساني احساساتوپه ګټه اخستلو سره د سیاسـي پارټیو صفوف ورځ
په ورځ تقویه او په هیواد کې د ډلو ، ټپلو ، تنظیمـونو اوګوندونو
لپاره تهداب ایښودل
کیده چې دیو واحد وطن ، دیــــن او ایین خلک
یې په مختلفو ګروپونو پارټیو او تنظیمونو تقـسیم او دنفاق اوبــــــدبختي کندې ته ګذار کړل، چې ورسته بیا ددې فعالیــــتونو نتیجه
زموږ هیواد والو په خپل سر سترګو ولیده او احساس یې کړه۰
خوږ ژبی سندر غاړی مرحوم ماجتي
غواړم په دې برخه کې دخوږ ژبي محلي سندرغاړي
مرحوم ماجتي چې دلغمــــان دچاردهي په سیمه کې یې هستوګنه درلوده ، دهغه د شخصي
ژوند په هکله ستاسو توجه راوګرځوم :
ماجتي چې همیشه یې
پاکې جامې په تن اود
پالاوۍ لنګۍ شمله به یې نیغه دروله دموسیقي
دډیر الاتو لکه هارمونیه ، اکاردیون،
ماندولین ،ګیتار،وایلون ،شپیلۍ یا فلوت
،تنبور او نورسره پوره اشنایي او
مهارت درلوده چې همیشه به
ددغو الاتو دجملې څخه یو ورسره لیدل
کیده۰
ماجتي همیشه د خوښیو په
محفلونو کې خوږې سندرې کولې چې اکثره سندرې یې دمینې او محبت سندرې وې چې په ډېر سوز او ګداز به یې
ویلې ۰
له سندرو څخه
یې داسې معلومیده چې هغه
به چیرې زړه بایللی وي، او د چاپه پټه مینه کې سوزیږي او همدې مینې دی شاعري ته هڅولی دی، چې په
حقیقت کې همداسې هم وه۰ هغه به د خپلې پټې مینې اظهار په سندرو کې داسې کوه :
مین چې شومه
په ګل ببو
ستي یې کړمه په سرو لمبو
په رښتیا سره د ګل
ببو مینې ماجتي ډیر زوراوه، د هغه دا
سندره ډیره مشهوره شوه ، چې ور سته بیا په
کابل رادیو کې چې په هیواد کې یواځینۍ رادیو وه
ثبته شوې وه او
همیشه به د رادیو له لارې اوریدل کیده۰ ماجتي ورسته ددې کړاونوپه نتیجه کې په نا علاجه رنځ اخته شو چې دا نا علاجه مریضی د نری رنځ مریضې وه چې
هغه یې د مرګ او نابودۍ
لوري ته بیوه۰ داسې رنځ چې د علاج چاره یې نه
وه ، هسې چې ورته لازمه وه دمعا لجې او تداو ي امکان یې
نه وه برابر ، ماجتي هم دخپل را تلونکي په
هکله ښه پوهیده ،هغه په یوه بله سندره کې چې
شعریې خپل وه داسې ویل :
افسوس افسوس ځماپه حال چې مې ارمان پاته شو
لکه دګل پــه شان نازک مـــخ د جـــانان پـــــاته شو
د ځنــــــکدن اخرسلګۍ دي ترماراشه اشنا
دا دواړه سترګې مې
نیولي ستا دیدن لپاره
د رقیــــــبانوپـــــه لمسون شولې
له ماکناره
په اخرت کې زما لاس
ستاپه ګریبان پاته شو
لکه د ګل په شان
نازک مخ د جانان پاته شو
زنې مــــې وتــړه
په لاس دازمــادی وصیت
رابــاندې وایه څــــوکرتــه
کلـــمه دشهادت
روح مې دا ستا په انتظاردی رانه غواړي رخصت
زماپـــه زړه کې دا
داغونه د هجران پاته شو
لکه دګل په شان
نازک مـخ دجانان پاته شو
دجنازی کټ ته مــې
چیغه کړه چې لاړی اشنا
سبا دوخــــته پــــه مزارکې راته وکړه
دوعا
زماپه شناختې باندې وکـــړه دزړګي
تسلا
زمادقــــبرخــــاورې
تاته یو نشــــان پاته شو
لکه د ګل په شان
نازک مـخ دجانان پاته شو
داستا دسترګوپه ګولۍ
زړګی زماشوقلم
ترسترګو اوښکی تویومه
سات په سات دم په دم
که راتــــه راکړې دوایــــي دسرولبانوملهم
د ماجتــــي ځینې
اخر دغه جــهــــان پاته شو
لکه دګل په شان
نازک مخ دجانان پاته شو
دا سندره زموږ په کلیو او بانډو
کې ډیره
مشهوره شوې وه او
ورسته ماجتي دا سندره هم په کابل رادیو کې ثبته کړه چې اکثرا د رادیو له لارې اوریدل کیده۰
ماجتي د نری رنځ په نتیجه کې په ځوانه ځوانی کې ورو ورو خپله روغتیا او صحي حالت له لاسه
ورکاوه، د هغه څخه په یومحفل کې چـــا پوښتنه وکړه چې استاذه! صحت مو څنګه دی ؟ هغه په ځواب کې ورته
وویل : چې نه مړ یم
نه ژوندی ،خو بیا هم کوشش کوم
ستاســـــودخوښۍ لپاره څو سندرې درته ووایم او د خـــــپل د زړه خواله تاسو سره په سندرو کې وکړم۰
په رښتیا سره ماجتي خوږ اودمینې
ډک اوازدرلودچې دبده مرغه د ژوندکړاونوهغه ته نورموقع ور نه کړه چې دهنرپه هکله څونور
ګامونه پورته کړي،اودخپلې مینـې اوارمانوغوټۍ یې خلاصې شي۰
ماجتي د نري رنځ په نتیجه کې ومړ،د
هغه مینه وال د هغه جنازې تــه ډیر راغلي وه دهغه جنازه یې د چهاردهې د شاه ګذر
بابا په جګې غونډۍ کې خاورو تـه ورسپارله
، نوکله چې خلک د جنازه څخه راوګرځيدل،کلي تــه درسیدوسر ه سم د هغه دا
سندره چې :
افسوس افسوس ځما په
حال چې مې ارمان پاته شو
لکه دګل
په ښان نازک
مخ د جــــــانان پـــــاته شو
په هماغه شیبه د رادیوله لارې
خپره شوه، خلکو له لرې څخه ددې سندرې
په اورید لو نور هــم
غمجن شول او دحسرت
او تا ثر اوښکې یې تر سترګو تویې
شوې، او مرحوم ماجتي یې دخپلو هیلو او ارمانونو سره یوځای خاورو ته سپارلی
وه، خدای دې وبښی او روح دې ښاد او آرام وي
٭٭٭٭٭٭٭
اومه
برخه
د نشر نیټه : ۱۶ـ ۵ ــ ۲۰۱۱ میلادی
حشر یا مشترک کارونه :
حشر یا مشترک کارونه په
سیموکې د بیالوپه پاکولو د سر بندونو
په جوړولو ، د شولو د بزغلیو په کرلو ، د
سرکونو اولویو لارو په جوړولو او همدا رنګه په کلیو
او باندو کې د
بامونو د کاګلولو ، د
کروندې د
محصولاتو په راټولولو، په مړي او ژوندي او ډیر نورو هغه کارونو کې چې د کلیو د اوسیدونکو په شر یکه همکاري په یوټاکلي ورځ
اویومعلوم پروګرام سرته رسیږي،چې دا شریکې مرستې یاحشر د کلیو د اوسیدونکو اویا هم کله ددولتي اورګانونو
په غوښتنه ترسره کیږي۰
په لغمان کې د چاردهي د سیمې لویه بیاله چې
د بي بي حاحب د زیارت په ساحه کې د الیشنګ د سیند څخه سرچینه اخلي او د راه دار یا
سخي پله څخه ورسته دچاردهي د سیمې دمځکو د خړاوبه کولو او په ورځیني ژوند کې دخلکو دګټې په اخستلو کې موهم اوحیاتي رول لري
۰
ددې اونورولویو بیالو د اوبودعادلانه
ویش او دګټې اخستلو په
موخه هرکال نوی میراو یادبیالې مسول ټاکل کیږي۰
ټاکل شوی
میراو دنده لرې چې د بیالې ، بندونواوسربندونو د جوړول
اودهغو د فعالیت څـخه تل با خبره وي او د اوبو عادلانه ویش په نظر کې وساتي که نه نو د بې خبره اوبې انصافه میراو دکارپه پایله کې دکلو د اوسیدونکو دنفاق اوشخړولامل
ګرځي چې داشخړې او ستونزې کله بیا په مرګ، ژوبلې او د سرونو
په ماتیدوهم ختمیږي۰
په لغمان کې دګرمیو په موسم کې دلوړوغرونو واورې اوبه کیږي او په همدې موسم کې ډیری وختونه ګلۍ ،بارانونه ، تالنده اوبریښنا د سیلابونودراوتلو لامل ګرځي
چې په ځینو وختونو کې د مالې او ځانې تاوانونو تر څنګ د
فصلونو د خرابیدوسبب هم ګرځي۰
داسیلابونه د دریابونو اصلي مسیرونه
بد لوي ، لوې لوې ونې او کمرونه چپه کوي ،
کورونه او
څاروي له ځانه سره په مخه
کوي ۰
څرنګه چې
سیلابونه دوچو دښتواو خوړونو څخه تیرږي
چې شګې ، خاورې او بوټي له ځانه سره لیږ دوي چې دا خړ سیلابونه د دې سبب
ګرځي چې دسیندنوپه استقامت لوی سربندونه ویجاړ
او بیالې د خاورواوخټو په کیناستلوسره ډکې
کړ ي چې د اوبو دبهیدو کمیت په بیالو کې کموي،
په همدې د لیل کلیوال هر کال
دبیالو دبیا پاکولو او دسر بندونو د بیاجوړولو په تکل شریک کار یا حشر تر
سره کوی۰
څه وروسته کله چې دالیشنګ د سیند
د اوبو سر چینې یادغرونو د لوړو څوکو واورې
د ګرمي د زیاتیدو له امله اوبه شي نو د سینداوبه
هم ورو ورو کمیږي چې ورو سته بیا په دې لوی سیندکې دیوې بیالې په
اندازه هم اوبه نه وي ، په همدې دلیل د چاردهي دسیمې خلک مجبوردي چې د خپل د اړ تیا وړ اوبه د الینګار د سیندڅخه
چې همیشه یې اوبه ډیرې وي استفاده وکړي هغه د اسې چې د الینګار د سیند څخه یوه بیاله
دالینګار دهمدې د رې په غربی برخه کې دغونډیو له پاسه چې ډیر له پخوا نه کیندل شوې ده د چاردهي دسیمې په شرو ع کی د الیشنګ دسیند سره یوځای کیږي همدا بیاله هرکال د چـاردهی دسیمې اوسیدونکــي د سر بند
څخه ترمیم اوپاکوي او د اوبو د نشتوالي ستونزه په اوړي
کې د حشرونو په سرته رسولو سره حلوي۰
شفیع ماما یا دکلی نائي :
زموږ دکلی نائي محمد شفیع
نومیده ،هغه به د کلي داو سیدونکو او هلکانو د سر ویښتان ور اصـــلاح کول۰
دکلي هلکانودلنډو ویښتانوسره دومره لیوالتیانه ښودله خومشران داوږ دو اولویویښتانوطرفدار نه وه ، هلکان
یې
مجبورل چې د سر ویښتان
لنډ کړي خو سره له دې نائي به د هلکانوویښته برابر او ښایسته جوړول، هغه
به نه هلکان او نه مشران خپه کول۰
