د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

د سميع الدين  « افغاني » لیکنه

۶ــ  8 ــ  ۲۰۱۰  م  ــ  کال 

 

څـه تيريــږي ؟

خدای پرې خبردی چې به څه تيريږي؟

چيرته بـــه بــد چــــيرته به ښه تيريږي؟

بـــدې شيبې  زمـــوږ پــه  زړه تيريږي

چې  ټانک  د کلي  پــر وياله  تيریږي

٭٭٭٭٭٭٭٭ ‎‎‎‎ 

جنګ موسپين ګيري او ځوانان  ژړوي

دبمباردنــــوم  مـــوهـــر افغــــان  ژړوي

  دود د بــــاروتــــومـــو آ سمــــان ژړوي

څوک په ښکاره څوک  لکه غله تيريږي

چې  ټانک  د کلي  پر وياله   تيریږي

 ٭٭٭٭٭٭٭٭

هر خــــواته مـــرګ دی افغانان مــري

زمـــوږ اميـــد ســـره آ رمـــان مـــــري

زمــونـږ دکلـو زوړ  اوځــوان مــري

  څوک نــــا بللي  ميلمــانـــه تــیريږي

چې ټانک  د کلي  پـــر وياله  تيریږي

 ٭٭٭٭٭٭٭٭

دا خو عمل د کـوم خونخوار ښکاري

 چې عدا لت  پـه نــــوم شعار ښکاري

انسان وژنــــه پـــه اشکار ښـــکاري

لکه تــر  شپـولې  چـی  ليوه  تيريږي

چې ټانک  د کلي  پر وياله   تيریږي

 ٭٭٭٭٭٭٭٭

ته بــــه هم کلی لــــرې کــور به لرې

زړه سپين سرې شانته مور به لرې

ماشوم بچي بــه لرې  ورور به لرې

په بل چې کاندي پــــه هغه تيريږي

چې ټانک  د کلي  پروياله  تيریږي

٭٭٭٭٭٭٭٭

په زور په بل  حاکميت ګران  کاردی

دا ورور  وژنــــه   د نا دا ن  کــــار دی

خيــــراوفــــلاح  دمسلمان کــار دی

څه  بـه په سيمه اوکــالــــه  تيريږي؟

چې ټانک  د  کلي  پر وياله  تيریږي

٭٭٭٭٭٭٭٭

بس  دی مرګـــونه او نــاتارکلو کې

ســوله،  جــرګه شې او اتبارکلــو کې

پريږدۍ  چې راشې نور قرار کلوکې

په  ببر ســـر ماشوم به  څه تيريږي؟

چې  ټانک  د کلي  پروياله  تيریږي

 

سميع الدين  «  افغاني »

 ۶ ـ ۷ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال    

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است