|
د سمیع الدین « افغاني » لیکنه
نیټه : ۱۸ ـ ۱۰ ــ ۲۰۱۰ م ـ کال
ټوپکــمار
خپله کارغــه دي چــم د بــاز کوي
د ډيره کبـــره جــګ پرواز کوي
دا بې کمالـه د قــــدرت ليــــونيان
نه ترحــــم شته
نــــه لحــــاذ کوي
دا قــاتلان دي ټو پکماريې
ګنه
هسې تبليغ دور او دراز کـــوي
خودوی په خپله په دې ښه پوهيږي
چې تـــل ګـــډا دغير په سا ز کوي
دغــــه دنيا دا لباســــي وختونـــه
دايمه نــــه ده چــــې پرې ناز کوي
زموږ د ديــــن او د ائين پــــيروان
خداي ته د سولې راز ونياز کوي
ربه تباه کــړې فرعوني
زورواکان
چې ستا مخلوق
سره ناساز کوي
سمیع الدین « افغاني »
۱۷ـ ۱۰ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
|