شفیع ماما به دکلیو هلکانو اواوسیدونکـو
خبر په میاشت کې یو ځل اخيسته او دسر ویښتان به یې
ورته اصلاح کول چې په اوجور ه کې به یې د فصلونو
د لوګډ په موسم کې په کروندو ګرځیده او خپله برخه د لو
شوي فصل صدرۍ یا ګیډۍ تر لا سه کوله او وروســته بیا
ددرمند دتللو په وخت کې هم نائي ته برخه بیلیدله۰
لکه څنګه چې مووویل شفیع ماما تنها زموږ دکلي نائي نه بلکه
دچاردهي دنورو کلیو اوبانډو اوسیدونکـونائي هم وه چې د فصلونو د لوګډ په موسم کې
به د ډیرو غلو دانو څخه برخه مند وه، هغه
به تل په کلو او بانډو ګرځیده او په سیمه کې به د ټولو پیښو څخه با خبره وه
نو په کلیو کې چــې به کومه د خوښي ، مړي یا ژوندی خبره وه هغه دنده درلوده چــې خلک خبرکړي ۰
د روژی مبارکه میاشت:
د روژی په مبارکه میاشت کې دکلي سپین ګیري،ځوانانواو هلکانو ټول
د روژه ماتې لپا ره دکلي جومات ته
راتلل، روژ ه ماتی،خیر ات يانذر به یې له ځانه سر ه جومات ته راوړه ،
دجومات ومخې ته دماښام
دلـمانځه د اذان څخه څو شیبې دمخه د کلي هلکان او مــاشومان را ټوليدل ،نوکله چې به ملا
صاحب دالله اکبراوازپــورته کــړ، ټول ماشومان بــه دکلي په کوڅو کې په لوړ اواز ویل ، روژه ماته کړی د
روژه ماتې اذان وشو چې په همدې ډول به ماشومانو او هلکانو د کــورنیو روژه دارانو تـه
خبر ورکاوه تر څوهغوي په اطمینان
سره خپله روژه ماته کړی ۰
د کلي اوسیدونکــي د ماسختن
د تراویح لمونځونو ته هرو مرو
راتلل د تراویح لمونځ زموږ له پاره ډیـر په زړه پورې وه، هلکان به حتمي لمانځه ته راتلل
خو تعامل دا وه چې هلکان به دلمانځه
په وخت کې دجمعې په ورستي صف کې دریدل۰
هلکان به روژه نیولو ته هوسیدلو چې د جومات
ملا او د کلی سپین ګیرو تشویقول او ویل به
یې چې په دې
عمر کې روژه نیول ډیر
ثواب لري او خدای پاک یې تاسو ته اجر
درکوي۰
٭٭٭٭٭٭٭
اتمه برخه
ـ دنشر نیټه : ۲۰ ـ ۵۲۰۱۱ میلادی
لغمانۍ اوګره اود هغې ډولونه :
لغمانۍ اوګرې ،د پخولو ترتيب او د هغه دډولونو
په اړه ښاغلي نجم الدين سعيدي په زړه پورې
مطالب راټول کړي چې د سعیدي صیب
لیکنې
ته بې
له
تصرفه
په دې برخه کې ځای
ورکړ
شوی دی ،هيله مندیم چې ددرنولوستونکو د پاملرنې
وړوګرځي۰
دپخولو ترتیب :
اوګره او د هغه د
پخولو ترتیب ډیر ساده او اسان دی هغه داسې
چې غټې وریجې دګرمو اوبو سره پاکې پریمنځي کله چې وریجې بریمنځل شوې په ایشیدلو اوبو کې یې تر
هغه ویشوي چې نرمې شي چې دغه نرمې شوې
غټې وریجې داوګرې په نامه یادوي چې په
لاندې مختلفو ډولونو ترې ګټه اخیستل
کیږي
۰
لمړی ــ اوګره دکرتو سره :
کله چې
اوګره پخه شي هغه په نا شکن یا عادي غوري کــې را باسي او د غوري په مینځ کې ښکلی څرخنی ورته جوړوي
او پدې څرخني کې سولول شوي کرت چې مخکې یې
په کرتمال کې
سولولي وي ځایو ي او بیا زیړ غوړي ، واز ده
یاعادي غوړي په ارکاره کې ښه سره کوي او په څرخني کې دسولول شوو کروتوله
پاسه اچوي ،ورسته بیاپه غوري کې د اوګرې له پاسه سابه، شلغم ، پخه شوې وچه غوښه د لوبیا سره په ښکلي نظم ځا
یوي او د دسترخوان په سر یې ګدي چې د تعامل سره سم هرغوري د دوو څخه تر درې کسانو لپاره او که د کورنیو
اویا دمیلمنو شمیر ډیر وي په همغه اندازه
د غوریو شمیر هم ورزیاتوي ۰
کله کله په اخر کې
د اوګرې څرخنی ورانوي او کرت او اوګره ګډوی چې هغه ګډه شوې
کرت او اوګره
بیاځانله خونداوطعم لري
۰
دوم ــ اوګره دکنډ یا دغوا د عادي شیدو سره
:
کنډ :هغه شـیــدې دي چـې غوا یې نوی خوسکی زیږو لی وي، پدې ډول اوګره کې
په څرخني کې کنډ یا شیدې ځایو ي اوکله کله سره
شوي غـوړي هم دپاسه پرې اچوي ۰
دریم ــ اوګره د مستو یا شړمبو سر :
داهم
دهمغې اوګرې یوه بله نمونه ده چې په څرخني کې یې مستې ځایو ي دشړومبو سره اوګره په شړومبه کې ګډوي
او د نوش پیاز یا عادي پیاز سره تری
استفاده کوي ۰
شړومبې اواوګره د لغمان په چارباغ کې ډیررواج
لر ي ، ددې
سیمې خلک د شپې له خوا اوګره پخوي
او د شړومبو سره یې ښه ګډوي ورسته
د دې ګډې شوې اوګرې سر ور پټوي
او د بیالې تر غاړې یې د اوبوپه سرګدي
او دسهارله خوا ټـــوله کورنۍ په دسترخوان
سر راټولیږي اویوځای ترې
استفاده کوي ۰
څلورم ــ اوګره د
لاونډ سره :
لاونډ یا (کړو )یو
مخصوص تعم دی چې
د شړومبو څخه یې جوړوي
هغه داسې چې د مستو شړمبه په یوظرف کې اچوي او یو اندازه اوړه ورسره ګډوي
تر څو اوړه په شړومبه کې ښه حل شي اوپه نغري
یې ګدي
تر څو ښه وایشول شي پس له هغه په ارکاره کې څه میده شوي
پیاز په غوړیو کې سره کوي
او په ایشل شوي شړمبه کې چې اوړه په کې حل شوې ورزیاتوي
او د څمڅۍ سره یې نور هم خلتوي چې پـــس له یو معین حرارت څخه خوندورلاونډیا (کړو)ترې
جوړیږي
چې دالاونډ د اوګرې په څرخني
کې ځایو ي
اوکله کله دسـره شوي غوړي هم
دپاسه پرې اچوي او په
خوند او مزې سره ترې استفاده کوي ۰
پنځم ــ شوله
:
شوله دغټو وریجوڅخه
جوړیــږي ، هغه داسې چې اول په غوړیو
کې څه پیاز سره کوي او ورسته څه اوبه یا د پخې شوې غوښې ښوروا پکې ور زیاتوي کله چې
داښوروا وخوټیدله پریمځل شوې غټې
وریجې پکې اچوي چی پس
له معین حرارت څخه ورته دم ورکوي او پس له
هغه وازده په ارکـــارۍ کـــې سره کوي
او د شولې د پاسه یی اضافه کوي چی خوندوره شوله تری جوړیږي
۰
د اوګرې یو بل
قسم سبوناکه ده چې په شوله کې سابه ورګډوي
او د سبوناکې به نامه خوندوره شوله تری جوړیږي چې د هغه دپاسه هم د وازدې یا غوړیو جغ باسي
۰
د اوګرې نوراقسام
زموږ د ګران هیو ادو په نــــور ولایاتو کې هم مروج دی لکه د پکتیا او خوست په مناتقو کې چــــې د ډنډکي
په نامه یې یادوي او پخول یې د لغمانۍ اوګرې سره فرق لـــــري
۰ همدارنګه د کابل په شمال کې لکه ګلدره ، شکردره اوغوربند
کــــې چې دشولې غوربندي په نامه یادیږي په هغه کې کوفته ، لوبیااوترخه مرچ ور ګډوي۰
باید وویل شي
دغټو وریجو رواج دشرقي هند وچین څخه افغانستان ته انتقال
شوی چې د پخولو ترتیب یې د نورو هیوادو سره توپیر لري
۰
په لغمان کې داوګرې
یا غټووریجو د استفادې ترڅنګ دمینو وریجو څخه
چې دسرده دریدونۍ او یا ګرمه وریجوپه نامه یې یادوي
هم استفاده کیږي او دلغمان په مختلفوسیمو کې لکه د الیـشنګ
او الینګار په درو کې ، د چاردهي
، حیدر خاني ، ماشه خیل مندروړ ، قرغیو او ډیرونورو ځایوکې کرل کیږي
۰
لغمانۍ
وریجې زموږ په وطن کې خاص شهرت لري او د هغه څـــخه
خوندور پلو ، دمپخت ، شکربټه او قابلي پلو پخـوي چې زموږ د هیوادوالو دسترخوان ته ځانګړی خوند
او رنګ ورکوي ۰
تیر یادونه
خـــړ سیندونه سیلابونـــه
مــې یادیږي
د وطن شنه شنـــه
فصلونه مې یــادیږي
د ودونــــو
او دودونــــــــو رواجــــونــــو
ها دیرې ها
مــجـــلسونــــه مـــې یادیږي
سندریزخوږی نغمې
دحـجرومینځ کې
ها ګــــیسونــــه
او کــــټونــه مې یادیږي
د مــــرغیوګــــڼه
ګـــــوڼــه او سیـــــلـونه
د چق مق ټوپـــک غږونه
مــــې یادیږي
د قزلاقو اویارمخــــچو پــــه موسم کې
د دامان د غره دامــــونــــه مـــې یادیږي
په جوزا کــــې د تــوتانـــو په موسم کې
د فــــصــــلونو درمنــدونــه مې یادیږي
مصلــــی اوددرمند شاخۍ په لاس کې
تورچنګړلوی لوی چجونه مې یادیږي
د دهقان په لاس چې تیګه دمیـزان شي
لپــــکۍاو خــــجورونــــه مې یادیــــږي
د چــــینی نه د اوبو منګــــی په سر کـې
ها د پیــــغلو کتــــارونه مـــې یــــادیږي
مــــړ
اوبــــل داوربــــلـــکــــو الــــوتــــنې
د بــــامــــو د ســــر خــــوبونه مې یادیږي
پــــه اختر کـــې
د ځـــوانانو ډلـــې ډلې
هــــا میلې
او اټــــنونــــه مـې یادیـــږي
د پی مــــخو ښکلو پیغلوبیر او بارکې
هغــــه لــوی لــوی زیارتونه مې یادیږي
رنګ پــه رنګ ښکلې جامې د طاعتونو
په مسجد کې ښه وعـــذونه مې یادیږي
څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي
جــــم او جــــوش دبـــازارونو مې یادیږي
یــــادول
یــــې زیــــاتــــوي د زړه دردونه
افغاني هـــا تیـــر
وخــتونـــــه مې یادیږي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نهمه
برخه
په لغمان کې
اوسیدونکي قامونه او پرګنې
درنو لوستونکو!
