|
د سمیع
الدین « افغاني » لیکنه
دنشر نیټه : ۳ ـ ۲ ـ ۲۰۱۱ میلادی
تل به نه وي
نه بل تل دا پاچاهۍ نه عيش نوش وي
نه بــــه تل دا غلامـان حلقه بګوش وي
نه به تل وي دا مـــاڼۍ نه
دا قصرونه
نه ساقي نه ميخا نه نـه باده نوش وي
نه به تل وي مــــازيګـــر د ګدرغاړې
د پی مخوچټو پيغلو جـــم، جوش وي
نه به اوړي کاروانونــــه په البند بيا
نه به بيا
دپسرلـــي هغه خروش وي
که يوه شيبه له ځانه سره سوچ کړې
د دنياو عجايبوتـــه دې هـــوش وي
دا دنيادغـــه فضاه دا اسمـــانــونـــه
دسبحان دا عظمت به درته روش وي
کوم ساعت چې سترګې پټې له دنياشي
خپل پردي به دې دغمه سياه پوش وي
چې کـــري هغه بـــه رېــبي دامتل دی
بدکـردار به دې ترعمره بـاردوش وي
سمیع الدین « افغاني»
|