د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

د  سمیع الدین « افغاني »  لیکنه

د نشر نیټه : ۵ـ۱۰ـ۲۰۱‍‍۰م ـ کال

 

جــلا وطــن

 

 دا موږ څومره بد  نصیب  یو

په  پردو کې  چې ا وسیږو

نه   د ځـان   نه   د قریــب  یو

   غیر ملکو  کې  چې   اوسیږو                

 

  وطن  مور  وطن  عزت   دی

وطن  مــــینه  مــــحبت  دی

اوس مو وران  دي د زړه کلي

شوګیرو  کــــې چې اوسیږو

 

دغه څوک دي چې یې وران کړو

نن احــــتیاج یــــې د جهان کړو

دا دکــــوم ظــــالم  لــــه ظــــلمه

 تورو شپو کـــې  چــــې  اوسیږو

 

کاش د خپل وطــــن  بزګر وای

یا چوپان وای  یا  کار ګر وای

اوس  په بل  ملک کې نوکر یو

په  چرتو کــــې  چــــې اوسیږو

 

دلــــته بل رنــــګ ترانــــې دي

دلته بــــل شـــان ته نغمې  دي

موږ  د  خپــــل  مالت  نه  لرې

پـه میرو کــــې چــــې  اوسیږو

 

نــــه ځمــا د کلي خوند شته

نــــه هغه د یــاري رنګ شته

دلــــته  مینـــه  بــــازاري  ده

په دوکــــو کـــې چې  اوسیږو

 

دلته زړونـــه دي مات  شوي

د مستــــي نــــه دي ولیدلي

هر قــــدم  کې  مایوسي   ده

په سلګو کــــې چې  اوسیږو

 

که لوی خدای مومهربان شي

د رحــــمت پـــه موږ باران شي

په وطن  کــې مو وروری شي

خپل بــــانډو کې چې اوسیږو

 

ربــــه موږ  هم  بــــنده ګان یو

د یو خـــوږ ژوند په ارمان یو

لا تــــرڅـــو به محتاج  ګرزو

امیــــدوکــــې  چــــې  اوسیږو

 

افغاني وطــــن سور اور شو

تر اسمانه لوګــــی خپور شو

اه  فــــریــاد  دی  د  بیــــوزلو

تورتــــموکـــې  چـــې  اوسیږو

 

سمیع الدین  « افغاني  »

٧  -  ٢  -  ٢٠٠٩


 

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال   
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال    
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است