دکتور محمد سعید « سعید
افغاني » په خپل کتاب کې چې ( زما
ژوند ) په نامه يادیږي او په کال ( 1365 ) هجري کې خپور شوی په
لغمان کې
اوسیدونکي قامونه او پرګنې په لاندې ډول شرحه او معرفي
کړي دي :
اول : « ساپي »
په افغانستان کې د
صافیو قوم یو لوی او مشهور قوم دی چې وایي
ددوی اول نیکه د قندهار دغوړی مرغی څخه راغلی دی او ددوی نسبي سلسله د پښتنو په
قامونو کې په
درانیو باندې ګډیږي،
وایي صافي په غلجیو نه ګډیږي بلکه د غلجیو سره د درانیو په وسیله ورورګلوي لري
دصافیو د قامونو
غټې ریښې په
لاندې ډول دي
۰
الف – ودیر
ب - ګربز
ج – مسود
د « ساپیو » د قوم
پرګنې په
ټول افغانستان کې خپرې دي خودافغانستان
په شمالي برخه کې ، کوه
« ساپي » محمود راقي
، کو هستان ، او تګاب ددوئ اصلي او مهم مرکزونه دي. ا و په مشرقي کې د کنړ
« ساپیان » شهرت لري او هغه ځای دڅوکۍ په لسوالۍ ، با ډ یل،مز ار ، دپیچ په دره ، د سر حد څخه
اخوا په سره کمر او د کنر په نورو سیمو کې اوسیري . ساپي به
کامه کې لویه
سیمه لري ، ساپي په لغمان کې دعمرزیو ، سالاب ، ګړګړ ،باړیڅی ، صبر
اباد ، په سیمو کې هستوګنه لري ، په الینګار کې نازي
هم « سا پیان » دی ۰
وایي : چې په کوزه پښتونخوا کې وزیر
هم په اصل کې د
ودیر صافیو یوه ریښه او مسود یې بله ریښه ده ۰
د لغمان په عمرزیو
کې صافیان
په درې پلرونو
تقسیم شویدي ۰
۱ - د خیر محمد بابا اولاده ده چې د خیر
اباد کلی یې مرکز
دی او لاندې ریشې لري۰
پایه خیل ، یاسین
خیل ، تورخیل ، ایاز ۰
٢- د عبدالمحمد بابا
اولاده چې په
ادو خیلو مشهور دي ۰
٣- دابراهیم باباچې په ابرهیم خیلویادیږي اوس په عمرزیي کې دخیر
محمد بابا اولاده دیره ده خلک عاجز او په اقتصادي فشار مواجه دي، ولی دغه خلک ډیرزړه ور او په میړ انې شهرت
لري
.
دویم : د ساک
، سهاک :
دساک قوم د لغمان
ولایت په مرکزي سیمو کې اوسیږي او ددوئ ریښې موسی
خیل او شمشیر خیل دي اود افغانستان په نورو سیمو کې هم هستوګنه لري ۰
دریم - تره خیل :
دوئ د
لغمان ولایت د د تندیو په کلي کې اوسیږي او زیاتره یې دکابل
شمال شرق خواته د ترخیلو په قریه کې هستوګنه لري
چې ددوئ یو څو با اعتباره
خلک د وخت ددربار قابچي باشیان وه او د پور اعتبار خاوندان کڼل کیدل ۰
څلورم : رستم خيل :
ددوئ څه
میشته کورونه د لغمان د ارمل به قریه کې اوسیږي او څه نور
یې
کوچیان دي چې داوړي
په موسم کې یخو
سیموته ځي اوپه ژمي کې بیرته لغمان ته راځي،مالداري اوسودا ګري
ددوئ کسب دی
۰
پنځم – خروټي :
دوئ دلغمان د عمرزیو د علاقې په
جنوبي برخه او د افغانستان په نورو برخو کې اوسیږي او ډیر
مشهور قام دی ۰
شبږم : عبدالرحیم
زي
:دلغمان
ولایت د مندروړ په سیمه کې اوسیږي او په کابل کې هم
کورونه لري په دوئ کې ښه با همته خلک
تیرشوي دي ۰
اوم -هودخیل :
دوئ په ودخیلو
شهرت لري او د لغمان د قرغیو د ولسوالۍ په برخه کې لویه سیمه لري او
پــــه کابل کې د کابل شرقي خوا
ته ، اوسیږي
.
اتم - جبار خیل:
دوئ
دلغمان د قرغیو د ولسوالۍ په سیمه کې معزز کورنۍ دي .
په دوئ کې د قامي
ملي مشران اوتاریخي خلک تیر شویدي ۰
نهم - تره کي:
دوئ
دلغمان دولایت په ځینو سیمو کې میشته او کوچي کورونه لري او اوښانو او
څارویو په روزنه مصروف دي او د افغانستا په غزني او قندهار کې شتون
لري
.
لسم - پشه ئي:
دوئ
دلغمان ولایت تر څنګ یوه کلی لري چې د پشه ئي کلي په
نامه یادیږي ، دوئ ځانته خاصه ژبه لري چې هغه
هم په پشه ئي یادیږي
. دغه ولس د الیشنک د درې په لوړو برخو لکه دولت شاه او فراجغان کې هم او
سیري او په پشه ئي ژبه خبرې کوي ۰
يولسم - هزار میښ:
دوئ
دلغمان ولایت د تیرګړو په علاقه کې پراته دي او
غریبکاره خلک دي ۰
دولسم - میچن خیل:
دوئ
دلغمان د عمرزیو د علاقې شمال ته یو لوی کلی لري دوئ هرې خوا
ګر ځي او د نظرانې په ټولولو کې مصروف
او دښه مهارت خاوندان دي ۰
دیارلسم - ناصر:
دوی دلغمان ولایت
د مندروړ د سیمې په جنوبي برخو کې ، او
همداغسې د
کابل شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کې اوسیږي دا خلک
زړور او جنګیالی دي ۰
څوارلسم – اکاخیل :
دوئ هم
دلغمان د عمرزیو دمنطقې په شمالي برخه کې میشته
او کورونه لري د اوښانو او رمو روزنه کوي او د غره څخه لرګي راوړي او خر څوي یې ۰
پنځلسم –
دیګان ( دهکان(:
دوئ په دري
خبرې کوي
او کورونه یې د
افغانستان په نورو سیمو کې هم شته ۰
شپاړسم – محمد زي :
دوئ ځای ځای کورونه
لري او د محمد ځیو پا د شاهي کورنۍ په وجه دوئ هر چیرې ښې آبادې ځمکې تر
لاسه کړي دي ۰
اولسم - ریکا ګان :
دوئ
دلغمان ولایت د چاردهي په علاقه کې محدود کورونه لري
او دکابل ریکا خانه ددوئ اصلې مرکز دی
اتلسم - عمرخیل:
دوئ دلغمان د چاردهي
( شاه ګذربابا او قلعه اخوند کلي تر څنګ ) کې زمینداره کورنۍ د ي او د کابل په میدان کې هم
زیاتې ځمکې لر ي ۰
نولسم - وریا خیل:
دوئ د
لغمان د ولایت د عمرزیو د علاقې په لر او بر کې
هستوګنه لري او خلک یې
کاریګر او دهقان کاره دي دوئ د
کابل په پغمان او دبغلان دولایت په مر کز کې هم ځمکې او
کورونه لري
.
شلم – وردګ :
دوئ دلغمان ولایت د
عمرزیو دعلاقــې په جنوبي برخو کې اوسیږي
او په کابل کې د
وردګو په علاقه کې مشهور قوم دی ، په دوئ کې ښه د
کار او میړانې خلک
تیر شویدي او د انګلیسانو داستعمار په مقابل کې د غازي محمدجان
خان مبارزه د هیریدو نه ده دا قام تل په سیاسي جریاناتو کې لاس
او برخه لري ۰
یویشتم - تاجک :
دوئ په
لغمان او د افغانستان په نورو ولایاتو کې اوسیږي ژبه یې دري
ده۰ چې دفارسي ژبې سره
لږ تو پير لري
.وایي دري د دربار څخه اخستل شوی او دا ژبه یو وخت د درباریانو ژبه وه ۰
دوه ويشتم– میرعلي خيل :
دوئ
دلغمان د باد پښ په علاقه او نورو سیمو کې اوسیږي ۰
درويشتم - نیازي:
دوئ دلغمان د ولایت
داعلينګار په سیمه کې پراته دي ددوئ کورونه د کابل
جنوبي خواته هم شته ، وایي دوئ د صافیو یوه ریښه ده۰ څوک وائي : چې دوئ
مستانه کورنۍ ده .
نيازي په کندوز
اوخان آباد کې هم ځمکې اوکورونه لري ،چې غټ کلي ئې ملرغی نوميږي نيازي د پاکستان د
پنجاب په سيمه کې هم ډير شمير او سيږي . نيازي د تخار ولايات د تالقان دمرکز او
مربوطاتو کې لکه دقو لبرس په سيمه هم او
سيږي ، خصوصآ په قو لبرس کې ډيرې ځمکې او کورونه لري .
څلورويشتم -اړوکي:
دوئ د
لغمان د الینګار په منطقه کې اوسیږي او ددوئ تر څنګ خاڼی او
اختیار خیلو په نامه نور پښتانه قامونه هم پراته دي ۰
پنځه ويشتم _
الکوزي (الکوځي (:
دوئ په
لغمان کې لږې کورنۍ پیدا کیږی مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کې
هم شته او مشهور قام دی۰
شپږويشتم : سادات :
دوئ دحضرت محمد صلی
الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کې ځای په ځای کورونه لري ، دوی ته میران او
پاچایان هم وایي په لغمان کې خواجه
ګـــان د ابوبکر صــــدیق ( رض )
«حضرات » او د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته ۰
اوه ویشتم - لطف
الله خیل: دوئ دلغمان ولایت د
تیر ګړو خانان او هلته د سنګ توودی ( سنگ تودو) د قریه اوسیدونکی دي۰
اته ويشتم – بابکر
خيل : دوئ د لغمان ولایت د
الینګار د سیمې مشهور خانان دی او په کابل کې هم کورونه لري ، او درباري خلک ؤ .
نه ويشتم –
نورستاني :
په لغمان کې ددوئ
کورونه شته خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لوی ولایت دی چې
اکثره یې په ځانګړې ژبه غږیږي (سانسکريت ) ، دوئ د
امیرعبدالرحمن په زمانه کې تابع او مسلمان شویدي د امیر حبیب الله خان په دوره کې
ددوئ ډيرې
ښځې او نجونې دوينځو په توګه دهغه دربار کې خدمتونه کول . چې د امیر امان الله خان
په دوره کې آازادې کړل شوي۰
د نورستان
دخلکوبچیان د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې دربار ته لاره پیدا کړه چې په دې اثر ډیر پاخه او پوره خلک پکې
وروزل شول چې بیا ورسته د افغانستان په اجتماعي ، ساختماني سیاست او ازادي
په ساحه کې لوی رول درلود ، امیر حبيب الله په لغمان کې د قلع السراج تعمیر او باغ
اباد کړ ، دا ځای په ژمي کې د امير حبيب الله ژمني پلازمينه وه چې د بچې سقاو په وخت کې دا دملت په پیسو
اباد شوی تعمیر وران او ویجاړ کړ شو ، امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله گوش کې
هم میلې چړچی او شکار کا وه چې اخر هم هلته د شپې له خوا په خیمه کې د یو نامعلوم
شخص له خوا وویشتل شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امان الله خان باچا شو ۰
ديرشم – درگي : دوئ دلغمان ولایت په
شمال شرق د شمنګل په قریه او د درګو د اوبو له پاسه کلو کې اوسیږې او کوچیان هم لري
۰
يو ديرشم – على خيل :
دوئ د
لغمان ولايت په شمال شرق دشمنگل او صابره ډوپې کلي کې اوسیږي او څه کورونه یې په
کابل کې هم شته ۰
دوديرشم – ابراهيم
خيل : دوئ د لغمان د ولایت
د مندروړ په علاقه کې شاو خوا میشته دي ۰
دري ديرشم – محمد
خيل :
دوی د لغمان په ولایت کې هستوګنه لري ۰
څلور ديرشم – خيرو
خيل :
دوئ لغمان
د ولایت د مندروړ په جنوبي ساحو کې پراته دي ۰
پنځه ديرشم – قولان
:
دوئ لکه د کوچیانو په
شان کابل او مشرقي او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ راتګ کوي او د تجارت کسب یې
درلود مګر اوس یې په کابل کې ډیر کورونه او تجارتونه پیدا کړي دي ۰
شپږ ديرشم – اهل
هنود :
دوئ هم
دلغمان ولایت د تیر ګړو په کلي کې ساکن دي
او هلته ځانله درمسال لري چې خپل دیني مناسک هلته اجرا کوي دوئ هم
تجارت پیشه دي او د تیرکړوپه پخواني بازار او اوس دلغمان په ولایت کې دوکانونه لري۰
درنو لوستونکو!
د لغمان په ولایت
کې اکثر خلک په پښتوژبه خبرې کوي او په دوهمه درجه کې دري ژبه ډیرویونکي لري اونورې
ژبې یې لکه پشه ئي او نورستاني او شاړي دي چې په اقلیت کې
حسابیږي۰ دلغمان ولایت د
قامونو او ولسونو په ریښو کې زیاتې مطالعې او څیړنې ته ضرورت دی او په اقتصادي ، جغرافیوي او تاریخي مسایلو
کې یې بحث پوره ریسرچ غواړي ۰
په عمومي لحاظ د
لغمان په ولایت کې د قومونو مختلفې پرګنې پیداکیږي او داسې معلومیږي چې دتاریخ په
اوږ دو کې په لغمان باندې ډیر مختلف
انقلابونه ، تحو ولونه او تطورات راغلي دي
، خو ددې ټولو سره سره باید ووایو چې اوس
هم دلغمان ولایت اکثره کورونه د خټو ، پخې یا خامو خښتو کورونه بې نقشې
ابادې او په بې نظمه توګه عمومي ژو ند د
مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی همدارنګه اوس هم هلته اکثرا د لمړ ۍ پیړ ۍ ددورې دودونه ،رواجونه روان دي ۰
د لغمان خلک د
زیات طبعي ذکاوت لرونکي دي او خاوره یې د زراعتي او تخنیکي ښه بدلون لپاره اماده
ده ۰په ډیر تاسف سره بایدوویل شي چې په
لغمان کې دقامونواو پرګنو د نفوسو تراکم ، بې کاري او بې غوري زړه سوزونکی ده
چې د قدرت خاوندان باید ورته جدي او خاصه
پاملرنه وکړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
« لسمه برخه
»
دنشر نیټه : ۹ جون ۲۰۱۱ میلادی
د لغمان په کلواوبانډو کې
د
اخترونو رواجونه :
د لغمان په کلوکې د اخترونو دودنــه او رواجونه ډیر په زړه پورې دي، کلي وال د اختر په ورځو کې تفریحې پروګر
امونه لري ، هلکانو ته یې مور او پلار نوې جامې رانیسي چې د اختر په
سهار هر څوک خپلې نوې جامې اغوندي او دکور د مشرانو سره د اختر د لمانځه
لپاره جومات ته ځي، کله چې داختر لمونځ
وشو نو د اختر د مبارکۍ لپاره د خپلو خپلوانو او دوستانو کورنو ته ځي ۰
په
اخترونو کې دلغمان ولایت په مختلفوسیموکې
لکه د مهتر لام بابازیارت ، د ولایت په مرکز ، دتیر ګړو په پخواني بازار ، داستانې کلی چې دچاردهي
په سیمه کې مـوقعت لري، بي
بي
هاجره ، بي بي صيب،مندروړ
،قرغه یي ،الیشنګ اوالینګار په ولسوالیوکې
په زړه پورې پروګرامونه اومیلې جوړیږي۰
دکلوهلکان دخپلو مشرانوسره میلې
ته ځي
، رنګ شوې هګۍ جنګوي او دکور لپاره ماهي ،ځلوبۍ
،کجورې ، وچې
او تازه میوې
او نور خوندور خوراکي ټوکې داختر مبارکۍ کور ته
له ځانه سره راوړي
۰
مسلمانان په كال كې دوه مذهبي اخترونه لري چې
يويې كوچنى اختر دى چې د روژې د مباركې مياشتې له تيريدو څخه وروسته راځي او بل
لوى اختر دى چې د كوچني اختر څخه دوه
مياشتې او لس ورځې وروسته راځي ۰
په اسلامي هېوادونو كې دغه دواړه اخترونه په
ځانګړيو مذهبي او دوديزو مراسمو سره نمانځي چې په يادشوو هېوادونو كې د اخترونو مذهبى مراسم يو ډول او په
دوديزو برخو كې له يو بل سره تو پير لري۰
خلك د اختر له لمانځه وروسته خپل كورونو ته ځي په كور كې كشران مشرانو ته د اختر مباركي وركوي
او بيا نږدې ګاونډ كورونو ته ورځي او له يوه كور څخه بل كور ته ورځي او د اختر مباركي له يوې مخې
پيل كيږي۰
كه څوك د قرباني كولو نيت لري نو كوچنی حيوان لكه وزه او يا پسه په كور
كې قرباني كوي او كه څوك په لوى څاروي كې شريك وي لكه غوا،غويي،اوښ،مېښه ،نو بيا
په لوى څاروي كې اوه تنه شريك كيږي۰
دشرعي اصولو له مخې د قربانۍ غوښه په درو برابرو
برخو ويشي،يوه برخه يې ځان لپاره جلا كوي
او بله برخه دبيوزلو لپاره اودريمه برخه دخپلو خپلوانو لپاره جلا كوي چې بيوزلو اوخپلوانو ته په
تقسيم سره غوښه ورليږي۰
خو په ځينو سيمو كې بيا د قربانۍ غوښه په
درو برخو نه ويشي. د خپلو او بيوزلو برخه د اختر په ورځو كې پخوي او هر څوك چې
وركره ورځې هماغه غوښه ورته راوړي ۰ د اختر په ورځو كې هغه خلك چې
له يو بل نه خپه وي د لاسه كيږي
او كينې له منځه وړي۰
ښځې او په ځانګړې توګه پېغلې
نجونې د اختر په ورځو كې ډلې ډلې زيارتونو ته ځي چې له ډېرو ليرو ځايونو نه،
مشهورو زيارتونو ته روانې وي او د ورځې ډېره برخه هلته تېروي۰
د اختر په شپو ورځو كې دخواږو شيانو اخېستل زيات وي ، ډېرى سوداګر كلچې، ميټايي، كيك او هګۍ راوړي او د روژې وروستۍ
اوونۍ كې د همدې توكو د خرڅونې له امله بازارونه
له ګڼې ګوڼې ډك شي
غواړم په دې
برخه کې ســتاسو توجه خپلې یوې لنډې ادبي
ټوټې
ته چې
سر لیک یې دی کوم اختر؟ راوګرزوم :
کوم اختر؟
زموږ دکلي دتروږمۍ مــاښام څخه څوشيبې دمخه
دکلي يوتنكې لس کـلن هلک خـوشحاله بريښيده، دهلک دخوشالۍ علت يو هم دا وه چې هغه د
سبا ورځي د اختر د راتګ څخه خبر شوي وه۰ هلک ته دهغه
موراوپلارداخترلپاره نوي جامي،څپلي اوواســــکت رانيولــــي وه چې هغه په همــدي
ماذيګرقضادسباورځې نوې جامې اودنــــږدي دوستـــانو داختر مبــاركــۍ تحـفې په خپل
وجودكې تمثيلولې اوهمدا وجــــه وه چې هلــــک ته يـې خوشحاله بڼه ورکــــړې وه،په
رښتيــــاسره کــــوم اختر چې ماشوم ته سبا راتلــــونكى وه، نه تنها هغه ته بلکې
دکلي ټولــــواوسيدونکوته يې دخوشحالي زيــــرى ورکاوه.
هو، کوم اختر ؟ دکوراوکلي اختر،اوکه دمهاجرواختر،کوم چې دخپل
کور،کلــــيواوبــــانډوڅخه لرې په پردي وطن كې لمانځي ؟ دايوڅــــرګنده خبره ده چې
اختر هر چاتــــه هرچيرې او په هرځــــاې كې چې وي پوره اويانيمه خوله خندااوخوښي
وربښي.
نواختر کوم اختر؟
دادځـــوانـــانـــودخـــوښیو
اختر
د پیغـــلو نجـــنو
دټــــــالیو
اختر
دکـــــور او کــــــــلـــي
اخــــــتـــر
چــــــي لــوړ
دودونــــــــــــه
لـــري
د ســــپـــوراو
پــــــــــــــلي
اخـــتر
ښـــه رواجـــــــــونـــــــه
لـــــــري
دا د خــــوښیــــواټــــنــــونو
اختر
دا دخوشحاله ســـرودونـــواختر
دی دبیـوزلوکونډو رڼــــډواختر
د یتیـــمــــانو
او بــربــنــــډو
اختر
د غریبـــانو او خــــانــــــانو
اختر
د مسلمـــانودینــــــــدارانو
اختر
وي مبارک دې
په تمـاموخلکو
وي برکــت
دې
په تمامو خلکو
ښه افغاني دود او رسمــونه
لري
خدایګوچې ښکلي
رواجونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنشر نیټه : ۲۹ جون ۲۰۱۱ میلادی
( یوولسمه برخه )
دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادی
د لیارې
مبارز مولوي عبدالمجید
لمړی
خدای بښلی
دکتور محمد سعید « سعیدافغاني » چې
دلغمان د ولایت دترګړو دجامع جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر
زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند) کې د هغه په هکله لیکي
زما پلار مرحوم عبدالمجیدد لغمـان ولایــت دعمرزیو د قریې د خیراباد په کلي کې هستوګنه
درلوده او دمولوي سید امیرځوی وه ، مــولوي سید امیر چې دخپل وخت کره عالم او د ښه ملي شهرت او اعتبار خاوندوه دلغمان په
کله کوټ کې چې دعمرزیو دقریې څخه په جنوب
کې تقریبا شپږ میله لرې موقعت لري اوسیده چــــې د خپلو شــــاګردانودرسي حلقه یې
درلوده او د خپل عمر زیاتره مده یې هلته تیره
کړې ده او پـــه هغه ځــــای کې علاوه د تدریس
څخه د خلکود مشکلاتو او پربلمونو په حلولو کې د زیات ولسي قدرت او اعتبار خاونـد وه ۰
مولوي سید امیر هلته کله کوټ ته نژدې د علي خیلو پـه کلي کې چې دکـــوزې
ډوپۍ په نامه یادیږي د یو مشهورعالم چې په صوفي صاحب مشهور وه دهغه د لورسره نکاح وکړه ، صوفي صاحب په منطقه کې دبا نفوذو اشــخاصو څخه وه چې په ډوپۍ
کې یې د څلوښت جریبو په شا او خوا مځکه
درلوده
مرحوم
مولانا سید امیر ډیر شاګردان روزلي دي چې د هغې جملې څخه د تګاب ملا صاحب
فضل او مرحوم د هدې صاحب نجم الدین اخونزاده
چې په ملا بزرګ مشهور وه د یادولو وړ دي۰
مولوي عبدالمجید صاحب بـــه قصه کوله هغه
وخت چـــې زه شاګرد وم امیر عبدالرحمن خــان نجم الدین اخونزاده د هغه د مشهورو
ماذونانو سره د تندور خانې پـــه سیمه کې
بندي کړی وه ځکه چې هغه د ولسي
اعتبار او شهرت څخه برخورداره وه، ملابزرګ
چې دخپل وخت دیر متقي او مشهور عالم وه زه هغه
وخت د هغه تپوس ته جیلخانې
ته لاړم او خبر مې ورکړ چې زه د
مولوي سید امیر ځوی یم او ستاسو لیدو ته راغلی یم ۰
همغه وه چې زه یې
په ډیر شوق وغوښتلم او په زیاد
اعزاز یې روغبړ را سره
وکړ او شکر یې وویست چې د مـولانا سید امیر صاحب ځــــوی دومره شوی دی
چې زما پوښتنې ته راځي او له ما سره یې ډیر
لطف وکړ۰ زما یادیږي کله چې زه د خپل پلار سره په ورستیو وختو کې تګاب ته لاړم زما پلار د ملا بزرګ صاحب د مقبرې پوښتنه وکړه دهغه قبر یې
پیدا کړ او د اخـلاص فاتحه یې پرې ولوستله ، د هغه په قبر یوه زړه ګنبده
ولاړه وه
وایي چې د
مولانا سید امیر تر مړینې وروسته دهغه ځوی مولانا
عبدالمجید ډیر وړوکی وه چې د خپل
مورنی نیکه صوفي صاحب په کور کې پاته شوی وه ،څرنګه چې
مور یې هم په وړکتوب کې مړه شوې وه
نو دده تربیه دهغه دمورنۍ نیا په ذمه واخستله ،چې هغه یوه ډیره پرهیز ګاره ښځه وه اواولادیې نه درلود نودمولوي صاحب عبدالمجیدپه
روزنه کې یې پوره پاملرنه او اهتمام کوه ۰
څه مده نه
وه تیره شوې چې د مولوی صاحب مورنی نیکه صوفي صاحب هم وفات شو او صوفي صاحب بل نارینه اولاد نه درلود او تربوران
یې دیر ظالمان وه د هغه د کور مالونه یې چور اومځکه یې ترې ونیوله ۰
مولوی صاحب
عبدالمجید به ویل ۰ زموږ په
کورنۍ کې زموږ د پوښتنې څوک نه وه او زموږ دپلار دتره ځوی محترم محمد شریف خان
هم د خپل پلار فتح محمدخان څخه وړوکـــی پاته
شوی وه نو همدا دلیل وه چې د
تربورانو د ناروا په مقابل کې موږ بې وسې وو
څه مده ورسته زما مادري نیاپه ما باندې تعلیم شروع کړ ،دهیریدو نه ده چې د لغمان د صبر اباد مولوي
سیدعالم د ډوپۍ کلي ته زموږ پوښتنې ته
راغلی وه په ما یې ډیره مهرباني وکـــړه
او د نصیحت په طرز یې راته وویل ۰ پلار دې مشهورعالـم وه ۰ ته ضرور باید دپلار ځای
ونیسې ، ځه چیرته دکوم عالم سره دیره شه او صرف او نحوه او نور کتابونه ولوله کوشش
وکړه چې وخت درنه عبث تیرنه شي ترڅو ښه عالم درنه جوړ شي۰
هغه ویل چې د مولوی صاحب سید عالم
نصیحت په ما زیاد تاثیر واچوه او دده دلارښونې سره سم مې په زدکړې پیل وکړ په یو ځای او بل ځای کې مې پـــه لږه مده کې صرف نحوه او بیا نور کتابونه ولوستل او بیا مې
دمنطق اوحکمت دکتابونو په لوستلوشروع وکړه او د وخت د مشهوروعالمانو څخه مې
زدکړه وکړه چې پوره په دې کتابونو کې لایق
شوم چې زیادتره
شاګردان به ماته دتدریس لپاره راتلل
ما
پدې تحصیل اکتفا ونکړه او د تحصیل او زدکړې په مقصد په ښیوه ، د لغمای په چهارباغ ، قرغیو او مزینه
کې دیره شوم او وروسته لدې څخه دتحصیل په
مقصدپیښور ته لاړم ،هلته په پیښور
ارغشتواو اشنغرکې مې دمعنوي ، لوی منطق ،
حکمت ، تفسیر ، احادیث ، فقه اصول ،میراث
،ریاضي ،تجوید او نور دوخت مشهورعلوم دښو
پیاوړو استادانوڅخه ولوستل ۰
وایی چې
پـــه هغه وخت کې چـــا چې به مروج علـــوم ولـــوستل د وخت د مشهورو
علماو بـــه ورته تصدیق ورکاوه چې د
استادی وړ دی نو هغه ته به بیامـــولوي صاحب ویـل کیده او د مولویتوب پګړی به دده
په سر باندې مشهوروعلماو په ول تړله ، چې
مولوی عبدالمجیدهلته دا افتخار تر لاسه
کړی وه ۰
د مولوي صاحب عبدالمجید د سفر ملګري په دې باور وه چې هغه په ملګرتوب کې دپوره اخلاص خاوند وه ، د ه له ملګرو او ملګرو لدې سره پوره وفا کوله
۰
زما مرحـوم پلار مـولانا محمد سعید سعید افغاني لیکې چـې زما نه يادیږي چـې زما د مـرحـوم
پلار مـولوي عبدالمجید څخه دې چا شکایت کړی
وي ،ده به خپل ملګري ډیر په احترام یادول
او په غیاب کې به یې ستاینه کوله
همدا وجه وه چې دده ملګروزما سره
زماپه ژوندکې دهغه په خاطر ښه رویه درلوده
،ده به د خپلو ملګرو څخه خوږې قصې کولې او
دخپل سفر ملګري به یې ډیریادول اوپـــه دې جمله کې دمولوي محمد ابراهیم کامه
وال ، مولوي الهام الدین چــې
د لغمان په کــــڅ کې دکجور ملا په نامه یې شهرت درلــود ، دچهارباغ مولـــوي عبیدالله ، مـــولوي محمد عالــم ، او قـــاضي عبدالقدوس د لغمان د چهارباغ څخه ډیرې
ښې خاطرې حکایت کولې ، همدارنګه مولــوي عبیدالله او مــــولوي محمد عالم صاحب چې په
اول کې دهغه د سفر شاګردان وه چې په
نتیجه کې ډیر ښه عالمان شول ۰
دې
ویل دکجورو ملا صاحب په سفرکې دجمعې
په شپوکې دیرښه او خواږه اشعار او
نعتونه ویل او هغه وخت د هغه یو مشهور ورور وه چې هغه ښه
متصوف او مشهور واعظ عالم وه ،هغه په وعظ کې
ژړل په مخ او ګیره به یې اوښکې
روانې وې ، دې قصه کوله یو وار داسې
پیښه شوه چې د کجورو ملا صاحب دغه ورور
په وعظ کې ډیر وژړل خوکله
چـې د وعظ څـخه خلاص شـو نـو په يو
خاص مجلس کې ورته وویل: وروره دا څومره زیــــات
ژاړې ، ژړل ښه کار ندی سترګوته دې تاوان
رسو ي او که نــه زه هم کولی شم چې خپل مړ پلار یاخپله مړه مور را یاده کړم او له تا څخه ډ یر وژاړم ۰
مولو ي عبدالمجید په
ټولو مروجو علومـوکې تدریس کاوه
خوپه منطق او حکمت کې یې
ډیر شهرت درلودخو دعمر په اخر کې
ددې د تصوف جذبه زیاته شوه نویې
د تفسیر،حدیث ، فقه ، او
تصوف علومو مطالعه
زیاته کوله همداوجه وه چې تګاب
مشهور متصوف اخونزاده صاحب څخه یې د قادرې طــــریقه وکړه ، ددې طریقې په ټولو
اذکارو او اورادو کې
د مازونۍ مرتبې
ته رسیدلی وه
او د زیاتو مریدانو او مخلصانو
خاوند وه٠
څرنګه
چې د ښه تقوا او علم
خاوند وه نو خلکودی مجبورکړ چې د
لغمان ولایت د تیرګړو مشهور او جامع مسجد
د خطابت وظیفه هم په غاړه واخلی ،
پدې مسجد کې دی ډیر عمر دجمعې په ورځو کې موثرې خطابې ایرادې کړی دی چې
دده شهرت د شاګردانو او
مرید انو له لیارې نه تنها
په لغمان او ننګرهار کې
بلکه په ټول افغانستان کې زیات شو،هغه ډیر ښه
اواز او د ژبې فصاحت درلود او د ښه اخلاص اوګذارې خاوند وه ۰
نو همدا وجه وه چې هره ورځ
له هرې خوا
نه ورباندې د روحي
او معنوي اســتفادې
په منظور هجوم وه او
دده په دیره کې به
لنګر چلیده چې تراوسه پورې
په لغمان کې زیات خلک دده د وعذ، معقولې اونمونې روایتونه کوي۰
مولوی عبدالمجید دامیر عبدالرحمن د پادشاهي
د وختونو قصې کولې چې په دې هکله یې داسې ویل : امیرعبدالرحمن په
خلکو باندې زیات رغبت
اچولی وه اویواځې دنوم څخه یې خلک بیریدل حتی هغه وخت چې هغه
مړشوخلکو د ډارې ډیروخت دده د مرګ روایت قدرې هم نشو کولای ۰
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنشر نیټه : ۶ ـ ۷ ـ ۲۰۱۱میلادی
(دولسمه
برخه)
دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادۍ
د لیارې
مبارز
مولوي عبدالمجید
«
دوم »
مولوي عبدالمجید د وطن د استقلال او ازادۍ په مبارزه کې پوره او موثره برخه درلوده او د خپل قومي ځوانانو،مشرانو،
شاګردانــــو او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کې دډکې ، تورخم او ناجي په سیمو کې
جنګیدلی دی ۰هغه به ویل چې موږ به د شپې له خوا د انګلیسانو په
عسکري کمپونو داړه اچوله
چې په دې اثر به
د انګلیس عسکر د ډیرو لانجوسره مخامخ وه ده به ویل په هغه شپو او ورځــو کــــې چې صالح محمدخان عسکري افغاني منصبدارمــــاتې وخوړه موږ برید پرینښود
