د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

د زرلښت « حفيظ  » لیکنه
نیټه : ۲۳ـ۹ـ۲۰۱۰ م ـ کال

 

د ماين اشف په ښار کې د کلتوري غونډې راپور

 

فرانکفورت ته نژدې  دجرمني دماين اشف دښارګوټي په مرکزي تالار( ماين تال هله )  کې د٢٠١٠ م کال دسپتامبرپه ١٩مه نيټه دميشتومهاجرينو دورځې په اړونديوه ادبي اوکلتوري غونډه وشوه چې په نوموړي غونډه کې د مـاين اشف په ښارګوټي کـــې  د ميشتو  بيلا بيلو نژادونو ليکوالانو ، شاعرانو او  فرهنګيانو ته د نوموړي ښار د ښاروال له خوا بلنه ورکړ شوې وه  ٠

 د هر هيواداستازوپه خپل وارسره  دخپل پلرني هيواد دکلتورپه پيژندنه او معرفت کې برخه والو ته توضیحات ور کړل ٠

همدارنګه نوموړې غونډې ته ښاغلي سميع الدين افغاني هم د يو افغان شاعر او ليکوال په توګه

 د ښاروال له خوا وربلل شوی وو ٠

په دی غونده کې دافغاني صيب شعری مجموعې، د افغاني سندرغاړو په خوږ آوازونو کې د هغه شعرونه،دبعضې اشعاروانګلیسي اوألماني ژباړنې، افغاني لباسونه اوکلتوري توکې په نمایش  ایښودل شوي وو. 

ښاغلي افغاني د غونډې برخه والو ته خپل يو څو شعرونه واورول چې البته په جرمنۍ ژبه ژباړل کيدل ٠

همدا رنګه د ښاغلي افغاني يوڅوشعرونه چې دهيواد دخوږ ژبوسندرغاړوله خوا ويل شوي دي برخه والو ته د سينما په پرده هم و ښودل شول چې  له عمله  يې د نـــوموړي ښار د ښاروال له خوا

ښاغلي سميع الدين افغاني ته هغه تحفه او ډالۍ چې ورته برابره شوې وه د مراسموپه ترڅ کې  ورکړل شوه.

پورتنۍ غونډه  چې د غرمې پر دوو بجو پيل شوې  وه د  مــاښام په شپږو بجو پای ته ورسيده ٠

 

زرلښت « حفيظ  »

۱۹ـ ۹ـ ۲۰۱۰ میلادی  ــ  کاناډا

 

  

ښاغلی سميع الدين افغاني د غونډې ګډونوالو ته دخپلو ادبي ليکنو او افغاني کلتور دمعرفت

 په حال کې ٠

هغه اشعار چې افغاني صيب د غنډې ميه والو ته واورول ٠

د وطن پــــه یاد


پــــه وطـــن موجوړماتم دی
تــورتمونو کې مو شپې دي
دا د کـــــوم ظــــــــالم له لاسه
چه ظلونو کې مو شپې دي
*** ***
ګـــران وطن راته سوراورشو

دوزخ لمبې تــــــري خـــیژي
بــــل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم له لاسـه
چي ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
د کــــــابــــل هـــــره کــــوڅــه مو
ښکلي ښکلي خــــــــاطرې دي
اوس یې وران اوویجاړګورم
ګــــړنګونو کې مـــو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چي ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څــوک بې پلاره څوک بې موره
د چا کور جوړ قــــــــبرستان شو
زیــــــــــارتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـي ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردي
په وطن کې چې اوســــــــــیږي
ماتمونو کې یې شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـي ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
داســـلام پــــــه تــــــمه تــــــمه
د کــــــــــافرو کانــي وشــــــوې
هـــــــــــــیڅ تمیزکـــولای نه شو
په چــــرتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـي ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
دنـــــــــــــیا ټـــوله راته خاندي
موږ په چیغو چـــــــــیغو ژاړو
څه سپین سترګې دنیاګۍ ده
سیاستونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـي ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افــــــــــغانی وطن به جوړ شي
که د خدای مــــــــــــهربانـــي وه
د پــــــردو لاس بـــــــــــه لنډیږي
امــــــــــیدونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظـالم لــــــه لاسه
چـي ظلمونو کې مو شپې  دي

 

سمیع الدین  « افغاني »

 

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال   
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال    
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است