|
|
د سمیع
الدین « افغاني » لیکنه
دنشر نیټه : ۱۸ـ ۱۱ـ ۲۰۱۰ میلادی
|
پریږده پریږده ای مرګيه
لــــږ دمـه شــه ای زړګيــه
زه لا نورڅــه کـول غواړم
لږ مــې پــریږده ای مرګيه
د ايمان آ زمــويل غــواړم
چې منبر مــې چــا
سيزلی
دهــغو پــرځــول
غــواړم
زمـاورورېــې چـې وژولـی
ترې ګريوان څيرول غواړم
بــبر سری مــاشومــان مـې
له بــمــو بــچــول
غــواړم
چې ترې والوزی کــوترې
د پنجــرو مــاتول غــواړم
لا نيمګړی مــی آرمان دی
زه آرمان ښکولول غواړم
دا چې کور په کور روان دی
داماتم ختمول کــول
غواړم
نــا اميد
داغلــي زړونــه
په ليمو ښکولول غــواړم
دا کشتی پــه ډوبيــدو ده
تر تـوفـان تــيريدل
غـواړم
ربــه داسې طــاقت راکړی
د ولس پــاڅــول غــواړم
چې موږ تول سره يوځای کړي
پــوه رهــبر درول غــواړم
پــریــږده ای مرګيه پریږده
زه جانان تــه ورتلل غــواړم
يوپاڅون يــوانقلاب
تــه
لــراوبــريــوکــول غواړم
يا به دا ارمــان پــوره کړم
يا کــفن څيـرول
غــواړم
بيا نو هــــله پــه مــزار مې
ســره جنډه رپـول
غــواړم
سميع الدين « افغانی
»
۱۱ـ۱۱ـ۲۰۱۰ میلادی - کال
|