|
د سميع الدين « افغاني » لیکنه
د ۱
ـ ۹ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
ژوندون څه دی؟
دا ژونــدون
يـــو امتحان دی
چاتــــه سخت چاته اسان دی
چي پــه سمه لار کې سم وي
ورتــــه فضل د سبحــان دی
٭٭٭٭٭٭
د بــــد کارو بـــد انجام وي
رياکار کله نيک
نـــام وي
چي د ښو تمه تـــرې نه وي
کور او کلي کې بدنام وي
٭٭٭٭٭٭
دنيا سيند پـــه څير بهيږي
د ښو ښه نوم
پــاته کيږي
چي عبث ترې
ځې وختونه
خپل مقصد ته
نه رسیي
٭٭٭٭٭٭
ژونــــدون نـــلري بــقا تل
وي
انجــــام د ابتدا تــل
څو دې وس رسي نيکي کړه
چې فــــاني ده دا دنيا تل
٭٭٭٭٭٭
ته د پــــوهې تـــرفدار
شه
ښه تعليم وکړه هوښيار
شه
د دنيا
په کار او
زيار کې
لږ همت
وکـــړه
بيدار شه
٭٭٭٭٭٭
دغه وار پــــه تيريدو دي
بس
فرصت د څه شيبو دي
غـــافــــل نشې د ايــــامــه
چې ايـــام درنـــه په تلو دي
سميع الدين « افغاني »
|