د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

 
                               

د سمیع الدین «  افغاني »  لیکنه
نیټه :    ۲ ـ   ۱۱ ــ  ۲۰۱۰ م ـ کال

 

    

  لــويه ربــه   

څــــــه ويرجنـــې سلسلې دي

څه غمجـــن مهلک وختونه 

څــړمې اوښکــې مې روانې

پرې لامــده شول ګريبانونه 

زه د مـــور پـــه حال جړيږم

چې تير شوي پرې وختونه

هـــر ګـــړۍ هـــره شيبه يې

يـــاد وي  خـــپل  مــالتونه

نـــا اميده  لـــه هـــر خواده

ځان  ځانـــي  ده  تکليفونه

اوس يې خپل ترې پردي شوي

پر ديسي  پــردي  ملـکونه

ربـــه داســـې تـــوان را کړې

چې يې  وکـــړم  خـــدمتونه

د  مور قـــدر او خدمت  کې

خدای  نصيب کړي  جنتونه

څه حالات  ښکلې  شيبې وې

دځـــوانی  های  تير وختونه

عمر سيند  په دود  بهيريږي

مـــري  سيندونــه  دریابونه

مورې  خدای  دې نګهبان  شه

کړو  پاک  رب  ته دا سوالونه

رب ته  يـــې  په  نصیب کـــړې

ستـــا  رضـــا  ستـــا  رحمتونه

دا غمجن  زړګی يې  ښاد  کړې

کـــړه  نصيب يـــې  ثـــوابونـــه

ته مو دا ارمـــان  پـــوره  کړې

تـــرينه  لـــرې  کــړې  دردونــه

  

سميع الدين  « افغاني »

م٠ کال   ٣٠  -  ١٠  -  ٢٠١٠

مهاجرت

 

 

                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است