د سمیع الدین « افغاني » لیکنه
۲۹ـ۶ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال ـ المان
شکمن
چــــې دچـــا یمــه هـمــــراز د
چـا شکمن
یم د چـــا د ستــرګو خــار د چــا
خوږمن
زمانې چـې خپلې لـوبې په مــا وکــــړې
یم دچــــا ســره اوس دوست دچا دښمن
د ریـــا او صــــداقـــت تــوپــــیر
لږ شوی
یــــم د ځينې اشنـــــــایــــانو ګیــــله من
هرسړی چې تــــرمطــلبه پــــورې
یار شو
اعتبــــار پــــه ځيــنو نشــــته عزت من
څه دنیا شوه څه روزګاراو څه یې خلک
څوک د چــــا په ښو کــــې نـــدي
رضامن
افغاني پـــام چې د زړه راز افشا نه کړي
پـــه ظــــاهــرو او بــــاطــــنو
یــــم شکمن
سمیع الدین « افغاني »
۲۹ـ ۶ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال