د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

د سمیع الدین « افغاني » لیکنه
د  ۹ ـ ۹ ـ ۲۰۱۰  م  ـ  کال

کـوم اخــتر؟

زموږ د کلي د تروږمۍ مـاښام څخه څوشيبې دمخه د کلي  يوتنكې لس کـلن هلک خـوشحاله بريښيده، دهلک دخوشالۍ علت يو هم دا وه چې هغه د سبا ورځي د اختر د راتګ څخه خبر شوي وه۰ هلک ته دهغه موراوپلارداخترلپاره نوي جامي،څپلي اوواسـکت  رانيولـي  وه  چې هغه  په همدي ماذيګر قضا دسباورځې  نوې  جامې اودنــــږدي  دوستـــانو  داختر مبــاركــۍ  تحـفي په  خپل  و جودكې تمثيلولي  او همدا وجـه وه  چې هلـک  ته  يـې خوشحاله  بڼه  ورکــــړي  وه، په رښتيــــاسره کــــوم اختر چې ماشوم ته سبا راتلــونكې  وه،  نه  تنها هغه  ته بلکې  دکلي  ټولــــو اوسيدونکوته يې  د  خوشحالي زيـــري ورکاوه .
 

هو، کوم اختر ؟  د کوراوکلي اختر، اوکه د مهاجرواختر، کوم چې دخپل کور، کلــيواوبــانډوڅخه لرې په پردي وطن كې لمانځي ؟  دايوڅـــرګنده خبره ده چې اختر هر چاتـه هرچيرې او په هرځاې كې  چې وي پوره اويا نيمه خوله خندا او خوښي  وربښي .



نو اختر، کــوم اختر ؟


داد ځـــوانـــانـــو دخـــوښیو اختر

د پیغـــلو  نجـــنو دټــــــالیو اختر


دکـــــور او کــــــــــــلـــي اخــــــتـــر

چــــــي لــوړ دودونــــــــــــه لـــري


د ســــپـــوراو پـــــــــــــــلی اخـــتر

ښـــه  رواجـــــــــونـــــــه  لـــــــري


دا د خــــوښیــــو اټــــنــــونو اختر

دا  د خوشحاله  ســـرودونو اختر


دی دبیـوزلو کونډو رڼــــډو اختر

د یتیـــمــــانو او بــربــنــــډو اختر


د غریبـــانو او خــــانــــــانو اختر

د مسلمـــانو دینــــــــدارانو اختر


وي مبارک دې په  تمـامو خلکو

وي برکــت  دې په  تمامو خلکو


ښه  افغاني  دود او رسمــونه  لري

خدایګو چې ښکلي رواجونه  لري



سمیع الدین « افغاني »

  

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال   
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال    
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است