بلکه د غرونو په څوکوکې مو د شپې له خوا اورونه ددې لپاره بلول چې
تر څو انګلیسي عساکر پدې
پوه شي چې مجاهدینو دجهاد محاز ندی
پریښودلی او د مقابلې لپاره حاضر دي ۰
مولوي صاحب به ویل : د صالح محمدخان د تیښتې په وجــــه پــــه دغه
ورځ او سباته د
مبارزینو معنویات ښه نه
وه خو دیني علماوودمبارزینو معنویات
تقویه کول او له بلې خوامجاهد ینو ته د
وطن دهرې خوا زیات او تازه مرستې رسیدلې او په
ټولو بریدونو کې ملي مقاومت ښه پیاوړی
شـو چې پدغه برخه کې د ننګرهار او سرحدونــــو د اوسیدونکو جذبات د هیرودو
نـــدی او نه د ساپیوو مهمندو
، شینوارو ، خوږیاڼو
او دبـاجوړ ځوانانو سرښندنه
به د یاده ووځي
باید
ووایم چې د بلې
خوا دا شکست ددې موجب شو چې دپښتونستان
د سیمو اوسیدونکي د انګلیس د
استعمار په ضد را وپاریدل او د هـــرې خــوا څخه دمیړانې اوجهاد غورزنګونه په ډیر جوش اوخروش پیل شول ،همداوجه وه چې انګلیس دې ته متوجه شو چې د اعسکر ي بریالیتوب نور هم
لانجې زیــاتې کړې او عمومي
احساسات یې ددوئ په ضد وپارول ، نو همداوه
چې د خپل زیات ویر ې په وجه یې په هوایي بمباردپیل وکړ او غوښتل یې چې په دې ډول په جنګیالیو کــې ویره واچوي خو دا کار نور هم خلک د مقاومت لپاره مصمم کړل
او د شپې له خوایې په انګلیسي عسکر ي کمپونو باندې
ډیر سخت یرغلونه تر سره کړل
مولاناعبدالمجیدویل چې په دې
جهادکې ځماخـــواږه خواږه ملګری اویاران
شهیدان شول او یو وارداسې پیښه شوه چې زموږ داوسیدو په
خاصې غونډۍ د بمونو اوریـدل شروع
شول چې دیو بم
په اثر موږ د خاورولاندې شوو
خودنورو مجاهدینوپه مرسته ژوندي له خاورو
وویستل شوو
هغه به د جهادکیسې زیاتـې کولې او دخپلو
افغانانومیړانه یې په هغه وخت کې زیاته ستایله ۰
ده ویل : افسوس چــې د وطن په جهادکې دملی مبارزینو
سره کافــي وسله
او ازوقه نــه وه بلکه یواځې ددوئ همت
اومیړانه وه چې
مقابل محاذ ته یې ماته ورکړه ۰هو، اکثره مبارزینوپه نیم
نس او نیمې تندې خپل د
جنګ محاذ ساته ،چا سره شلخی توپــــک ،
چاســــره تفنــــګچه ، چـا سره توره او دچا سره یواځې بیل اوکلنګ وه چې د زمرو په شان به یې په اورحملې کولې ۰
ده
به ویل : د ژوبلې او مرګ ډاره
د چا سره نه وه بلکه پدې عقیدې وه که ژوندی وې دجهاد ثواب درپه برخه کیږي
اوغازي به وې او
که مړ شوې نودشهادت مرتبه مومې ۰
ده ویل: دوطن يه جهادکې
دمشرقي محاذیوازې ملي مبارزینوپه برکت قوي پاته شواوعسکري شکست او تیښته
د مشرقي خلکو ته لکه د هیوا د د نوروسیمود
مجاهدینو په شان د منلووړ نه وه بلکه
دهغه وخت واقعات اوپیښې ددې
ثبوت ورکوي چې ملي مبارزینو په یوه
دوه ورځوکې عسکري خلا هم ډکه کړه باید ووایــم
چې د صالح محمد خان د تیښتې
پــه وجه د ټولوعسکرو عسکري
طاقت له مینځه لاړ
نشو بلکه ډیر وړومنصبدارانوبې له کوم
عسکري تنظیم څخه خپل د جهاد محاذونه کلک وساتل
چې پـه دې جمله کې سور نــــاصري
جرنیل دخپلو عساکرو سره د تورخم
په محاذ کې په پوره میړانې جنګیده۰
مرحوم محمد شریف
کامه وال چې پــه نجم المدارس کې مدرس وه دا قصه زیاته کوله
او ویل به یې چې دصالح محمدخان دتیښتې دوهمه ورځ وه ، زه په تور خم کې وم او په لیاره کې زخمي شوم
حرکت مې نشو کولی خو نصیب دا وه چې پــه ما باندې سور جرنیل مسلح په اسپ سپور د خپلو عسکري ملګرو سره راغی ، زه یــې پورته کړم او سور جرنیل دخپل ځان سره په خپل اسپ د شــا له خواسپورکړم او دی په انګلیسانو باندې ډیر له قهره لکه دزمري
په شان غړمبیده ۰
ځماپـلارمرحوم دکتور محمدسعید ( سعید افغاني
) لیــکي: هغه وخت چې زه په
نجـم المدارس کې مدیر وم سور جرنیل ژوندی وه او د عــمرپه
اواخروکې یوځل مدرســې تــــه راغی ماپه خپله حجره کې میلمه کړ اودهغه
ډیــر احترام او قدر مې وکړ ، د شپې له
خوا دده سره قرانکریم
او د کارتوسو ډکه تفنګچه وه ۰ وایي چــې دده عادت وه چــې د عمرتر اخــره یــې تفنګچه
له ځانه سره ګرزوله .
مولوي
محمد سعید ( سعید افغاني ) لیکي چې ځما مرحوم پلار مولوي عبدالمــــجیدبه وعـظ او تبــــلیغ دقرانــکریم د ایتونو او احـادیثو په لوستلو
په ډیر خواږه اواز کولواو ځای ځای به یې پـه مناسب ډول د
جــلاالدین رومــي د مثنوي ،حافظ شیرازي ،ګلستان
، بــوستان او داسې نــورو
کتابونو او د دپښتو شاعرانو
شعرونه او منظومې په خواږه اواز لوستلې ۰
هغه به د میا عبدالکــــریم صاحــب
اشعارخوښول اوزیات به یې لوستل
چې په هغه جمله کې یې دا
بیت یې زیات لوسته:
اول دې خوب په بالښتو او بالیـنچو کړه
جانانه
اوس دې د ګورچینجي بازي کړي هر اندامه سره
یا د حافظ شیرازي دا بیت :
شب تاریک بیم موج ګرداب چــنین هایل
کجا دانند حال ما سبک ساران ساحل ها
دا شعرونه یې د عمر په اخره کې زیات لوستل:
همه با هوا و هوس ساختی
د می با مصالح نپرداختی
همنشینان تو در کنج
لحد خاک شدند
چشم عبرت
بکشا خواجه اګر انسانی
یا دا بیت:
صبح
صادق ملهم کافور دارد در بغل
ګر علاج زخم عصیان میکنی بیدارباش
مولوي
عبدالمجید یوه وړکۍ کتابخانه
درلو ده چـې په هغه کې
مختلف علوم موجود وه خو ده به په سفرکې
خپل قرانکریم ، دلایل الخیرات او تنبنیه الغافلین
کتابونه زیات له ځانه سره ګرزول
او لوستل به یې ۰ ده به د
تجهیـد وظایف زیــــات کول اودجذبو په حالاتو کې یې تصوفي اشعار ویلې
او کله به یې ورسره ژړلې هم
ده
دنظم په کتابونوکې پوره
مـــهارت درلوداو د اشعارو ګلچین
ور سره وه ، ده به دملي او وطني خدمت
لپاره هم زیات کار کولو
اودضرورت په وخت کې به یــې
د بیچاره ګانوسره لازمه مرسته کوله ، دی د
پور ه جرت خاوند وه او
په وعظ ، تبلیغ ، جلسواو مرکوکې به یې په صراحت
خپل تحلیل وړاندې کوه او کله کله
به یې ډیرغټ غټ خلک هم تـرټل خوپه خلکو باندې دده قهر او غصه دده د اخلاص او بې الایشی په وجه
بده نه لږیده
دده
سره د ډیرو خلکو اخلاص وه او
دده د لیدو لپاره
د ډیرو لرې ځایو څخه خلک راتله ، دې
به کله د تبلیغ او اصلاح لپاره د لغمان
درو غــروکلو او بانډو ته هم تللو
او هلتـه به وربــاندې زیات خلک را ټولیدل ، ده به اګثره
په پښومنزل کوه چې کله به داس سـورلۍ
هم میسره کیده
هغه د پوره ذکاوت خاوندوه او ډیرو بـاریـکیو
ته متوجه کیده هغه به ویل: د خدای پاک مخلوق سره د
اخــلاص ژوند کول په کاردي او د اخلاص
ثمره او نتیجه حتمي ښـه په زړه پورې وي ۰
دې
د ولایت او کرامت دعوانـه کوله حــتی ویــل یې زه سره ددمره وظیفه کولوتر اوسه هم
دکــوم کشف اومکاشفي خاوند نه شوم ۰
ده دملاې لنګ د شورش په وخـــت کې هغه وخت چې
دامیرامان الله خان په ضد انقلاب جوړوه په پغمـان کې یوه لویه جرګه جوړه شوه د خپل قام او دلغمان د ولایت د علماو او دخلکوپه وکالت وکیل انتخاب شواو دهغه وخت په لویه جرګه
کې یــې فعاله ونــډه درلوده ، دې پــه
هغه وخت کې پوهیده چې په امــیرامان الله خان پاندې دکفر فتوا او په دې اثر
د افغانستان څخه دهغه وتل ښه کار نه وه ۰ هغه سره لدې چې د دیني پاکې جذبې خاوند وه
داستعماردسیسوته ښه متوجه وه او د
وطن د خیر او سعادت لپاره ډیر هوسیده ۰
هغه ددین څخه دناروااستفادې مخالف وه اودیني
علماو لپاره یې په خیراتو ژوندکول نه لوریده همدا وجه وه چې هغه به ویل :
کاشکې دینی علما علاوه
د دیانته دخپـــل رزق او روزی برابرولو لپاره کاراوکسب هم وکړي او داسې نه چې
دین ددنیا لپاره وسیله وګرځوي
۰
دې به ویل : دې عـاجــز
اوبیـچاره ته ګوره چې خپلې نفقې
ته حیران دی خو په قرض او سود هم خیر اوخیرات ورکوي او خپل ځان نورهم محتاجوي ۰اوویل به یې چې دې ملا او پیرصاحب ته ګوره چې هرڅه لري
خوبیاهم د یوعاجز او فقیر له لاسه خیراتونه
اخلي ۰
ده په هر چا باندې دپـــوره
عاطفې اوصلې خاونـــد وه او دروحي جذبې
په وخت کې به بل ډول ښکاریده
او په ځینو حالاتو کې به ور څخه دتاثر او انفعال چیغه او کریکه
هم وتله ۰
هغه مــرحوم مجاهد نجم الدین اخنـــذاده صاحب ته
عقیده درلوده همدا وجه وه چې کال کې بـه یوځل
او کـله دوه ځله هډې ته دده قبر د زیارت دعا له امله تلو ، ده به ویل دا مـرحوم دخپل
عصر مبارز وه او دوطن دابـادی او ازادی لپــاره یې نــــه هیـــریدونکي جهادونه او
خدمتونه کړي دي ۰
مولوي عبدالمجیدد تګــــاب اخنذاده صاحب د مـخلصانوڅخه وه او د هغه د ذهداوتقوازیاتې قصې کولې ، د نجـم
الدین اخنـذاده صاحب
د مشهورو ماذونانولکه د سنګر شیخ صاحب ، د بتخاک حضرت صاحب ، د اسلام پورشیــخ صاحب
پاچا صــاحب ، د تــرګړو پاچا صاحب
، د سرکاڼو میا صاحب ، صوفي صاحب ،چکنور ملا صاحب اونورو علماو د تقوا، اعتباراوشهرت قصې کولې ۰
مرحوم مولانا عبدالمجیدپه کال ۱۳۲۰ه ش کې د ژمــي په شپو
او ورځوکـې مریض شــو او یو څو ورځې پس له
مریضي حق ته ورسید ۰
انا لله و انا الیه راجعون
د ده جنازه په ډیر اعجاز پورته شوه او په پوره
احترام د لغمان د ولایت د عمرزیو دقریې د خیراباد دکلي په هدیره کـــې خاورو ته وسپارل شو ۰
دی فوت شوخو دده دصالحو اعمالو
نقش تر اوسه پاتې دی، اوس موږ دده روحي
خوښي او ددی د ښه اعمالودپیروی او هغه تـه پرته
له دوعـا څخه بله چاره نشته ،نوالهی تـــه موږ تــه دښې پیروي توفیق راکړې او دده په روح کـې دې دخپــــل رحمت فیضان
زیات اودایم وګر ځوې ۰
امین
یارب العالمین
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنشر نیټه : ۲۲ ـ ۷ ـ ۲۰۱۱میلادیديارلسمه
برخه
د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت
لمړی
د لغمان لرغوني تاریخ اوجغرافیوي مـوقعیت پــه اړه څيړونکواوتاريخ پـــوهانو ډیرې څيړنې او ليکنې
کړي چې پدې برخه کې دهيواددمعاصر ه څيړونکو او ليکوالا نوښاغلي شهسوار سنګروال صیب
اود ښاغلي پوهنيار ظفر اهتمام د معتبره تاريخي ليکنواوهمدا رنګه د انترنيتي
پانو څخه په زړه پورې او کره مطالب راټـــول شوي چې ددې مطالبو يادونه پدې برخه کې لا زم او ضروری ګنل کیږي٠هيله ده چې ددې مطالبوپه راټــــولولوسره مــــودلغمان تاريخ اودهغه د جغرافيوي مـوقعت په اړه
درنو لـوستونکو ته دپام وړ معلومات برابرګړي وي
( لمپاكا-لمغان ) لغمان
جغرافیوی موقعیت
:
لغمان د
افغانستان د ختیځ ولایتـــونو
څخه دی چې شمال ته یې
بدخشان ، سهیل لور تـه یې ننګرهار او کــــــابل ، ختیځ لور ته یې کونړونه
او لویدیز پلو ته یې د کاپیسا او کابل ولایتونه پراته دي ،د کیشت او کاشمونډ غره لویدیځ ته
دلغمان ولایت دجنوب له
خوارانیولی دی هر څومره چې
د لغمان ولایت د جنوب له خوا د شمال په لور پر مخ لاړ شي د ځمکې جـــګوالی یې زیاتیږي ۰
لغمان د ځینې
روایاتو له مخې دکابل څخه تر پیښوره ټوله سیمه رانیوله دا ځای
د هغه پخوانۍ لیارې پـــــه
سرپروت او یو مهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د
باد پیچ یا باد پښ غاښي را پدې خوا په زیړاني دښته کې راتیر شوی او د الیشنګ او الینګار د رودونو د مخامخ کیدو
په نقطه کې
کوم ځای چې د نــــیسا یا لرغونی ښار پروت وه
رارسیږي
او له دې ځایه ادینه پــور
یا دینپور ، نګاراهار او بله څانګه یې
د ګمبیري
په دښته کې
کنړونوته ورغځیدلې ده ۰
دلغمان پراخــتیا ۷۲۱۰ کیلومتره مربــــع ده او د نفوسو شمیره یې
۳۱۰۶۵۱
کسانوته رسیږي او په یو کیلو متر
مربع مځکه کې یې ۴۳ کسه وګړي ژوند کوي
۰
دلغمان ولایت څلور ولسوالۍ لري چې د قـــرغیو ، الینګار ، الیشنګ او ننګراج ولسوالیوڅخه عبارت دی
همدارنګه دوه علاقه دارۍ لري چې دولت شاه او منډول نومیږي۰دلغمان ولایت ټول کلي ۶۴۰ دي ۰
د لغمان لرغونی تاریخ
:
لغمان یو مهال دالینایانو
د مربوطاتو څخه وه او همدا شان د بودایي مدنیت ددې
سیمې
مرکزیت بلل کـــیده او د اشوکایا دهندي یوریانو د کورنۍ
پاچا د دورې ډبرلیکونــه او همدارنګه د درنټې
ترڅنګ د یو شمیر بودایي اثار ودرلودونکي دي هغه چې
دڅیړونکواو پوهانو د پوره پاملرنې وړ دي
٠
لغمان د افغانستان د نورو ولايتونو په
څېر يومهم ولايت دى چې اوږد تاريخ
لري. د پخوانيو او زړو متونو
له مخې د لغمان لرغونى نوم "لمپاكا" دى او د
ګندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه دى چې دټكسلا نه (تكزيلا) را واخله تر پېښوره او
بيا تركاپيسااوباميانو پورې به پرې تګ اوراتګ
كېده ٠
هغه مهم ښارچې په
دغه لـــويه لاره اباد
وو"نيكايه" يا "مينسه" په نوم ياديده. لرغونپوهــــانو د څیړنې له مخې ددغه ښاربنسټ هغه مهال دسكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى
دافغانستان
د شمالي سيمو د نيولو نه وروسته
دوهم ځـل د هندوكش جنوب د پنجشير د سيندپه اوږدوكې لـــــه كـــاپيسا
نه د نجراو او تګاو له لارې "لمپاكا" يعنې لغمان ته راورسيد ٠
د لغمان
ولايت د ختيزو سيمو په لاره كــــې د يونانــي سكندر لپاره
د پام وړ وو.
نو ځكه يې د "مندوړ" او چارباغ
تر مـينځ كرغيو ته نږدې د
"نيكا" په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په موخه خپل پوځ په دوه برخو ووېشــــه چې يوه برخه يې لــه لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات پــــه لور او دلښكرو دويمه بــــرخه يې د جنرال
"پرويكاس" او"هغستيون"
په مشر تابه د كابل او لغمان
سيند د جنوب اړخ لورته تر خيبردرې پورې پر مخ لاړ چې
پــه
پاى كې د سكندر ټول
ځواكونه په "اندس" يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول.
دلغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلګه دا ده
چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د
"شله ټك" د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په 1348 لېږديز
لمريز كال تر سترګو شول ددغو ډبرليكونو له "ارامي" ليكدود نه دا ډاګيزه
كيږي چې د " اشوكا " د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه
ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په ګوته كوي٠
دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه
كرښه كې د (لمكان جټي Lemkan Jiti) نوم ګورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې
لمكان (وروسته لمغان) داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د
لمپاكا په نوم يادېده٠
اشوكا (د بندو سارا زوى او د چندراګوپتا لمسى) د موريا د
كورنۍ دريم واكمن وو چې له هندوستان نه راواخله تر ارغنداب پورې ځمكې يې لاندې كړې
وې. د اشوكا ډبرليكونه هغه
مشهور شول چې لرغونپوه پوهاند (Marestunمارګستن) وخت د لويديزې نړۍ كارپوهانو ته
وروپېژندل.
چې وروسته بيا په دې برخه كې (Perclaned"پركلند) (او (Altham التهم
هم په څېړنو
او ژباړنو لاس پورې كړ
په 1949 زيږدي كال د پوهاند "هنيګ" په زيار او
نوښت د اشوكا په "ارامي" ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه
يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ
وګرزېد٠
څرنګه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې
اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې
به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را ګرزېده٠ له لغمان نه سر بېره دا ډول
ليكنې او انځورونه په كندهار، ننګرهار (درونټه) او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل
شوي دي٠
مشهور څېړونكي او تاريخپوه " بيلو"* وايي په
هغه مهال به هندوانو ګندهارا ته د "شمال جنت" وايه خو د بده مرغه چې د
چنګېز د تاړاكونو له بابته هغه ډبرين ښارونه چې د اوسني مهال د خټينو خښتو په ځاى ډبرينې
خښتې پكې كارول شوې وې (او هم هغه انځورونه او تصويرونه چې پكې ايستل شوي وو او ځانګړى
ارزښت يې درلود) له مينځه لاړل ٠
د ګندهارا اوسيدونكو هندوانو ته چې يو مشهور
ټاټوبى يې لغمان وو كه له يوې خوا دغه سيمه د طبعي ښكلا له بابته په زړه پورې وه
خو له بلې خوا ورته د مذهبي دودونو له كبله هم د پام وړ وه٠
د بېلګې په توګه په لغمان كې د كندنو له مخې كوم اثار چې
د بوديزم او برهمنيزم د مذهبونو په اړه تر لاسه شوي د ډېر ارزښت وړ وو نو ځكه يې د
دې دوه لاملونو له پلوه ګندهارا د " شمال جنت " وګانه٠
دمخه
مويادونه وكړه چې لغمان په يوه لويه لار پروت ولايت دى او په لرغونې زمانه كــــــې هم له سكندر نه
را واخله بیا تر ګوډ تېموره پورې تيري كوونكــي دغې سېمې ته راغلي دي. ٠ د تېمور په اړه ويل كيږي چې
د پنجشير له لارې د لغمان اليـــشنګ ته راغلى و او غوښته يې چې د
لغمان نورســــتان (بلورستان) تــــه ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس
زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنګ په ناجل كې
يوه كــــلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي ٠
ګوډ تېمور ځكه په ډېرې
چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوګړنګونو كې جګړه
ونشوه كولاى او هره ګړۍ له مينځه تلل نو غوره يې
وګڼله چې له دغه سيمې نه پښې سپكې
كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليـــك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې ګڼلاى
شو ٠
دارنګه د لغمان په اليشنګ دره كې د امير
حبيب اله خان په مهال يو ډبرليك چې د تاريخ نه دمخه
پېر پورې اړه لري ترسترګوشوی دی چی پخپله امیر هم
هغې كتيبې د ليدلو له پاره ورغلى وو چې عكس يې بيا د مارچ 25 نېــټه (1917 م ) چــــې د وري لــــه
پنځمې (1296 ش) سره برابره وه د
سراج الاخبار په خپرونه كې خپورشو ٠
كومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې ګورو
ښايي چې 5000 كاله دمخه د پخوانۍ ډبرې پېړيو پورې
اړه ولـري څيړونكي په دې
اند دي چې دغه كښل شــوې او انـځور
شوې كرښې له هغو كرښو سره ورته دي چې دسمنګانوپه شپاړس (16) كيلو متري كې تر
سترګو شوي٠
د تېرې خبرې په ټينګار نه يوازى دګوډ تېمور لښكرې نورستان ته نه
دي رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم
نورستان تـــه پـــه لاره كې په ګونډو شول داځكه چې دنــــورستــــان طبـــعي
اوجغرافيوي جوړښت داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ
نه دى ايل كړى٠
څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان
تـــه نـــه دي رسېدلي خـــو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې
وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې " نيكا Naica " نوميده هغه ښار ته نږدې
وو چې د" نيسا
Naisa " په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي
ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينګار
او اليشنګ دواړه سيندونه يوځاى كيږي ځنې څېړونكي وايي چې د "نيسايا" ښار
د كونړ په چغسراى كې ودان وو او هغه ځاى ته نږدې وو چې د اسمار او پېچ سيندونه سره
يو ځاى شوي دي ولـــې ځنې لـــرغونپوهان وايي چې دغه ښار د ننګرهار په اډه نومي ځاى
كې اباد وو. "موسيو فوشه" په دې اند دى چې د "نيسه" ښار په
كوزني لغمان كې چېرته چې د الينګار او كابـــل سيندونه سره يو ځـــاى شـــوي دي
ودان وو چـــې د ښار د ساتونكي نوم "ديو نيسه Diwnaisah " وو چې پـه تاريخ كې "ديـــونيزوس Diwnaisyus " هم راغلى دى. په لرغـــونو
تاريخونـــو كې د الينګار او اليشنګ يـــادونه ډېـــره شـــوې ده اّن په ويدي
سرودونو كې هم د هغو لسو اريايي ټبرونو د نومونو په لړ كې چې د راوي (پنجاب) د رود
په غاړه سره نښتي وو يادونه كړې. دا ټبرونه الينا (الينګار او اليشنګ)، بهالانه (د
بولان د درې خلك)، شيوا (دسيند غاړې خلك)،پورو (د ګندهارا شاوخوا خلك)، انوپكتيه (دپښتنو
ټبر) او نور وو ٠
ولې ځنې دبلورستان خلك هم الينابولي.
يونانيانوځنې ميتولوژيكي پېښې له يونان نه افغانستان ته راوړي دي لكه چې د پرومته
زندان يې د هندوكش په يوه سمڅه كې انځور
كړى دى٠
ولې پخوا تر دې چې يونانيان خپلې استورې
افغانستان ته راوړي زموږ په هېواد كې د
(Mahshwara مهشوارا) په نوم د نمانځنې (رب النوع) استوره وه چې د لوړو
غرونو ساتونكى يې
باله. نو ويلاى شو چې "ديونيزوس" د
شرابو يوناني رب النوع نه وو بلكې دا هماغه " مهشوارا" د غرونو ساتونكى
دى چې د غرونو په سرونو يې انځورونه تر سترګو شوي دي٠
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنشر نیټه
: ۳۰ ـ ۷ ـ ۲۰۱۱ میلادی
( څوارلسمه او وروستۍ برخه )
د لغمان لرغونی تاریخ
او جغرافیوي موقعیت
ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا
خبره هم كوي چې نو موړى ولايت د
افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په
څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چــــې پـــه دوي كې خنجان، اندراب،
شتل،سالنګ، پنجشير،نجراو، تګاو،كاپيسا، لغمان، نورستان، چتــــرال، سوات، باجـوړ،
دپامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي اونورد بېلګې په توګه يادولاى شو٠
د( هيوان څنګ ) له څېړنو نه ډاګيزه
شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ
په نيمايي كې له كاپيسا
او باګرام نه نيولې تـر لغــمان او
ننګرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكود برهمنيانو ددودونو پــه رڼا كې خپل ځانونه
په ايرو لړل او
دا كار دكابل برهمن شاهانو هم كاوو خو د صفاريانو د ګواښنې له بابته
د هېوادجنوبي سيمې له دغو پېروانو
او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويـــانو په مهال كې له لغمان او جلال
اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه نوموړى
وايي : "زه چې 630 زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننګرهار ته تلم
د كابل او پنجشيردرودپه ګډونځي چې ورتيرشوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا (اوسنى
لغمان) ولايت وو. تر لمپـــاكا چې ور تير شوم "نګاراهاراى" (ننګرهار) ته
ورسيدم. ٠
كله چې دتګين كورنۍ الپتګين غزني ونيو اود
"لويكانو" كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني اوزابلستان كې واكمن
وو. دده له مړينې وروسته بياغزني اوګردېز پاچا "لويك" دكابل شاه د زوى
په مرسته تېرى وكړ خو دسبګتګين له لاسه يې ماته وخوړه. سبګتګين پوه شوچـې د پښتنو
پاچالويك سره دده جګړه پاى نه لري نودخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنوسره خېښي اوخپلوي
وكړه اوځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو دپښتنو
په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان ، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنګه د
كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې د "جيپال" له لښكرو سره مقابله
وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې
لاندې كړې په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو
له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملګري شول٠
هغه وخت چې سلطان حميدلودي دملتان واكمن وو
نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې دده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه
لورى چې تر لغمانه پروت وو په "حدود العالم" كې داسې راغلى دى: "دا
هغه سيمه وه چې د "لمغان" د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد
وو، د سوداګرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداګر په دغه ښار كې مېشت او استوګن
وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې
كيږي هوايې نرمه او پسته ده له ساز او
اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي٠
دكابل
مجلې 5 كال 6ګڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو : "ددې سيمې ځنې برخې
په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننګرهار لوى
ښار پروت دى."
دارنګه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې
د لغمان په اړه يې ليكلي دي: "دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار
په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداګر هلته اوسېدل ٠
د
اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاكا)
هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي. يوه ښېرازه
غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه.
هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه
را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان
دي د اوسنيو سر شمېرنو لــه مخې په سلو كې 73 پښتانه، په سلو كې 14نورستاني (كه څه
هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلوكې 12 پشه يي (شاړي) ، همدارنګه نور وروڼه
قومونــه لكه تاجك، عــرب، هندوان، ګــوجــر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي.
پلازمېنه يـې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينګار، اليشنګ، قرغه يي او
دولت شاه نوميږي٠
دلغمان
دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار
كې پراته وو. (الينا) لكه څنګه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه
يوه قبيله وه چې په الينګار، اليشنګ، نورستان او د لغمان پــه نورو سېمو كې استوګن
وو چې اوس يې هم ( ګار- شنګ ) د" الينا " لرغونى نوم خوندي كړى دى. دارنګه
دلغمان دپلازمېنې مهترلمك (مهترلام) په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنګ هم د اګست
په 15 نېټه په (630 زيږدي) كې د كاپيسا له لارې نه دې ځايته رسېدلى دى. ده ته ډاګيزه
شوه چې دلته د لسوتيګو (ډبرو) په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يې
"لان پو" (چې په سنسګرت كې لمپاكا) و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د
يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې د "لمك" تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د
مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چې "مهترلام" نــوم دى او
"لمك" (لمكان=لمغان =لغمان =لمپاكا) يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك
=لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى٠
سكندر
چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وګاڼه او دايې"
قفقاز"د هندي قفقاز په صفت " كوكاكوس انديكوس " وباله چې دهندوكش
اوسنې نوم هم "انديكس" نه مينځته راغلى دى٠
هره خبره چې وي وي به خو كله چې سكندردلته را ورسېد ددې ښكلي ښار
پاچا (Bacuse" بكوس)
چـــې دشرابـــو رب النوع وولـــه نومـــوړي
ســره وليدل اوغـــوښتنه يې تـــرې وكـــړه چـــې ددې ښار د اوسېدونكو ازادي ته
درناوى وكړي٠
سكندر
بيا د "بكوس" غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځكه يې د تيري نه لاس واخست …
هغه مهال چې دسكندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه برخو وويشل شول چې يو شمېر
يې د سكندر په مشرۍ د كونړ له لارې سوات ته او بــله ډله د خيبر له لارې روانــه
شوه. دا دواړه ډلــې په اټك كې يوځاى شوې او د ټكسلا پاچا " امبي" ته يې
ځواب ولېږه ، هغه هم له سكندر سره روغه جوړه وكړه خو د لغمان د واكمن په څېر يې
خپل وړانديز ورغبرګ كړ٠
ځنې په دې انددي چې لمك د لغمان لرغونى نوم دى
او"مهتر" دمشر په مانا دى."مهتر لمك " يانې د لغمان مشر يا
پاچاوه٠د ويدي په سندرو كې چې تقريبا 14 سوه كاله تر مــــيلاد د مخـه د اريايي رو
حانيو نو او شعراوو له خواجوړ شوي دي، دلغمان نوم د"لامهك" په شكل ذكر شوى دى" سر محقق بختانى،
ژبڅېړنه ، 210 او 211مـخونه
داســې روايتونه هم شته چې هغه مهال لغما ن په لر او بر وېشل شوى و. كوزنۍ
برخې ته يې"
بهـــالانا" ويــلې او برنــۍ برخې ته يې"لامهكا". د لامهكا اوسنى نوم
لــــعمان او د بــهالانا اوسنى نــوم"بولان" دى چــې
دكرغيو ولسوالۍ پورې اړه لري ښايي دا خبره هم د حقيقت نه لری نه وي چې پر دې خاوره
به دا دوه توكمه اباد وو٠
مهترلمک (ع)
مهترلمک
د نوح (ع) پلار دی ښځه ېې
قیــــنوش د نوح مــــوروه
. اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح
ع دحضرت ادم ع دکوزیدو څخه (۱۶۴۲) کاله وروسته
پېغمـبري تــه رسېدلی . د لمـک« ع »
پلار « متوشلخ »، نېکه ېې اختوخ اوغور نېکه
ېې« یارد» وو؛کله چې د نوح ع کښتۍ کېنا سته یو
شمېر وګـــړي دمهترلمک
(ع) او دده ورور نورلام ( رح) اوخورېې بــي بــي حاجــرې سره یوځای د نورستان
په لاره اوسني
الینګارته راغلل،خلک ېې حق دین ته
رابلل او بیا په بېلابېلو ځایونو کې مېشته شول ٠
تارېخي
روایات وایي چې لمک
په لغمان کــې
وفات شو،خور او ورور ېې هم په
الینګار کې وفات شوي چې مشهور زیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او مــــیداني ترمینځ د
بې بې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام
صا حــب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.
په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکـــلې
ماڼــۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی
ؤچې دی پېغمبردی او پــه دښته کې پروت دی هــمدارنګه دمهترلمک د پېغمـــبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صاحب وېناوې چې تل ېې ویلي:
هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت
وړ ده٠
دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او
حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهورکسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادر خان
شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکر خېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي. اوزیـار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي
پخوا به لــه هنداوپنجا ب نــه هـم د لته خلک او ګــرځندویــان راتلل دپنجشنبې
اوجمعې پــه ورځــوبه په ځانګړي ډ ول دلته
د سا ز،سند رو او مــذهبي مـوسیقۍ په لس ګــونو
ډلې مــوجودې وې شپه
او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل
کېږي ۰
ختم
ماخذونه
درنو لوستونکو
پدې کتاب کې د لغمان په اړه د دهيواددمعاصر ه
څيړونکو او ليکوالا نو د معتبره تاريخي ليکنو کره مطالب راټـــول
شوي چې ددې
مطالبو يادونه پدې کتاب کې لا زم او ضروری ګنل کیږي٠هيله ده چې ددې مطالبوپه راټــــولولوسره
مـودلغمان په اړه درنو لـوستونکو ته دپام وړ معلومات برابرګړي وي ٠
دمولانا دکتور محمد سعيد سعيد افغاني
يادداشتونه٠
دښاغلي شهسوار سنګروال صیب ليکنه د
لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت٠
دښاغلي پوهنيار ظفر اهتمام ليکنه د
لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت٠
د ښاغلی
نجم الدين سعدي ليکنه لغمانې اوګره او دهغه ډولونه او همدارنکه د ښاغلی امين الدين سعيدی څخه
دکتاب دتظيم برابرولو او رهنمایي په برخه کې ٠ د دوستانو دليکنو ته چې
په کتاب کې ځای ورکړل شوی دی د دوي همکاري د
يادولو او مننې وړ ګنم ٠
سميع الدين « افغاني »
|